کور / علمي / له اقتصادي اړخه مسلمانان ولي په اوس وخت کښي پیاوړي نه دي

له اقتصادي اړخه مسلمانان ولي په اوس وخت کښي پیاوړي نه دي

ځنې وخت په مسلمانانو داسې انتقادونه کېږی چې دوی له اقتصادی اړخه بیرته پاتې دی اوپه مقابل کې هغه هیوادونه چی نورمذهبونه لری یا بی مذهبه دی پرمختللی دی. ځنې وخت مغرض او اسلام دښمنه کسان بیا داپړه په اسلام ورغورځوی اوداسې وایی چې ګواکې اسلام دپرمختګ عامل نه دی او الیعاذبالله اسلام دی چې دپرمختګ مخه نیسی اوخلک اوټولنه نه پرېږدی چې پرمخ ولاړې شی . دوی بېلګی جوتوی اووایی چې اروپا، امریکا،په ختیزه اسیا کې دچین ، جاپان اوکوریا هیوادونه ځکه پرمخ تللی چی مسلمان نه دی .

اوله بده مرغه بیا ځینې ناخبره اوناپوهه کسان هم داخبر منی اواسلام دټولنې د بیرته والی عامل ګڼی حال داچې مسأ له داسې نه ده اوداسلامی هیوادونو دبیرته پاتې والی عوامل اسلام نه بلکې نورعوامل دی چی یو شمېر یی په لاندې ډول دی.


دنامسلمانو کړنې او تېری دمسلمانانوپه وړنداې

سره له دی چی ډیرو مسلمانو پوهانو په دی اړوند نظرونه ورکړی او له اقتصادی اړخه د یوشمېر اسلامی هیوادونو دبیرته پاتی والی عوامل یی څرګند کړی اوپه دی هلکه یی خپل نظرونه وړاندی کړی چې وروسته به پری بحث وکړو خو هغه مسأ له چې لږ یاده شوې او ورته ډېر پام نه دی شوی هغه په مسلمانانو باندی ددې دین ددښمنانو تیری اوظلم دی چې دتاریخ په اوږدو کی یی کړی اودمسلمانانو هستۍ له خاورو سره خاورې کړی په داسې حال کې چې مسلمانانو په ورته عمل لاس نه دی پورته کړی اوهرچېری یی چی هیوادونه نیولی هلته یی دپرمختګ لړۍ جاری ساتلی . که تاریخ ته وګورو هغه ځایونه چې مسلمانانو فتح کړی هلته یی کتابتونونه نه دی سوی هغو هیوادونو کی یی فرهنګی او علمی مرکزونه نه یواځې داچې له مېنځه نه دی وړی بلکی لایی آباد کړی اودپرمختګ زمینه یی ورته مساعده کړې ، داځکه چې اسلام دسلامتی اوسولې دین دی دورانۍ اوناجایزه کسات اخستودین نه دی دا دین دبشریت لپاره دسوکالۍ راوړلو دین دی چی هم په دنیا اوهم په اخرت کې باید ورته ورسېږی.

کله چې مسلمانانو مکه معظمه فتح کړه نو نه یواځې یی دقریشو اومشرکینو نه دهغوی دتیرو کړنو کسات وانه خست بلکی هغوی ته یی بخښنه وکړه اودهغوی دمشر کوریی دنورو لپاره دامن ځای اعلان کړ، نه یی ددوی کورونه وران کړل اونه یی هم ددوی په مال څه غرض وکړ یواځې یی داسلام دین دوی ته وړاندې کړ اوهغه چا چې ومانه له ټولو هغو حقوقو نه برخمن شو چی نورو مسلمانانو درلودل اوان چې ځنې وخت نوی مسلمانان پر نورو امیران اومشران شول، چې بېلګې یی دخالد بن ولید مسلمانیدل اوبیا داسلام سرلښکر کیدل، دابوسفیان مسلمانیدل اوکوریی دامن ځای ګڼل کیدل  اوهندې او وحشی مسلمانېدل دی  چې بیا یی تیرې کړنې یواځې په اسلامی اساساتو محاسبه شوې. حال داچې یاسر او سمیه اونور مسلمانان یواځې په دې تور چی مسلمان شوی ووژل شول اوبله هېځ ګناهې نه وه.

