د امنيتي کمپنيو تر منځ سيالۍ بې امنۍ رامنځته کوي

د لراوبر اداره | جنوري 14th, 2009


د ميدان وردګ ولايت له خوا په رسمي خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ميدان وردګ ولايت کې نن سهار د يو امنيتي شرکت په يو ټيلرموټر کې له مخکې نه يوځاى پرځاى شوې ماين انفجار وکړ .


د خبرپاڼي له مخي ماين چي له مخکي د موټر په دننه کي ځای پر ځای سوی و  د اجمل په  نوم امنيتي کمپنۍ ټيلر موټر چې کندهار کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ت ه يې مالونه انتقالول په داسي وخت کي انفجار وکړ چي موټر چلوونکی له موټر څخه بهر وتلی و . 


دميدان وردګ  والي محمد حليم فدايي  په ميدان وردګ ولايت کې د ناامنيو ستر لامل  د امنيتي کمپنيو ترمنځ ناسالم رقابتونه دي  ښاغلي فدايي زياته کړه  د ډيرو ولسي وګړو په دې اړه پخوا هم شکايتونه کړيدي چې د کاروانونو انفجارات د کمپنيو او غلوترمنځ د معاملي په نتيجه کې ترسره کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024