کور / تازه خبرونه / په كوټې كې وسلوالو څلور پاكستاني پوليس ووژل

په كوټې كې وسلوالو څلور پاكستاني پوليس ووژل

نن سهار د كويټې په سرياب سړك باندې  نامالومو وسلوالو د پاكستاني پوليسو په يو موټر د ماشين ګڼو ډزې وكړې چې له امله يې څلور تنه پاكستاني پوليس ووژل شول او يو بل ټپي شو .

په وژل شويو پوليسو كې د پوليسو يوتن  افسر حسن علي هم شامل دى .

وسلوالو له بريد وروسته سيمه خوشي كړې او په تېښته بريالي شو ي دي . 

په بريد كې ټپي شوى پوليس دا مهال د كويټې ملكي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوى دى .

چې ياد شوي روغتون د ډاكټرانو په خبره ټپي شوى پوليس چې پر سر او غاړه يې مردكې لګېدلې دي روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى .

تر دا مهاله د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې .