دلغمان چارواکو اوس ومنله چې په عليشنګ کې ولسي خلک مړه او ژوبل شوي

جان محمد مهربان | جنوري 13th, 2009


دلغمان چارواکو يوه اونۍ وروسته ومنله چې د عليشنګ په ماسموت کې ايتلافي ځواکونو ډېری ولسي خلک وژلي دي. د لغمان دوالي وياند سيد احمد صافی وايي ددوی څېرونکې ډلې ورته ويلي چې د باندنيو ځواکونو په بريد کې ۱۳ تنه ولسي وګړی مړه ۹ ټپیان او ۶ تنه ددولت مخالفين هم وژل شويدي. صافی وايي په دغه بريد کې افغان بوځ برخه نه لرله او د ايتلاف له لوري د ولسي خلکو وژنه په کلکه غندي، دلغمان چارواکي دبهرنیو ځواکونو دغه عمل په داسې حال کې غندي چې تېره اونۍ دوی په ياده سيمه کې د دولت د ۳۲ تنو مخالفينو د وژلو خبر ورکړی و. ولسمشر حامد کرزي هم ددغه ځای د ولسي خلکو په وژنه خواشيني ښودلې، خو ايتلافي ځواکونه بيا وايي چې دوی ولسي خلک نه دي وژلي.

Copyright Larawbar 2007-2024