کور / تازه خبرونه / ماین چاودنې په ارزګان کې شپږ تنه ووژل.

ماین چاودنې په ارزګان کې شپږ تنه ووژل.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت درسنیو ددفتر له لوري لراوبر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دقوس په ۲۲ نیټه په ارزګان کې دیو ماین دچاودنې له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي، دی خبرپاڼې لیکلي چې داماین دسړک په غاړه لا له وړاندی خښ کړل شوی وو، دوی وايي چې دا ماین افغانستان دښمنه خلکو په ځای کړی وو، پیښه هغه مهال ترسره شوې چې په یوه تونس موټر کې سپرې سپارلۍ له له مرکز ترینکوټ نه دمهراباد سیمې ته روان وو.