دپاكستان پخوانى اولسمشر د چوټو له ګزارونو څخه بچ سو

خان زمان کاکړ | جنوري 13th, 2009


دپاكستان پخوانى پوځي اولسمشر پروېزمشرف په امريكا كې د چوټوله ګزارونوڅخه بچ پاته سو
 
دپاكستان پخوانى پوځي اولسمشر پروېزمشرف په امريكا كي د خپلي لومړۍ وينا پر وخت هغه مهال د چوټو له ګزارونو څخه ساتل سوى چي په يوه هوټل كي   و يوې غونډي ته تر وينا كولو وروسته له هغه ځايه څخه رخصتېدى


د امريكا د شيكاګو په ښار كي د هغه د ورور  نويدمشرف له اړخه وركړل سوې ماښامنۍ ته د ورتګ پر وخت پر سخته يخني او وارين موسم برسېره د هوټل مخي ته دهغه پر ضد مظاهره سوې ده

د مظاهرې ګډون وال د پاكستان مسلم ليګ نواز ډلي غړي ښودل سوي دي  چا چې له خپلو ځانو سره چوټي هم  را  اخيستې وې  

هغوي د پروېزمشرف پر ضد شعارونه وركړي او هڅه يې كړې چي نوموړى په چوټو وولي خو د ځايي پوليسو دسختي څارني له امله هغوي په خپل دې عمل كې نه دي بريالي سوي 

پروېزمشرف په دغه غونډه كې دا منلې چي د خپلي واكمنۍ پر وخت يې څو ستري تېروتني كړي چي د سره جومات پېښه يې يوه بېلګه ده


هغه ويلي چي ده د سره جومات په اړه ډېرناسم اټكلونه كړي و. نوموړي زياته كړې چي د سره جومات له پېښي څخه د ترهكرۍ د ختمېدو پر ځاي د هغې ډاډګيرنه وسوه

Copyright Larawbar 2007-2024