کور / تازه خبرونه / بهرنيو ځواکونو بيا په لسګونو بېګنا کسان بمبارکړي دي

بهرنيو ځواکونو بيا په لسګونو بېګنا کسان بمبارکړي دي

د هلمند د ګرشګ ولسوالۍ په ښوراو  کي بهرنيو ځواکونو بمباري کړې ، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې په لسګونو کسان وژلي دي .


دا په داسي حال کي ده چي له ارزګان ولايت څخه هم د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي د ولسي وګړو د وژل کېدلو خبرونه ورکړه سوي دي .


د افغانستان ولسمشر په څو واره پر ايتلافي او ناټو ځواکونو ږغ کړی دی چي په هوايي بريد کي دي له ډېر احتياط څخه کار واخلي ، خو ددې خبرو پايله په عملي ډول تر اوسه ليدله سوې نه ده . پرون په کندهار ولايت کي په دې اړه په  غټ تعداد ښځو له دولت او طالبانو دواړو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چي د ولسي وګړو له وژلو دي لاس واخلي .


د چارو پوهان په دې نظر دی چي د دولت او ولس تر منځ د واټن پراخيدل او د طالبانو د قوي کېدلو يو دليل ددولت او بهرنيو ځواکونو لخوا د ولسي وګړو ځورول ، وژل او ژوبلول دي .