کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان ولس، پيشوګانو سره په جوال کې لويدلى

افغان ولس، پيشوګانو سره په جوال کې لويدلى


 روايت داسې دي، چې په پخوا زمانو کې چې د بشر حقوق دومره فعال نه وو او د نر او ښځې ترمنځ د مساوات څرک هم نه لګېد،  کله به چې يوې ښځې لوى سرغړاوي يا جُرم وکړ، نو هغه به يې له يوې  داړه ورې پيشو سره په جوال کې واچوله ، ترڅو خپله سزا وويني.


خو له بده مرغه اوس افغان ولس بې له دې چې کوم سرغړاوي يا جرم ولري، له پيشو ګانو سره په داسې ناولي جوال کې غورځيدلى ، چې بد بوى يې آن د نړيوالو تر سپوږ مو هم رسي او هغوى هم ورته هک حيران پاتي دي، ځکه دې  ولس ته دا جوال دافغان ځينې چارواکو له لاسه جوړ شوي.


اوس بهرنيان په دې اند دي، چې څنګه دا ملت له دې جوال څخه  راوباسي .


د امريکا  ولسمشر بارک اوباما دنوي حکومت د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن په دې اړه وويل، چې د افغانستان دولت يو بې کفايته او له فساد او درغلي نه ډک دولت دي.


خو ولسمشر حامد کرزى او   د بهرنيو چارو وزير   ډاکټر رنګين دادفر سپنتا دا واقعيت رد کړ. د ناټو د سازمان سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر هم وويل، چې په افغانستان کې لويه ستونزه طالبان نه، بلکې  د ښه حکومت نشتوالي  ناباوره دولت، د ناکاره اوله درغلي نه ډک حکومت واکداري ده، خو په چا يې منې!
همدا راز له ټولو نه پخه خبر د برتانيې د لېبرال دموکرات ګوند پخواني مشر  پډي اشډاون کړې، چې وايي: (( په افغانستان کې د عدل، انصاف او قانون د حاکميت نشتوالي د بغاوت لپاره ډېرې ښې زمينې برابروي))


خو زموږ چارواکي بيا ملت ته وايي، چې رشوت درنه اخلم، برق نه درکووم، د کابل ښار نه جوړوم، نه يې سرکونه پخوم، امنيت دې نه ساتم( ځکه هغه د بهرنيانو دنده  ده).


لنډه داچې هېڅ ټولنيز ګټور ګام نه پورته کوم، ځه لاس دې خلاص، هرڅه چې کوې، کوه يې!آفرين ددې چارواکو په دې شهامت.


 په دري ژبه  کې وايي، چې ( جوى از مردى بکاه، عمرى فارغ بال به زى)


څومره ښه شعار دي، ددې ځينوچارواکو لپاره ، دوى وايي، چې خوارکى ملت  خو په جوال کې له پيشوګانو سره اخته دي، نو راځه د بهرنيانو له ډالرو چې هرڅومره خوړلي او وړلي شي، نو صرفه مه پرې کوه.اوهغه څه چې پاتې کيږى پخواني مشرانو ته يې ورکړه ،ترڅوپټه خوله پاتې شي .


ځينې چارواکي د نړي تر ټولو چارواکيو پوک دي، ځکه چې په پښتو ژبه کې وايي، چې ( بې پرتوګه، بنګړي په لاس)، مانا دا چې بهرنيو ته موږ ټول سوالگر يو ، خو بيا به ګورې چې په وروستى ماډل کروزين کې سپور وي.


دا چارواکي نه شرم لري او نه حيا او نه هم وجدان، ځکه دوى هغه خوار مظلوم ملت چې په جوال کې يې اچولي نور هم ځوروي.


اوس به راشو هغه شيشکو پيشوګانو ته چې د جوال د ننه هره شېبه زموږ پر ملت بړچ وهي.


لومړي: د بهرنيو هوايي بمبار پيشو، زموږ ملت يو پر بل پسې ددې کرغېړنې پيشو له منګولو سره له شينډنډ- کونړ، ننګرهار، خوست نه نيولې بيا تر هلمنده مخامخ او لا تر اوسه يې په سلهاو شهيدان ورکړي.


دويم: طالباني پيشو:  د نشه يي توکيو د سوداګرۍ د پيشو د عايد له برکته يې داړې اومنګولې تيزې ، ځانمرګي لښکر يې په خدمت کې، هر ځاى کې چې مُلکي وژنه زياته کيداى شي، پرې ورخوشې يې کړي. که دوى رښتيا استشهادي عمل تر سره کولاى ، نو نن به يې د فلسطين د غزې تړانګې ته وردانګلى واى، خو داسې معلوميږي، چې دا پيشو هم نه غواړي ، چې له جوال څخه راووځي، ځکه بيا په جوال کې افغان ملت نه شي داړلي او دوى هم امريکا ، انګلستان او سعودي جوال ته وراچولي.


 پاکستاني پيشو: لکه څنګه چې د سړې جګړې په دوران کې مجاهدين ورته لنګه غوا وه او د هغوى له لارې يې د امريکا- غربي نړۍ، عربي نړۍ ، چين او نورو مرستې ترلاسه کولې او ځان يې پرې  د اتمي ځواک خاوند کړ، اوس ورته القاعده او طالبان، لنګه غوا ګرځېدلې ، لا تراوسه يې يو ميليارد ډالره د ترهګري سره د جګړې په پلمه له امريکا نه وهلي، خو جنرال پاشا د ISI   د پاکستان د استخباراتو رييس د شپيګل آلماني مجلې سره په مرکه کې اعتراف کوي، چې موږ هېڅ علاقه نه لرو، چې طالبان ونيسو او يا يې وځورو ، ځکه په جوال کې زموږ انډيواله پيشو ده.