کور / کیسه / یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۴)

یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۴)

۲:لرغوني مذهبي کتابونو کې

الف  : دحزقیال( نبی )کتاب کې:
د حزقیال اصحاح-۳۹ ۳۸ کې راغی دي:
ما ته په خطاب کې  د رب لخوا و ویل شول : آی ادمه  زویه !خپل مخ د «دجوج» مځکې(سیمې)   ته د«ماجوج» د« ماشک »او«نوبال» او« اردک» او« اقودک» او« روش» رییسانو (مشرانو)خواته کړه او خپل نبوت اعلان کړه او ووایه رب  داسې ویلي دي : تاسو  د شمال څخه پورته بیاییم او د اسراییلو غرو ته مو راولم . لیندۍ مو د کیڼ لاس او غښې  مو د ښي لاسه اخلم ،چې د اسراییلو پر غرو ولوییږې او ټول پوځیان   مو ولوېیږي. آیا غواړئ د کاشر  دوحشي   اوبیاباني  مرغانو خواړه شئ ،  پر مځکه ولوییږئ ځکه زه د سید رب په کلام خبرې کوم او اور د ماجوج او د  ایمن  داوسیدونکو ټاپوګانو ته استوم هغه وخت دی چې پوهیږئ زه رب یم»
 زیاتوي » هغه وخت چې امنیت وي ته به ( یاجوج او ماجوج) به په ډیره لیري راتلونکې کې  د ډیرو پوځیانو سره لکه اوریځ  چې مځکه پوښي راشي  او زه به هغوی  د ټولو کامونو د سترګو مخي ته  له منځه یوسم چې ټولو ته خپل قدسیت وښیم چې پوه شي زه خدای یم ما دا وړاندوینه د اسراییلو انبیایو ته وکړه ډیر کلنو وروسته به تا ( یا جوج اوماجوج )د خپل کام جنګ ته راوبولم چې غواړي د اسراییلو هیواد خراب کړي، زما غوسه به ډیره شي په هغه ورځ به په اسراییلو کې سخته زلزله وشي او زما  مخي ته به ټول حیوانات او انسانان ولرزیږي، لوی  ډبرې به وښوري او کلاوي به ونړیږي  زه چې خدای یم  وبه وایم : ای جوجه!  په هره ډول ویره به اخته شې ستا سپاهیان به دیو بل سره جنګیږي اویو بل به مړه کوي
زه به د توري، ناروغي ، سختو  توپانونو،  شدید اورونو او اورلګیت  ستا  د سپاهیانو او هم پیمانانو سره وجنګیږم زه  به خپل عظمت او قدوسیت ټولو د نړۍ کامونو ته وښیم او هغوی به پوه شي چې زه خدای یم».
په حزقیال ۱۳:۲۷ کې راغلی  دي، چې ماشک ،توبال او جوهر  د یافث زامن  او د شمالی طایفو بنیاد ایښونکی دی
او په ۲۶:۳۲ کې بیا د ماشک او توبال د مرییانو تجاران بلل شوی دي .
 اوس ویل کیږي «توبال» هغه توبولسک دی چې د سایبریا یو کام دی او« تیبارنی» بیا هغه کام دی چې د توري بحرې په سواحلو کې یې ژوند کوی.
جوهر  دهغه کام نوم دی چې  مخکې «سمیرین» نومیده چې  د آشوریانو په امپراطوري کې له شماله  او قفقاز څخه  راغلي او د منځني اسیا ځینې برخې يي نیولې  وې اوبیا بیرته وتښتیدل .او  د «توجرمه» څخه موخه ارمنستان دی. ځینې عقیده لري، چې « روش»  روسیه  یا مسکو دی،  چې  هغه وخت يې  په موسکی شهرت درلود، چې د آشوریانو  په لرغوني اثرونو کې هغه  هغه کام بلل شوی چې  په قففاز کې يي ژوند کوی.
 «حزقیال»  بیا  دا ټوله د شمالي کامونه  بولي چې که په نخشه کې ولیدل شي دنننۍ روسیه ده .
 حزقیال یوه بله وړاندوینه هم کوي هغه لیکي :« سکا یان د ختیزو کامونو  سره  یوځای کیږي او پر اسراییلو برید کوي او هغه به د خداپه مرسته مات او ددې جنګ وسلې به په اووه کاله کې وسوځل شي  او په  اووه میاشتو کې به د دې جنګ مړی له میدانه ټول شي».
ب-  داشعیاء(نبی) په  کتاب کې
اشعیاء(اصحاح ۴۴-۴۵) کې د کوروش نوم راغلی دی.
«خدای  ومسیح ته د کوروش په هکله داسی وویل: دهغه چا چې ما لاس ونیوی، چې د دوښمن ملا يې ماته کړه . دهغه مخکې دروازې« دولنګای»  به  ورته خلاصي کړم چې ونه تړل شي. زه ستا تر مخه تلم چې  لوړې  اوارې کړم او د ژیړو (برنجي) ورونه مات کړم او د وسپنې ورونه ټوټه ټوټه کړم او د تیارو او فتنې پټي خزانې تا  ته درکړم، چې پوه شې زه تا په نوم یادوم د اسرایلو خدای مې تا ته لقب درکړ او ته ما نه پیژنی»
نو دا مالومیږی  چې  کوروش مشرک، مجوسی یا وثنی نه وو که نه  هغه ته يې( راعی رب) نه وایه
ج-د دانیال (نبی) په کتاب کې
دانیال(اصحاح ۶) د کوروش نوم ،چې ویل کیږي هغه ذوالقرنین  دی  راغلي دی
په دانیال کې  د یو ه  هغه خوب  کیسه چې کوروش ته کیږي  راغلې ، چې په هغه کې  د  یو قوچ (مږ) یادونه شوی چې  دو ښکره یې لرله
.
دانیال  وایي:« د« بیلش فرمن» د درېیم   کال  په پاچاهي  کې د «عیلام » دسیمې  د « شوشن»  ښار  (هیرا)کې د« اولایی» رود څنګ ته وم  ، ددویم ځل لپاره مې  یوه رویا  (خوب) کې ولیدل زه  د« اولایي«  دنهر   په څنګ کې یمه پورته ګورم دوه ښکره قوچ وینم چې ښکرونه يې شا ته کاږه دی،چې د  ختیځ ، لویدیځ او سهیل مځکې یوې کوي هیڅ بل حیوان يې مخي ته دریدای نشي هغه هر څه چې غوښتل هغه یې وکړل په دې وخت کې یوه غرنۍ وزه له لودیځه په داسې حال کې چې مځکه يې کندل راغله دهغې په تندي کې یو ښکر وو هغه کرار کرار دوښکره قوچ ته نژدې شوه او پر هغه یې برید وکړ او دهغه دواړه ښاخونه يې مات کړل او څوک هم نه وو چې هغه له وږې څخه وژغوري»– د دانیال سفر   ۸-۱
 هغه وایي ما جبریل ولید هغه زما دخوب  مانا  وکړه :دو ه ښکره:  فارس او ماد دی او قوچ ذوالقرنین دی  او دو ښکره يي دو مملکته دي او وزه یې اسکندر تعبیر کړی دی
ذوالقرنین راغی هغه دو هیوادونه ماد او پارس ونیول او د بابل دوښمنان شول او یهودیان يې ازاد کړل چې هغه کوروش وو چې یونانیان هغه سایروس او یهودیان هغه خوروش بولی
چې یهودیان يې کنعان( نننۍ اسراییلو ) ته بوتلل او مقدس مبعد يې جوړ کړ
 ددانیال  له سفر پرته په« ایشعاه» او« یرمیاه »کې هم وړاندوینې شته چې په لومړی سفر کې عیناً د کوروش نوم د خوروش په نامه راغلی دی.

