کور / رسنۍ / دعوت پرله پسې ۲۱۳مه او ۲۱۴مه ګڼه چاپ شوه

دعوت پرله پسې ۲۱۳مه او ۲۱۴مه ګڼه چاپ شوه

دعوت پر له پسې ۲۱۳– ۲۱۴ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي:

سرلیکنه       محمد طارق بزګر
د یوې اروپایی میرمنې وصیت     عیان – هالنډ
په افغانستان کې د ناتو ډله ایزه وژنه    ډاکټر  روستار تره کی
بې مسئولیته لیکنه     محمد داود مومند 
جهاد چیست و مجاهد کیست؟    احمد فیض طارق
      

د مولانا فضل الرحمن د سولې طلایی نسخه
انوارالحق احدی ته د (پښتو وینا)   محمد نقیب
په افغانستان باندې د پخوانی شوروي اتحاد او … ډاکټر سید احمد ماموند
الفت، ساربان شعر معاصر پشتو   احمد فولاد لامع
او نور ډیر په زړه پورې مطالب
 

د وریښمو کارون

د دعوت دا ګڼه د هېواد ځوان او انقلابي شاعر ښاغلي  عزت الله ځواب دې شعر ته چې (یو څوک سپیره افغانستان نومیږي) ځانګړې شوې ده.

په لادندې کتابونولنډې لیکنې:

ویده ښامار د ډاکټر بسم الله امیر د شعرونو دریمه ټولګه

د زمانې غږ د خلکو غږ  دښاغلی یوسف خدمتګار  د شعرونو ټولګه

سید جمال الدین افغان بیدادګر عصر د ښاغلی فضل الرحمن فاضل په دري ژبه څیړنیز کتاب.


انګلیسي مطالب

The Global War on Terror                     by. Bruce G. Richardson
Afghanistan: Warlordism is winning versus democracy  Interview 
 
 

      په سرلیکنه کې لولو:

په اوسنيو شرايطو کې افغاني مطبوعات په کوم لوري درومي!!!

مطبوعات د ټولنې په دواړو اصلاح او بې لارې کولو بنسټیز رول لوبوی. د افغانستان په جنګ ځپلي هیواد کې چې جګړو، پردیو لاسوهنو او د بهرنیو مستقیم شتون هر څه د خپل مستقیم تاثیر لاندې راوستي دي چې د هېواد په هر څه کې  د پردیو شتون او غوښتنې د ورایه ښکاري.

مطبوعات نن په ټوله نړۍ په ځانګړي توګه په لویدیځ کې د ډیر قوت نه برخمنې دي  او تر ډیره حده په ریښتینه توګه مطبوعات  د خپلو خلکو استازي وي . زموږ په جګړه ځپلی هیواد کې چې  انځوریز، غږیز، لیکلې او انترنتي خپرونې خپل ځانګړي رول لوبوي  چې دغه رول تر ډیره جوړونکی نه بلکې د شخصي، سمتي، ژبني، مذهبي، سیاسي او بهرنیو اړیکو تر تاثیر لاندې دی.

افغانستان او افغان ولس په دې خورا ټاکوونکې او جوړونکې مرحله کې د هر څه نه زیات د ملت جوړونې په مرحله کې واقع دی خو د ملت جوړونې دا مرحله بدبختانه  د بیلونې او پردي پالنې تر دروند اغیز لاندې ده.

ټلویزیونې کانالونه او خپرونې د پردي فرهنګ په پلي کولو اخته دي او تر ډیره د ژبني ناانډولي او د پردیو اصطلاحاتو د پلي کولو او عامولو په پخو سنګرونو بدل شوي دي.

حکومتي کنترول او قانوني غوښتنې اصلاً مطرح نه دي او د پلي کولو چانس یې خورا ضعیفه او د نشت سره برابر دی. ډیر ټلویزیوني کانالونه د پردیو په مستقیمو مالي مرستو جوړ شوی او په ښکاره او په نره د زهر شیندلو او پردي پالنې پروسه پرمخ بیایي.

غږیزي  خپرونې هم د ټلویزیوني خپرونو نه کمې نه دي او تر ډیره حده د افغانانو په منځ کې په موزیک سنټرونو مشهوري  دي او په دې برخه کې د افغانانو زیاته تکیه په بهرنیو رادیو ګانو لکه بی بی سی، امریکا غږ، ازادي او نورو  ده.

کاغذي خپرونې هم تر ډیره د رادیوی او ټلویزونې خپرونو نه کمې نه دي دلته هم د نفاق او پردي پالنې زهر شیندل کیږي.

خو تر ټولو بده او بدرنګه  زموږ انترنتي خپرونې او ویبپاڼې دي چې ډیرې کمې معیاري او په تول برابري تر سترګو کیږي چې رښتیا او دروغ پکې تر ډیره بریده نه چڼ کیږي افغاني ویبپاڼې هم د نفاق او پردیپالنې اوربلونې کې ستر رول لوبوی. او د دې تر څنګ په پښتني او غیر پښتني ویبپاڼو کې د د بې بنسټه خبرونو خپرول یو معمول دي انترنت همدراز د ځینو له پاره  د دروغو او ځان غټولو ښه وسیله ده پدې عبارت چې مچ پکي پیل کیږي وړه خبره غټیږي او بینومه د نوم  څښتنان کیږي او برعکس.

افغاني مطبوعاتي مسئولین مخکې له دې چې نورو ته لارښوونې وکړي ښه دا ده چې یو ځل ټول په خپلو ګریوانونو کې وګوري  او دا ارزونه وکړي کوم څه چې دوی د خپل دسترخوان د لارې افغان ولس ته وړاندې کوي څومره د افغان ولس او خوږ افغانستان په ګټه دي؟ دوی نور استعمالوي او که دا مطبوعاتي مسئولین د نورو له خوا استعمالیږي؟ هره کړنه باید جواب ولری او لیرې به نه وي چې زموږ نه په دنیا د هر عمل پوښتنه وشي او که نه لوی الله (ج) ته ورتګ حق دی.

ښې انځوریزې، غږیزې، کاغذي او انترنتي خپرونې هم شته خو د مطبوعاتو په سمندر کې د نشت په حساب دي.


د دعوت د همدې ګڼې په لومړی مخ کې پاسنی انځور  خپور شوی دی

یادونه:

درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ.

دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.

Dawat

P.O.Box 289,

2001 Lillestrøm

Norway


www.dawat.no


www.dawatfreemedia.org


e-mail: dawatnet@start.no

http://www.dawatfreemedia.org/ariki.shtml