کور / هراړخیز / د نړۍ عجيبه زندانونه

د نړۍ عجيبه زندانونه

نږدې هره ورځ په ورځپاڼو کې دنړۍ د بېلابېلو زندانو په باره کې خبرونه لولو ،ځينې يې د هوټل په نوم نومولي دي، ځينو ته يې نور ښايسته نومونه ورکړي دي او ځينې خو يې ډېر ښه او اسانه شرايط لري ، خو له دې ټولو سره ،سره زندان بيا هم ز ندان دى د هېچا د اوسېدو ځاى يې مه کړې.

اوس به ولولو چې په نړۍ کې څه ډول زندانونه دي او له بنديانو سره يې د ساتونکو چلند څه ډول دى.

د نړۍ تر ټولو ښکلى زندان:



د نړۍ تر ټولو ښکلى زندان د اتريش د(ليوبن قضايي مرکز چې د اتريش په ( سي ټي ارمارک) کې واقع دى د نړۍ تر ټولو ښکلى زندان دى دا زندان د ٢٠٥ کسانو ظرفيت لري او د يو نامتواتريشي انجينر له خوا يې نخچه اېستنه او جوړونه شوې ده، دا تر ډېره يوه خوړنځي (هوټل)  ته ورته والى لري .زياتره مجرمين هيله لري چې په دې زندان کې د محکوميت ورځې تېرې کړي د همدې ځاى عادي وګړي خو لا په ټوکو کې وايي چې زړه يې غواړي غير قانوني چارې تر سره کړي تر څو دې زندان ته ولاړ شي .

ګرانترين زندان:




د امريکا د کاليفورنيا ايالت ايالتي زندان(سان کوانټين) د نړۍ ترټولو لوړبيه (قيمتي) زندان شمېرل کېږي،چون په قيمتي ځاى کې جوړ شوى او د لوړ بيه تجهيزاتواو سامان الاتو درلودونکى دى اټکل کېږي ددې زندان بيه له ٨٠ ميليون څخه تر ١٠٠ ميليون امريکايي ډالر پورې وي او د٣٣١٧ کسانو د اوسېدو ځاى لري.


د نړۍ تر ټولو کوچنى زندان:



د نړۍ تر ټولو کوچنى زندان سارک نومېږي چې د ګورنزي په ټاپو کې چې د( فرانسې او انګلستان ) تر منځ واقع دى جوړ شوى ،ددې زندان ګنجايش دوه نفره دى او په ١٨٥٦ زېږدي کال کې جوړ شوى .



د نړۍ تر ټولو امن زندان:



د نړۍ تر ټولو امن زندان د امريکا د کاليفورنيا ايالت د سانفرانسيسکو په خليج کې د الکاټرس په نامه زندان دى چې د ١٣٦ نفرو ظرفيت لري ددې زندان شهرت په دې کې دى چې له فوق العاده امنيت څخه برخمن دى او هېڅوک نه شي کولاى له دې زندان څخه وتښتي ،هرچاچې هڅه کړې له دې زندان څخه وتښتي نيول شوى شاوخوا يې اوبو نيولې خو اوس د ازندان تړل شوى دى.


دنړۍ خبر جوړونکي او بد زندانونه:




د نړۍ خبر جوړونکو او بدو زندانونو په لړ کې د ابوغريب زندان چې په عراق کې دى او د پلازمېنې بغداد په ٢٣ کيلو مترۍ کې پروت دى ، دې زندان په لومړيو کې د بعث گوند د مخالفانو د ځپلو د نامتو ځاى په توگه نړيوال شهرت درلود خو په را وروسته کې د امريکايي ځواکونو له خوا د عراق له نيولو وروسته د همدې ځواکونو له خوا د زندان په بنديانو ډېر  وحشيانه تېرى وشو ،ددې زندان بنديان ووهل شول ،وټکول شول او په دې سربېره په ډېر وحشيانه ډول جنسي تېرى پرې وشو، چې د همدې ځواکونو له خوايې دتېري انځورونه په نړيوالو رسنيو کې هم خپاره شول.