دغه راز په راوروسته وختو کې کله چې مسلمانانو نور هیوادونه لکه فارس ، اندلس ، هند…. اونور ونیول نو هلته ییی دپرمختګ ، پوهې ، عدالت اوسوکالۍ ورونه پرانستل او ویل کېږی چې داروپا اولویدیز اوسنۍ پرمختګ هم له همغه ځایه پیل شوی یعنی دمسلمانانو له خو ا داندولس له فتح کېدو او په هغه ځای کې دپوهنتونو ، څیړنېزو مرکزونو اومدرسو له تاسیسېدونه.

اوپه مقابل کې غیر اسلامی هیوادونو کله چې په اسلامی هیوادونو یرغل کړی نو څه یی ورته راوړی؟ یواځې ورانۍ ، ښکیلاک ، بدمرغی اوبېرته پاتې والی. صلیبی جګړې دچنګېز یرغل دانګریز ،فرانس ، پرتګال ، ایتالې ، شوروری، امریکې ، اسراییلو ، هندوانو …. یرغلونه چې په اسلامی هیوادونو یی کړی دغو هیوادونو ته یی ورانۍ او ددوی ځپل په ارمغان راوړی. چنګېزیانو داسلامی نړۍ  علمی اثار اوپوهان ، جوماتونه، متخصیص اوخلک یواځې ووژل ، له مېنځه یوړل او نابود یی کړل چې دتاریخ دپاڼو ګواهیانې یی زموږ دادعا ښه ثبوت دی ، دغه راز لویدیز ښکیلاک اوصلیبی جګړو هم دمسلمانانو لاسته راوړنې له مېنځه یوړې اویایی هم غلا کړی . همدااوس ډیرلرغونی علمی اثار چی په مسلمانانو پورې اړه لری دلندن پاریس اونورو لویدیزو هیوادونو په موزیمونو کې موندل کېږی .

تزاری روسیی اوکمونستې شوروی هم کله چې دمنځنې آسیا او قفقاز هیوادوونه ونیول نو لومړی یی دمسلمانانو علمی اوفرهنګی اثار له مېنځه یوړل یایی ولوټل .  دشوروی ترړنګېدو وروسته دقفقاز دسیمی یو اسلامی هیواد کی  په یوه جومات کې مې دڅو لسیزو پخوانیو اسلامی اثارو پاتې شونې ولیدې چې په ډېره بیرحمی سره ترخارولاندې شوې وې په هغو کې داسې څو په قلم لیکل شوی قرآن عظیم الشأنونه هم وو چې اوسنی وخت کې یی ساری موندلی نه شو. 


داخو دتاریخ یو څو محدودې بېلګې وی همدااوس هم ورته پېښې تکراریږی کله چې امریکا په عراق یرغل کوی نو موزیمونه یی تاراج کېږی کتابتونونه یی بربادېږی پوهان یی یوپربل پسې وژل کېږی خبرونه وایی چې په عراق باندې دامریکې له یرغله وروسته څلورسوه تنه یواځې هغه کسان په مرموزه توګه ترور شوی چې په عراق کې یی داتومی انرژی په اړوند  څېړنې کولې. دعراق تاریخی موزیم چې په سیمه کې له ډېرو تاریخی موزیمونه څځه ګڼل کېده اوس یی توکې په هربازار کې موندلی شو. اونورې څه نادودې چې دعراق په ولس ونه شوې چې دټولو یادونه به یو کتاب شی.

د ، کشمیر،دهند یو شمېر نورې مسلمانې سیمې، دفلیپین مسلمانان ، دپخوانۍ یوګوسلاوې مسلمانان، چېچن، داغستان،تاتارستان، فلسطین، په چین کې الغوریان، دتایلیند مسلمانان اونور یو شمېر  مظلوم اوترښکېلاک لاندې مسلمان خلک نه خپلواکی ته پرېښود ل کېږی اونه هم اقتصادی ودې ته کله چې هلته دریفرندم خبره کېږی نو ښکېلاګر هیوادونه  یی خپله یوه برخه بولی اونور نامسلمان ځواکونه هم څان پرې غلی کوی خوکله چې په اندونیزیا کې دختیز تیمو ر ټاپو چې ډېری په کې عیسویان اوسی اود اندونیزیا ډیری خلک مسلمان دی په هکله خبرې کېږی بیا هلته ریفرندم کېږی او نړیوال کفری ځواک  یی دخپلواکی دساتلو لپاره را دانګی.

