کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره روانو تیاریو ته په اشارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د اداري واحدونو د پریکړو درناوې لازم دې.

ورځپاڼې د کاې ایډي په حواله وړاندې لیکلي دي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو په همکاري سره باید د راې اچونې د صندوقونو د انتخاباتو د کار کوونکو او ګډون کوونکو امنیت ټینګ شي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په بریاو تبصره کړې او لیکلي دي چې دوې به تش لاس اتلولي ترلاسه کړې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ زیاتره مطالب د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریاو او د لوبغاړو انځورو ته ځانګړې کړې او هغوې يې د هیواد اتلان بللې دي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بیارغونې مسله راغستې او پدې برخه کې کیدونکې مرستې يې څیړلې دي.

خو ورخپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې خلک د مرستو په ویش کې عدالت او شفافیت غواړي.


د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي ټاکل شوي استازي ریچارډ هولبرګ ماموریت څیړلې او لیکلي دي چې نوموړې باید د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون لپاره هڅې وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کېد روان تاوتریخوالي او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه هم یو مطلب خپور کړې او د هغې د بندیدو غوښتنه يې کړیده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې هغو ستونزو ته ګوته نیولې چې د افغانستان په جنوب کې برطانوي ځواکونه ورسره مخ دي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د برطانیې د ځواکونو د لوې درستیز په حواله لیکلي دي چې د کرزي د حکومت د کمزورتیا له امله د افغانستان په جنوب کې اته زره برطانوي سرتیري له ستونزو سره مخامخ دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې ایران ته د افغانستان د اوبو بهیدو ته په اشارې لیکلي دي چې ایران افغانستان یو بې مالکه ملک بللې او هر څه يې چې غوښتي وو سرته رسولي دي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان لپاره د امریکا لخوا د نوي سفیر د ټاکلو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې امریکا افغانستان ته یو پوځي سفیر استوي.

د ورځپاڼې په یو د ډیپلوماټ په توګه د یو پوځي افسر ټاکل په جنګونو کې د زیاتوالي او جنګونو ته د لمن وهلو څرګندوې دې چې کولې شي د ملکي خلکو مرګ ژوبله نوره هم زیاته کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان او ملګرو ملتونو د چارواکو برخلاف لیکلي دي چې افغانستان لا هم د نشه يې توکو ستر تولیدوونکې هیواد دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پرونیو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي وو د ۲۰۰۹ میلادي کال به په افغانستان کې د اپیمو د تولید کال وي دا پوښتنه کړې چې د اپیمو په خلاف مبارزه په څه ډول بریالۍ کیداې شي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هڅو او په هغې کې د امریکا د حکومت رول څیړلې دې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وروستیو بریاو ته په اشارې لیکلي دي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ۲۰۱۱ میلادي کال په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره د دریم ځل لپاره پرله پسې او پریکنډه اتلولي خپله کړه.

دې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو انځورونه خپاره کړي دي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روان بحران په حل کې د ګانډیو او د سیمې د هیوادونو رول څیړلې خو لیکلي دي چې دا مسله باید یوازې د شعار تر حده پاتې نشي او عملي شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ بریا ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان یوازې د جنګ او نشه يې توکو هیواد ندې.

ورخپاڼې پخپل لومړي مخ کې د کرکټ د ملي لوبډلې د اتلانو یو انځور هم خپور کړې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د مفسدوینو په وړاندې د هیواد د فضایه قوې چلند ستایلې او غوښتې دي چې باید دې چلند ته دوام ورکړاې شي.