زموږ د هېواد د څرخي پله زندان هم يوله هغو زندانو څخه دى چې د ژوند اسانتيا پکې په نشت برابر ده  زياتره بنديان د زندان د ساتندويانو له ناوړه چلند څخه سرټکوي چې له امله يې زياتره وخت بنديان په اعتصابونواوکشمکشونو لاس پورې کوي ،چې کله ،کله خو يې ساتندويانو دبنديانو په وژلو هم لاس پورې کړى همدارنگه بنديانو رسنيو ته په خبرونو کې ويلي چې د پوليسو له خوا ورباندې نشه يي تو کي هم پلورل کېږي.

د امريکا د ګوانتانامو زندان چې د کيوبا هېواد په سويل ختيځ کې د گوانتنامو په خليج کې واقع دى ، دا زندان هم د سختو شرايطو په درلودلو سره په نړۍ کې شهرت لري ، تردې  چې د زندان ساتندويان اجازه لري ، د زندانيانو له شکنجه کولو څخه له هرې لارې کار واخلي دم گړۍ پکې  ٢٥٠ کسان بنديان دي د بنديانو شمېر يې تردې شمېر په وارونو ډېر وو ځينې يې خوشي شول ځينو يې په زندان کې ساه ورکړه،ځينې يې د امريکې له خوا محاکمه شول او پاتې يې د خوشي کېدول په اميد شپې ورځې سبا کوي د ملګرو ملتو پخواني سر منشي کوفي عنان  او اوسني بانکي مون لاپخوا په خپلو خبري ناستو کې ويلي وو چې ژر يا وروسته دې  دا زندان وتړل شي او شته بنديان دې يا ازاد او يا محکمه کړاى شي .هغۀ وخت يې لا هيله څرگند کړې وه چې هر څومره ژر دې دا زندان  وتړل شي خو تر اوسه لا نه ده پوره شوې.

د نړۍ تر ټولو بيروباري زندان:



د نړۍ تر ټولو ازدحامي زندان د (کريسټي) زندان دى چې د روسيې په سن پترزبورګ کې واقع دى دا زندان د ٣٠٠٠ نفرو ځاى لري،خوکم تر کمه ١٠ زره نفر پکې زندانيان دي ، دهر بندي لپاره ٤ متره ځاى ټاکل شوى او په اوونۍ کې ١٥ دقيقې د ځان مينځلو لپاره وخت لري خو د ډېرو زندانيانو د درلودلو له امله  دا يو هم په نظرکې نه نيول کېږي.  
 
کرايي زندان:



د اعجيبه زندان د بوليويا هېواد په سن پټرو کې پروت دى چې د ٨٠٠ کسانو ګنجايش لري ، په دې ځاى کې مجرمين بايد د هغې کوټې چې پکې بندي دى کرايه ورکړي ،ټول بنديان د زندان په شاوخوا کار کوي تر څو د خوراک او کوټې د کرايې لپاره پيسې پيدا کړي ، زياتره زندانيان له مېرمنو او بچيانو سره دلته ژوند کوي ، تر ټولو په زړه پورې داده چې سيلانيان هم کولاى شي  له دغه زندان څخه ليدنه وکړي او که چېرې يې زړه غواړي چې په دې زندان کې شپه تېره کړي بايد د کوټې د کرايې او خوراک پيسې په جېب کې ولري ، ډېر سيلانيان ترې ليدنه کوي ځکه چې د بوليويا هېواد تر ټولو ارزانه او ښه کوکائين دلته پيدا کېږي ،او داسې خبرونه هم دي چې پو ليس يوازې د رشوت اخستلو لپاره دغه ځاى ته ځي.

 
د زندانونو شيطان :



د نړۍ امن ترين زندان (اډزسويرماکس)د کلوراډو ايالت د فلورانس په ښارکې واقع دى دا زندان چې د زندانونو د شيطان په نامه مشهور دى ،د زندان د ساتندويانو له خوا له بنديانو سره په ډېره توندي چلند کېږي او ډېر سخت امنيت يې نيول شوى ددې زندان ظرفيت ٥٥٠ کسان دي او په موډرن الکاټراس مشهور دى په ١٩٩٤ زېږدي کال جوړ شوى او يوازې خطرناک جنايت کاران پکې ساتل کېږي په دې زندان کې  بنديان په خپل منځ کې هېڅ اړيکه نه لري او د شپې ورځې ٢٢ ساعته هر بندي په خپله کوټه کې په يوازې ډول تېروي.