داسراییلو حکومت په ناحقه توګه دفلسطین په خاوره کې جوړېږی او کفری نړۍ یی دصهیونستانو حق بولی،دعربو لوی هیواد ټوټه ټوټه کېږی ، پاکستان اوبنګلادیش سره بېلږی ، الجزایز کی دقانونی انتخاباتو ګټونکې چې دنجات اسلامی جبهه ده لغو ګڼل کېږی، مصر، عراق ، سوریه ، سعودی عربستان اونورو عربی اواسلامی هیوادونو کې اسلامی نهضتونه ځپل کېږی غړی یی زندانونو ته استول کېږی ، تاجیکستان کې اسلامی جبهه ځپل کېږی اوهغه وعدې چې ورسره کېږی یوه هم نه عملی کېږی، دایران اوعراق اتومی وسله نه قبلېږی اوپاکستان داتومی بم په خاطر دادی دټوټه کېدو اوانارشی په درشل کې دی، دملګر ملتو سازما ن دامنیت شورا چې هریو غړۍ یی دویتو حق لری یواځې نامسلمان  هیوادونه دی اودملګرو ملتو سازمان چې مقری یی دامریکې دمتحده ایالاتو دنیویارک په ښارکې دی نیغ په نیغه دنامسلمانانو تر اغیزې لاندې دی اوټول غیر اسلامی قواعد په کې وضع شوی … خو کفری نړۍ بیا دلته نه یواځې دعدالت اودنورود حقونو خبری نه کوی بلکه په خپله ددی ستر عاملین دی چې نه پرېږدی مسلمانان وده وکړی اوځواکمن واوسی.

دغه راز چې کله دسپتمبر دیوولسمې نېټې له پېښو وروسته امریکې په افغانستان یرغل وکړ نو یرغل په هوایی بمباریو پیل شو، اولومړۍ هغه څه چې له مېنځه تلل هغه دطالبانو پوځی ځواک له مېنځه وړل نه بلکې دافغانستان د ځواک دبنسټ له مېنځه وړل وو ، امریکاییانو په هوایی ډګر چې په هغه کې په لسګونه ملکی اوپوځی الوتکې وې، دتلویزیون غونډۍ اوملی راډیو تلویزیون، دریشخورو فرقه اودقرغې فرقه چې یو وخت زموږ ددفاعی چارو مهم ځایونه وو اونور له مېنځه یوړل، ایا ملکی الوتکې څه ډول نظامی هدف کیدلای شی ؟ اودادی اوس چې اووه کا له له دغه یرغل نه تیریږی افغانستان هیڅ ډول جنګی الوتکه نه لری اودملکی الوتکو شمېره یی هم ترپخوا نه ډېره لږه ده. دادی اوس چی اووه کاله له یرغل نه تیریږی او بهرنی ځواکونه ادعا لری چی موږ په اصطلاع دافغانستان دبیارغاونې لپاره راغلی یو خو هیڅ اساسی کار چې ددی هیواد لپاره شوی وای نه دی شوی . تراوسه پورې لاان دکابل ښار برېښنا نه لری ، دکورجوړولو فابریکه اودډوډۍ پخولو فابرېکې چی دافغانستان لپاره یی حیاتی ارزښت درلود ، برېښنایی موټر … هېڅ یو هم فعال شوی نه دی ، دافغانستان دموزیم او دتاریخی ځایونو څځه غلاشوی اثار هم په ټوله نړۍ کې موندلی شو او ډېرداسې راپورونه دافغانستان په مطبوعاتو کې خپاره شول چې بهرنۍ ځواکونه دتاریخی اثارو په ناقانونه کېندنه غلا اوقاچاق کې خپله لاس لری. زموږ جوماتونه ، مدرسې اودخلکو کورونه په هوایی بمبارونو کې له مېنځه ځی ، دباندنې فرهنګ په رواجولو سره همدا اوس تلویزیونونه ، سینما ګانې ، دسی ډی، شراب پلورلو فحش خورولو مرکزونه، انترنت کلپونه …دناسم فرهنګ په دودلو اخته دی چې زموږ خلک اوپه تېره ځوانان پرځای ددې چې پوهې او پرمختیا ته وهڅوی هغوی ناپوهې اوبېرته پاتې والی ته بیایی.

بله بېلګه پرفلسطین باندی داسراییلو یرغل یادولی شو، همدغو شپو اوورځو کې  کې چې  داکرښې لیکل کېدلې  دغزې په ښار باندې داسراییلو یرغل دوام درلود ، بېرحمو اسراییلیانو دملکی وګړو اوبېګناه فلسطینیانو دشهیدانولو ترڅنګ دغزې پوهنتون او يوشمېر مدرسې چې پکی ډېر شمېر ماشومان او زده کوونکی هم شهیدان شوی وو بمباری کړی وو او دخپل ځمکنی یرغل په ترڅ کې یی هغه څه چې مخ ته ورتلل له مېنځه وړل.


دهندوستان دحیدرآباد ښار کې  کله چې دلمانځه لپاره هغه جومات ته چې په دې ښارکې لوی جومات ؤ اودمکی جومات په نامه یادیده ورتلم له مانه تلاشی واخستل شوه اوداکسرې ماشین لاندې تیر شوم کله مې چې پوښتنه وکړه چې داولې نوراته وویل شو چې دی جومات کې څو ځلې بمونه ایښودل شوی او په وسلې سره لمونځ کونکی ویشتل شوی نو ځکه له دې ډاره چې تندروه هندوان بیا جوما ت کې بمونه کېنږدی او یا وسله دننه نه کړی تلاشی کېږی، په داسې حالی چې دهمدې سیمې په بل لوری کې دهندوانو عبادت څای وو خو هلته هېڅ تلاشی نه وه. داتراپردیش ایالت کې  دتندلاروهندوانو په لاس  دمسلمانانو دلوی جومات ورانول به دډیرو خلکو په یاد وی.

خو پورتنۍ بېلګې ددې دلیل نه شی کیدلای چې یواځې داسلام دښمنان اسلامی هیوادونو دبېرته پاتې والی عامل دی بلکې له اسلام څخه دمسلمانانو لری والی اوپرهغه ناسم عمل هم له اقتصادی پلوه برسېره له ډېرو اړخونو داسلامی هېوادونو دبېرته پاتې والی عوامل ګڼلی شو. چې داعیب په اسلام کې نه بلکې په مسلمانانو کې دی که چېرې مسلمانانو په سمه توګه دخپل دین اوامر پرځای کړی وای نو ډېر به له هراړخه پیاوړی وای او کله به یی هم  دغلامی پړی پر غاړه نه وای او له نورو به بېرته نه وای پاتې.

په خپله په مسلمانانو کې بې اتفاقی ،دحکامو ظلم، تنبلی، عیاشی، بدعت ، داسلامی احکامو تحریف، فساد اونورعادتونه چی له بده مرغه دنفسونو دضعف اودحکامو دناوړه چلند له کبله په دوی که رامېنځته شوی دمسلمانانو دبېرته پاتې والی عوامل دی ، چې د مسلمانانو په اصلاح ، پوهېدو او ځان جوړنې نه وروسته به انشأ الله دابېرته پاتې والی ختم شی.

تبصره نسته

  1. I believe that you are right in some aspects to blame the Westerners for our miseries. However, I think that majority of the Third World Countries are reponsible themselves. No one will do anything for us. The first thing we have to think of is our country and people, then we migth take care of global issues. We are staying behind because of our own mentality, socio-economic conditions created by our social ediffice, and failure to creat a properly functioning government apparatus. For example, Afghanistan was mainly destroyed by the Afghans themselves, and the secondary factor was foreigners. The backwardness of our society has nothing to do with Islam, because Islam is there to form a meaningfull life. Unfortunately, we are so backward that we call everything Islam, and then we blame it for our own failure.

  2. سنی خانه!

