موږته يو شپون په كار دى !
خان زمان کاکړ
موږ پښتانه يو خدايه
خواره واره يو خدايه
موږ يو په شان د بې خاونده رمې
د هر لېوه سترګي په موږه كې دي
تر دې له مخه چي مونسل له دنيا نه ورك سي
صرف مو كيسې د كتابونو پر صفحو پاته سي
موږ ته يو شپون په كار دى
موږ ته يو شپون په كار دى