افغانستان د کرکټ دريم پړاو د سياليو اتل شو- راپور
27
افغانستان دکرکټ د نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې کيمن ټاپوګانو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۱ نړيوال کپ د غوراوي آخري پړاو ته پرمختګ وکړ.
افغانستان دا لوبه په ۸۲ منډو وګټله. دوی لومړی بيټنګ وکړ او د اتو لوبغاړو په اوټ کيدو يې ۲۳۰ منډې جوړې کړي. د افغانستان کپتان نوروز منګل ۷۰ او اصغر ۶۶ منډې وکړي. په مقابل کې د کيمن ټاپوګانو لوبډله په ۱۴۸ منډو اوټ شوه. د افغانستان له خوا محمد نبي ۴ او حميد حسن ۳ لوبغاړي اوټ کړل.
د يادونې وړ ده چې دا لوبه پرون د باران له امله پاتې شوي وه. پرون د افغانستان حالت ښه نه وو او کيدای شوه چې لوبه يې بايللي وای خو د افغانستان د کرکټ د فډريشن د چارواکو په وينا د افغانانو دعاګانو ورته باران رحمت وګرځاوه او دوی يې له بايللو څخه وژغورل.
افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو چې باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو د کرکټ د ډک ورت لويس د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او کيمن ټاپو ګانو ته په ۲۰ اوورونو کې د ۶۳ منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د کيمن ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷ اوورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه پاتې شوه.
د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل د بارانونو له امله منسوخ کړل شو او پريکړه وشوه چې د سر دوه لوبډلې به د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي او دا دوه لوبډلې افغانستان او يوګانډا دي. خو دا چې نني بري د افغانستان د منډو اوسط صفر اشاريه ٩٧ ته ورساوه چې د يوګانډا په ګډون تر ټولو لوړ دى، نو د ټورنمنټ ګټونکي لوبغاړي شوه. افغانستان له دې وړاندې د پنخم او څلورم پړوا اتل وو او دا يې پرله پسي دريم غټ بری دی.
په يوه بله سيالۍ کې يوگانډا ارجنټينا ته په ۹۰ منډو ماتي ورکړه او د صفر اشاريه ٧٦ په اوسط يې دويم مقام خپل کړ. د پاپونيوگيني پواينټونه د افغانستان او يوګانډا سره مساوي وو خو دا چې د لوبو اوسط يې له دواړه کم وو نو د پواينټونو مساوي والی يې په درد ونه خوړ.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه خو وروسته يې ټولې (څلور) لوبې وګټلي.
افغانستان او يوګانډا به اوس د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي وروستي پړاو ته ځي چې د اپريل په مياشت کې به په جنوبي افريقا کې کيږي . په دغه لوبو کې به ١٢ هيوادونه سيالي کوي . څلور لومړني به يې د ۲۰۱۱ کال نړيوال جام ته لار پيدا کړي. پنځمه او شپږمه لوبډله به که څه هم نړيوال جام ته ونه وځي خو د نړيوالو يوې ورځنيو لوبو د کولو حق به لاس ته راوړي.
په دې سياليوو کې به لاندې لوبډلې په لاندې ګروپونه کې سره ولوبيږي.
A ګروپ : کاناډا ، آيرلينډ، نميبيا، عمان، سکاټ لينډ او يوګانډل
B ګروپ : افغانستان، برمودا، ډينمارک، کينيا، هالينډ او متحده عرب امارات
د دې لوبو د نورو جزياتو، تبصرو او انځورونو د کتلو لپاره د لر او بر په لومړۍ پاڼه د (کرکټ د دريم ډويژن د سياليوو ورستيوو جزيات) سرليک او يا هم دا ځای کليک وکړئ.
د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ!
د لوبو عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