    ډیر افسوس راغی چې یو مرتد په پښتو خبرې کوې ځکه پښتون یو مسلمان قوم دی اوډیری مسلمانان دی که نور هیّّڅ نه وی په خپل قام خو باید ویاړ وشی چې تا دغه هم له مېنځه یووړ ځکه دپښتون له مذهبه ووتلی خدا ی دې درته هدایت وکړی اوخدای دی په سمه لار روان کړه
    ښاغلیه ! هغه پرمختګ چې مسلمانانو کړی اوهغه ساینسی پوهه مسلمانانو پخوا او اوس درولودلې له یاد مه باسه کله چې دهارون رشید په وخت کی ساعت جوړ شو نو فرانسویانو ورته ویل چې په دې کې پېری دی ، کله چې اندولس کی اسلامی پوهنتونونه وه نو اروپایان به زده کړې ته ورته راتله ، دبخار اوسمرقند پرمختګونه ، هندوستان کی دتاج محل غوندی ماڼې اوګڼ جوماتونه …

    ټو ل دمسلمانانو دپرمختګ بېلګې دی عراق ډېر پرمختګ کړی وو ، قدیر خان دپاکستان اتومی بم جوړ کړ ، مالیزیا اواندونیزیا اوایران پاکستان اوهندوستان چې مسلمانان یی په پرمختګ کې ډېر رول لری اوس هم دمسلمانانو دپرمختګ بېلګې دی خو افسوس چې مسلمانان په نفسانی شول
    اوتاغوندې یو شمېر مرتدان له هوسه کفری ملکونو ته ولاړل اویایی کمونستانو غوندې له خپل دین نه سروغړاوه ځکه دوی په اسلام کې دشرابو ، زنااونورو نارواوو دبندېدو توان په ځان کې نه لری که نه نور خو اسلام هیځ بله ستونزه اودپرمختګ مانع نه دی
    اوپاتې شوه دساسینس له خوا دمړېنې دختمیدو خبر په هغه ډاډه اوسه چې قران فرمایلی چې هرنفس به دمرګ څښونکی وی نو مرګ به هېڅګه هم ختم نه شی که ساینس دی توره کولای شی همدا دایدز ناروغۍ دې له مېنڅه یووسی اویا دې هم دستا دبوش یا پاپ یا لینین هرچا ته چې وفادار یی دهغه عمر دې یو سل کاله حد اقل زیات کړی له تل ژوند نه یی تیر .

  3. درنه وروره ابوزبیر صاحب ! زه ویاړم چې پښتانه تاغوندې پوه کسان لری ، په ریښتیا هم چې ډېرو ښو ټکوته مو اشاره کړې وه دمسلمانان اقتصادی وړتیا به ددوی دېری ستونزی حل کړی او په کارده چې لومړی مسلمانان متحد شی اوس اروپا یووالی لورته درومی امریکه کې ۵۲ سیمی سره متحدی دی ناتو سازمان ډېر هیوادونه سره نږدی کړی شانګهای تړون ، سارک … اونور ډیر سره نږدی کړی خو له بده مرغه اسلامی هیوادونه یووالی ته نه پرېښودل کېږی همد اوس په غزه قیام جوړ دی خو اسلامی هیوادونه ورته رډې رډې ګوری که همدا یرغل اسراییلو دناټو غړی کوم هیواد باندی کړی وای څه به شوی وای ، اسلامی هیوادونه یواځی یو اسلامی په نامه کنفرانس لری چې هغه هم دنورو تر نیغ اغېز لاندی دی .

