کور / سياسي / افغان جنګ خپل ټاپي ته ځي

افغان جنګ خپل ټاپي ته ځي

De oorspronkelijke bijlage downloaden
لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱


« ګلاسنوست » ځکه برتانیه په څپو کی اخیستې چی د دې مأموریت د هدف په هکله پوښتنی راپیدا سوي دي 
 
لندن ـ د برتانیې د امنیت وزیر لارډ ویسټ په خپل دې اعلان سره چی وایی په عراق او افغانستان کی د ده د هېواد پوځی ننوتنی د برتانیې او امریکې پر ضد نړیواله بنسټ پالنه راپارولې ، یوه پټاکه ده چی وچاودله . ویسټ د پخواني صدراعظم ټونی بلیر دا ادعا چی په اصطلاح د « ترور پر ضد جګړه » د اسلامی افراط پالنی د ډېرښت سره هیڅ تړاو نه لری ، « احمقانه » وبلله . دا اعلان د برتانیې د خارجه وزیر ډیویډ میلی بینډ تر هغی څرګندونی ډېر ژر وروسته وسو چی د « ترور پر ضد د جنګ » اصطلاح یې غولونکې او ورانونکې وبلله . ښایی په فوق العاده اقدام سره د ټونی بلیر د کابینې لخوا پر عراق د حملې فیصله هم ډېر ژر عوامو ته رسوا کړه سی او په دې ډول د لوړو برتانوی مامورینو پر ضد جدی جنایی تورونه ـ حتی جنګی جنایتونه ـ اقامه سی .



دلته لندن د « ګلاسنوست » څپو اخیستی دی خو هلته بیا په واشنګټن کی هرڅه بیرته تکرارېدونکي دي . ولسمشر بارک اوباما لوړه کړې چی په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو او الوتکو په دوه چنده کولو سره امریکا دغه اته کلن جنګ ته نور هم پسی ور ننباسی چی پخواني ولسمشر بوش راپیل کړی دی . د اوباما دغه بدمرغه ګام اخیستنه د ده سیاسی بې تجربه ګي ښیًی . په واشنګټن کی د حکومت بدلون او د کرغېړن بوش رخصتېدلو واشنګټن ته دا په زړه پوری موقع مساعده کړه چی په افغان جګړه کی یوه وقفه راوړی او پر خپلو تګلارو له سره غور وکړی . دې کار دغه مطلوب چانس هم برابر کړ چی طالبانو او د هغوی زیاتېدونکو ملاتړو ته د خبرو اترو وړاندیز سوی وای . لازمه خو دا ده چی افغانی جګړه د یو داسی  سیاسی حل په واسطه ختم سی چی د طالبانو تر مشرۍ لاندی هغه ملت پال اتحاد هم پکښی شامل وی چی د افغانستان د څه باندی نیمایی وګړو استاځیتوب کوی .دغه سولېدونکې شخړه ، لکه د ناټو عمومی منشی چی یې هم منی ، هیڅ کوم پوځی حل نه لری .


د غالبوزو چرګینیً ـ

دغی نوي ادارې د دیپلوماسۍ پر ځای ، برعکس خپل سر دې ته کلک نیولی چی ځان نور هم د افغانی غالبوزو چرګیني ته ور دننه کړی . افغانستان ته به د ۲۰۰۰۰ ـ ۳۰۰۰۰ نورو امریکایی پوځیانو ورلېږل صرف د اور غورځونکي غره له پاسه چی هماغه پاکستان دی ، د هغوی د درولو مانا ورکړی او بس . د افغانستان دغه جنګ په بې رحمۍ سره پاکستان ته ور څڅېدونکی دی ، د هغه ولس د ناټویی ځواکونو پر ضد راپاروی ، او لکه لارډ ویسټ چی په حقه سره وایی نوي جهادی قوتونه پسی تولیدوی . 