۴- د عزرا (اصحاح ۱) هم د کوروش نوم راغلی دی

۳-د  انجیل په کتاب  کې
 الف :  د یوحنا په مکاشفه کې
په مکاشفه ۱۰-۷:۲۰ لیکل شوي چې د  یاجوج او ماجوج  برید د شیطان په مرسته دی.
 « چې زر کاله تیر شي شیطان له بندي خانې آزاد یږي او دیاجوج او ماجوج کامونه ختا باسي او هغوی جنګ ته هڅوي نو هغوی لوی لښکر جوړوي چې شمیر  به یې لکه د ساحل ریګ بې شمیره وي هغوی به  په پراخه دشته  کې د خدای خلک او د اورشیلم ښار د هرې خوا محاصره کړې خو اور به له اسمانه د خدای د لوري اوري او ټوله به وسوځي او شیطان ،چې هغوی يې ختا ایستلي وه  د اور په سیند کې ولویږي  د اور سیند  هغه ځای دی چې په اورلګیت سوځي او هغه خبیث او درواغجن پيغامبر  به يې  هلته   تر ابده    عذاب  وویني»
بیا یوحنا  خپل خوب په (اصحاح شلم )کې وایي:
دَ يوحنا مُکاشفات شلم باب
«ما يوه ملایکه  له آسمان څخه په راکوزيدو وليده چې د  ټول عالم  دارواحو کیلۍ او زنځیر يې  په لاس  کې وو. او هغه زوړ ښامار يې ونيوی،یاني ابليس ( شيطان)او تر زرو کالو پورې يې وتړئ. ملایکو هغه ددوږخ اخیری کندې ته وغورځوی، بند یی کړي او مهريي پرې  ولګوی،ددې لپاره چې هغه بيا هغه کامونه  ونه غولوی تر څو چې زر کاله پوره شوي نه وي. د هغې نه وروسته  به هغه بيا د لږ وخت لپاره خوشي  شي».

او د یوحنا په رویاپه شلم فصل کې یاجوج اوماجوج  د ګوګاوماګوک په نامه یادشویدي.

۴-په تورات کی
پيدایښت ۲:۱۰   لیکي:
 جوج د ماجوج رییس دی
د  تورات  په پیدایښت کې راغلی دي« چې نوح(ع) درې زامن ( حام،سام او یافث ) درلوده اود یافث د زامنو نومونه دا دي( جمر، ماجوج، مادای، یونان، توبال، مسک، و تیراس) بیا دوی سره جلا شول او هرې خوا ولاړل».
د بیلګې په توګه (ماد) د مادی بن یافث بن نوح اولاده ده او یوناتیان  بیا د یونان بن یافث بن نوح اولاده ده.