د افغانستان او کيمن ټاپوګانو لوبه سبا ته پاتې شوه
27
دکرکټ د نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې د افغانستان او کيمن آيلنډ (ټاپوګانو) لوبه د باران له امله وځنډيده او سبا ته پاتې شوه.
د باران له پيليدو مخکې کيمن ټاپوګانو ټاس وګاټه او افغانستان ته يې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه.
افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو چې باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو د کرکټ د ډک ورت لويس د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او کيمن ټاپو ګانو ته په ۲۰ اوورونو کې د ۶۳ منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د کيمن ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷ اوورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه سبا ته پاتې شوه.
د يوګانډا او ارجنټاين ترمنځ لوبه هم د باران له امله سبا ته وځنډيده.
سبا به دا لوبې له سره پيل کيږي او افغانستان او يوګانډا چې پواينټونه يې سره يو برابر دي، ته موقعه شته چې دا ځل ښه لوبه وکړي او ځان د پايو نيوګيني ترڅنګ د وهمه غوره لوبډله کړي.
نن په يوه بله لوبه کې هانګ کانګ له پاپو نيوګيني څخه په ۹ ويکټونو ماتي وخوړه او په دې ترتيب دوی د ۵ لوبو څخه د څلور و لوبو د ګټلو او اته پواينټونو په درلودلو سره په لومړي نمبر ودريد.
د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل به نه کيږي او دوه د سر ټيمونه به د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي. دا مهال د يوګانډا او افغانستان پواينټونه سره يو شان دي او که دواړه خپلې خپلې لوبې وګټي نو بيا به د منډو په اوسط پريکړه کيږي. که څه هم دا مهال د افغانستان د منډو اوسط له يوګانډا څخه ښه دی خو د سبا لوبې به د آخري پواينټونو او اوسط څرګندوی وي.
د لوبو عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