کور / شعر / غزل

غزل

وخته پـــه خپل شيرينه ذات کي دغــله لاره نيسم


پدي ناورین رنګه حالات کي دغـــــله لاره نیسم



سبــادی وترټي له کلـي دي ګوښه کــړي بیرتـــه


چي دکوم جرم په صــفات کي دغلـــه لاره نيسم



دکلـــي خان مي ورشريک وي په دي واړه سلا


ځکه دیار په ملاقـات کـــي دغلــه لاره نيســـــم



بي ګنــاه خلــګ په زنـــدان کي اچــوي زورور


زه په مظلوم ښکلي خیالات کي دغله لاره نیسم



چی رانه چوریي دباګـــرام ښکلاکړه واړه هغو


زه بشرمل خوپه کلات کي دغلـــه لاره نیســــم