کور / شعر / صيهونيستي ناتار

صيهونيستي ناتار


فلسطين بيا محشرګاه ده
د خونخورو له ظلمونو
 څه بلواده،  څه ناتار دئ
پر دې خوارو  ولسونو
څنګه وينوکي رنګيږي
څنګه خاورو کي تپيږي
ووړ او زوړ
نارينه، ښځي
له اسمان، مځکي او بحره
سره اورونه پرې اورېږي
دربهار دئ، غړمبهار دئ
د توپونو او بمونو
غلبلې،کرږي يې جګي
اسمانونه ته رسيږي
نه چا لار د تېښتي ورکړه
نه خوندي په مسجدونو
ټول ګونګي، ړانده، کاڼه سوه
حاکمان د هيوادونو
هره خوا پرې لېوان تاخت کړي
په سرو اوسپنو، تېغونو
ته شاهد يې، ربه ګوره!
ها مظلوم ، هر دم شهيده
ها غلام د تاريخونو
له فرعونه تښتېدلي
 د هيټلر له تېغ ژغورلي
اوس پخپله  فرعوني کړي
پردۍ مځکي يې نيولي
هم پر نورو باداري کړي
ربه بيايې مريی غواړم
هر غُلام چي نافرمان سي
زورورو ته سجودکړي
پر کمزورو يې ظلمونه