نو ولی اوباما او د هغه سلاکاران د هغه جنګ د پراخولو ارتکاب کوی چی په هغه کی امریکا کومی حیاتی ګټی هم نه لری ؟ تېل یقینأ یو دلیل دی . د هغو پاپ لاینونو متوقعه خط السیر چی د مرکزی آسیا تېل او ګاز به د عربی سمندرګي سواحلو ته وړی ، باالکل د طالبانو د پښتني سیمی څخه تیریږی .

خو یو بل ډېر مهم دلیل هم سته . ناټو یعنی د امریکا په وسلو پییلیً اتحاد ـ چی کاناډا هم پکښی شامله ده ـ افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو سره مینه نه لری . دغه جنګ د امریکې تر مشرۍ لاندی ځواکونو لپاره ځکه اوس خراب سوی چی خوږمن اکمالاتی کاروانونه یې د طالبانو تر زیاتېدونکو حملو لاندی راغلي دي . 


دلته په اروپا کی د اکثریت وګړو عامه ذهنیت ځکه د افغانستان د جنګ مخالف دی چی هغه د تېلو په خاطر یو استعماری ناولیً اقدام بولی . ښایی امریکا په افغانستان کی هم د ویتنام غوندی ځان د لویی ماتی څخه وژغوری ، خو د ناټو اتحاد به ځانونه بچ نه کړای سی . د سړې جګړې پای او د شوروی اتحاد سقوط هغه څه دي چی د ناټو د بقأ علت یې نور نو پای ته ورساوه چی پر لویدیځی اروپا باندی د شوروی یرغل په وړاندی د مقاومت لپاره ایجاد سوی و . 


د ناټو هدف ـ

ناټو د امریکا د تکړه ترین ستراتیژی جوړونکي ، زبګنیو برژنسکی له قوله پر اروپا باندی د امریکا د تسلط « پَل ایښودونکې ډبره » ده . جاپان بیا په آسیا کی د امریکې لپاره کټ مټ رول لوبوی . شوروی اتحاد هم پر ختیځی اروپا باندی د خپل تسلط لپاره د وارسا د مړه سوي تړون څخه عینأ کار اخیست .


امریکا ناټو په دې دلیل هم استعمالوی چی د هغسی یوې رښتیانۍ ، او سیالي اروپا د منځته راتګ مخنیوی وکړی چی درلوونکې د خپلو متحدو وسلوالو ځواکونو وی .


په افغانستان کی به د ناټو ماتې نور نو د دې اتحاد د پایښت د هدف او هم د امریکا د ستراتیژیکو غوښتنو د اطاعت پوښتنی را پورته کړی ، چی افغانستان به یې یو بهترین مثال وی . په دې توګه به مجبورأ د « اروپایی دفاعی اتحادیی » یعنی د یو خپلواک اروپایی وسلوال ځواک د واکمنولو غوښتنی راپورته سی داسی چی هغه به واشنګټن ته نه بلکی د اروپایی اتحادیی بروکسل ته  به ځواب ویونکی وی .


زما په عقیده دا یو له هغو اصلی دلایلو څخه دی چی د واشنګټن ټاکلي ګټي پر ځوان ، بی تجربه ولسمشر باندی راسربېره سوي تر څو دﺉ په افغانستان کی جنګ نور هم پسی خپور کړی . هو ، پر اروپا باندی د امریکا اغېزه په افغانستان کی په بریالیتوب پوری تړلې ده .

په سپکو وسلو د یوې وسلوالي افغانی قبایلی ډلی پواسطه د امریکا او د هغه د لویدیځو مرستندویانو ماتې نه سی تحمل کېدای . وروستۍ هغه امپراتوري چی د دوی سره مخامخ سوې وه ، هماغه پیاوړی شوروی اتحاد و چی سر یی بایلود ، او ډېر ژر پسی ټوټه ټوټه سو . هو ، د هغه رقیب یعنی امریکا خو همدا شوم سبق په زړه اخیستی هم دی . پای