په کابل کې پوليسو زناکاران په سرپ موټر کښي ونيول

د لراوبر اداره | جنوري 8th, 2009


دکابل پوليسو  تيره ورځ دولسمشرۍ ماڼې ته څيرمه دپښتونستان په څلور لارې کې په يوه سرپ موټر کې دوه تنه له يوې پيغلې نجلۍ سره دزنا په تور نيولي دي.


دامنيه قوماندانۍ ددوهمې حوزې پوليس ويې چې دوي تيره ورځ مطيع الله اوعمران له نفيسه  نومې سره په يوه سرپ موټر کې چې ١٦٩٤ نمبر پليت ش کابل يې لاره نيولى دي .


دغه پوليسو ويل يادو شويو کسانو نفيسه په خپل موټر کې په رڼا ورځ  راچپه کړي وه اوبلفعل يې نيولي دي اودامنيه قوماندانۍ ته يې سپارلي دي .


په کابل ښار کې په دې ورستيو کې دغه شان پېښې زياتې شوي دي چې پوليس وايې په وړاندې يې چټک ګامونه پورته کړي دي اومخنوي به يې کوي .

«

Copyright Larawbar 2007-2024