    زه خو وایم چی مسلمانان دی اول سره یوموټۍ شی بیا دهم پرمختګ وی هم بری او هم سرلوړی، اوهغه کسانو چې په ستا په لیکنو یی اعتراض کړی ورته هدایت غواړم ځکه پر ځای ددی چې ستاملای تړلی وای اودخپل قام اودین ترڅنګ دریدلی وای له بده مرغه له دنورو څنګ ته دریدلی ، هغوی ته زما مشوره داد چې ښاغلیو یا اغلیو یواځی دنامسلمانو يه تاریخ لیکنه او تیوری لیکنو اکتفا مه کوی هغو ان په انجیل کی بدلون راوستلای په تاریخ کی خو به بیخی بدلون راولی هغوی داسلامی هیوادونو تاریخ او یو اړخیز لیکلی دهغوی تیوری دخپلو ګټو لپاره جوړه شوې مهربانی وکړی لږ اسلامی مطالعه وکړئ !
    نو ر کفار اسلام مطالعه کوی اودادی دحقانیت په پوهیدوسره یی ډله ډله په اروپا اومریکا کې دی دین ته وراوړی اوتاسو له بده مرغه بیا نه یواځی دخپل دین په هکله مطالعه اوڅېړنه نه کوی بلکی له هغه نه اوړی ، ګرانو چی پښتو هم وایی زما زړه درباندی خوږیږی سل په سلو کې پوهېږی چې که اسلام اوخدای قبولی نه شی نه هغه سل په سلو کې ردولی هم په هېڅ ځواک سره نه شی نو راځی دادخبل شک عقیده په سمه واړی چې خدای مکړه زموږ په عقیده چې تاسو ته خندونکی ښکاری دوزخی نه شی په دی سره به هيځ هم له لاسه ورنکړی پرته له شراب اوله زنا اویو شمېرنورو ناروو څخه خو په قبولو سره به یی چی تاسو پری شک لری له سخت عذاب نه ځان خلاص کړی ، آیا نه ډریږی که اورته ولیږی ؟
    که یوارو داورځ ریښتیا راشی بیا به ّڅه کوی ګوری هیخ هم له لاسه نه ورکو ی اسلام قبول کړی او په نه قبولو سره به یی ډیر څه له لاسه ورکړی نو رمو خوښه خپله چی څه کوی آیا دایو بیلیون خلک چی اسلام یی قبول کړی او ۱۴ پیړی نور خلک هم په دی دین روان وو لیونی اواحق خو نه دی که ته وایی چی عیسویت اویهودت .. اونور هم پیروان لری نو هغه آسمانی دینونه دی چی بیا وروسته له اسلامه لغوه دی خوښه مو خپله ما خو خپله وینا درته وکړه نوردی خدای هدایت کړه که اسلام قبول کړی نو ځان ته به ګټه وکړی زموږ اوکه یی نه کړی ځان ته به تاوان وکړی موږ ته کومه دنیایی ګټه نه لری .

  4. سنې عجیب نوم دی چی پورته یوه لوستونکی لیکلی او وروسته ییی په اسلام ملنډې وهلی ددفروید لاروی اودبېزو بچی چی دوی پری قایل دی اوزما بدوینه نه ده دوی خپله ځان دبیزو له نسله ګڼی باید بده ونه منی یوڅه دښاغلی ابوزبیر په لیکنه لیکلی چی نوری برخی یی پورته ځواب شوی یواځی دابوزبیر په نامه غواړم ووایم چې مسلمانان که سره یو لاس وی نو عربی ژبه دوی ته ډیره معتبره ژبه ده اودهغه په ویلو اوکارولو باید ویاړ وشی عربی دمسلمانانو دکتاب او دپیغمبر ژبه ده اودمسلمانانو په نظر چی په هغو کی پښتانه هم راځی عربی ترټولو ژبو غوره ژبه اودجنت ژبه ده . (سنې ) چې هیڅ مفهوم هم نه لری په عربی هم ملنډې وهلی خو دی به انګریز ی یا کومه اروپایی ژبه په ویاړ سره وایی اوخبری به پری کوی چې دمسلمانانو له نظره دهیڅ ژبی زده کړه هم کومه ګناه نه ده حتی ثواب هم دی که په ښه نیت زدکړل شی . که انګریزی دنورو نړیواله ژبه ده مسلمانان ولی دخپل یواوالی لپاره عربی ژبه ونه کاروی دا کار نه دپښتوسره کوم مخالفت لری اونه له افغانی غیرت سره زما په نظر کافر پالنه هم دافغانیت سره ټکر لری هم دپښتونیت سره اوهم اسلامیت سره اوحتی ان له انسانیت سره

  5. Der ma pa ghusa kegay. Kha bu da wee che tol khepel nazar aw khapela khaber wokry.

  6. Grano dagha video hatman wogoray. Dera kha video da, aw der kha Islami karuna pa ke die che khawkh bu mu shee. Mannnana http://ca.youtube.com/watch?v=avRyzFY9btY