د کرکټ ملي لوبډلې د بريا په اړه: د افغان کلتوري ټولنود جرګې اعلاميه
په ارجنټاين کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بريا په اړه د افغان کلتوري ټولنود جرګې اعلاميه
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په ارجنټاين کې د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د بريا او په دغو لوبو کې دلاسته راوړې اتلولۍ له امله دکرکټ د ملي لوبډلې غړو ، ټولو هغو اشخاصو او بنسټونوته چې له دغې لوبډلې څخه يې ملاتړ کړی او خپلو ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې يو ځل بياوښودله ، چې افغانان يوازې د جګړې اتلان نه دي ، بلکې که چېرې په دې هېواد کې تپل شوې جګړه ودريږي او د سوله ييز ژوند امکانات چمتو شي، افغانان کولای شي د ټولنيز ژوند په هره برخه کې لويې برياوې ترلاسه کړي اود خپل هېواد لپاره ډېر وياړونه وګټي . سره له دې ، چې افغانستان يو بېوزله هېواد دی او سره له دې چې افغان حکومت لکه څرنګه چې ښايي خپلو دغو اتلانو ته پاملرنه نه ده کړې ، خو بيا هم زموږ د کرکټ اتلانو د خپل استعداد، زيار ، هوډ او د خپلو هېوادوالو د دعا په برکت د نړيوالې اتلولۍ پر لوري يو بل مهم پړاو په برياليتوب سره وواهه.
د هغو معلوماتو له مخې ، چې د بېلا بېلو رسنيو له خوا خپاره شوي ، داسې څرګنديږي چې د افغانستان دولت او د سپورت اړونده مؤسسو د کرکټ ملي لوبډلې ته ، چې دا څو کاله يې پرله پسې وياړونه اوبرياوې لاسته راوړي ، ډېره لږه پاملرنه کړې . په داسې حال کې چې نور هېوادونه خپل اتلان له هره اړخه ډېر نازوي ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه د افغانستان پر دولت ، د سپورت پر اړونده مؤسسو او نورو ملي اوکلتوري بنسټونو غږ کوي ، چې نور د خپلودغو اتلانو پر وړاندې د بې پروايۍ رويه بدله کړي ، د هغوی لپاره د ژوند او سپورت لازمې اسانتياوې چمتو کړي او له مادي او مانيز پلوه يې هغسې ونازوي ، چې ورسره ښايي .
په درناوي
دافغان کلتوري ټولنو جرګه
کابل ـ افغانستان