کور / ترخې خبري / … چارواکو !

… چارواکو !

ړندو او کڼو چارواکو !

په کابل کې په ارامو چوکیو کې ناستو او سر ناخلاصه چارواکو هیله ده چې غوسه نسی او پدې لیکنه پر موږ غریبانو په قار نسي ، اصلی خبري ته راځم او هغه داده چې له څه کم یوې میاشتې راهیسي په زابل کې څه حال دی او پر غریبو زابلیانو څه تیریږی خو تاسی بیخی سر نه خلاصوي.

اخر ولی ؟ کوم عدالت او کوم قانون او کوم شرافت تاسی ته ددې اجازه درکوي چې په زابل کې د روان ظلم او وحشت په وړاندی تر اوسه چوپ یاست ، ایا تاسي ته چا د زابل حال ندی رسولی؟ ایا تاسی له هیڅه هم خبر نه یاست؟ کاملاً خبر یاست چې ستاسی رالیږلی نازولی والي صاحب د مظلومو زابلیانو پر سر کومې چپه میچنې ګرځولې دی او لا هم لګیا دی خو تاسي ورته ګوري.

که تاسی سم خبر نه یاست نو یوځل بیا به یې په لنډه درته بیان کړم او هغه دا چې : د زابل مرکز د کلات ښار په څه باندی یو کیلومتر ساحه او دریو له ختیځه لویدیځ ته غزیدلو کوڅو کې جوړ سوی دی البته په دې دریو کوڅو کې دکانونه یا هټۍ دي چې په کې د بیلابیلو کسبونو خاوندان د خپلې کورنۍ لپاره یو ګوله ډوډۍ پیدا کوی، د کابل کندهار د لویې لارې پر دواړه غاړو هم دوکانونه سته چې له شاوخوا شپاړسو کلونو راهیسی جوړ شوی او تر اوسه ودان وو او ددې دوکانونو خاوندانو ته چا هیڅ نه ویل په هیڅ حکومت کې چا ورته دوکانونه ړنګ نکړل.

خو دې دوکاندارانو هغه وخت جرم وکړ چې د خپل منتخب او خدمتګار سناتور د هغو خدمتونو د لمانځنې په خاطر چې د زابل لپاره یې کړی د هغه عکسونه پرخپلو دکانونو ولګول، دا سناتور ډاکټر زلمی دی چې د زابل له والی دلبرجان سره یې د هغه د ناروا اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته نه کوله ، نو همدا جرم او ستره ګناه وه چې د زابل د والی د عدل او انصاف او قانون مندۍ احساسات یې راوپارول او امر یې وکړ چې دا دوکانونه چپه کړي او پرځای یې زه پارک جوړوم او دې دوکانونو لارې بندی کړی دی نو هماغه وه چې د کلات ښاروال ورپسې بلدوزر راسم کړ او څه له پاسه زر کورنیو له خولې مړۍ واچوله.

زره دوکانه یې ونړول او خاورې یې خرې خرې اوس هم هلته پرتې دی او د زابل والی صاحب به له خیره موږ ته پارک جوړوی او بیا به موږ میلې پکې کوو خو افسوس!!!!!

افسوس ! چې والی صاحب د ډاکتر زلمې سره د خپلو ناروا ګټو پر سره لانجه کې دا دوکانونه وران کړل نه یې قانون په یاد و او نه هم بل څه.

ښاغلو په خوب ویدو چارواکو! اوس خو به مو لږ سرونه خلاص سوی وی ، خدای دی وکړی چې خلاص سوی وی والی صاحب وایی چې پارک جوړوم نو تاسی فکر وکړی چې دا والی صاحب څومره احقمانه خبره کوي چې یو څوک په نس موړ نه وی نو هغه به له پارک نه کوم خوند واخلی او کومې میلې به پکې وکړي، او کاشکې ده ورباندي پارک جوړولاي خو اوس تاسی ورسی او د کلات د کاریز پر سر ساحه چې دوکانونه یې ونړیدل اوس پکې د والی صاحب یو خواخوږي مارکیت شروع کړی دی.

د والی صاحب د قانون خبره چې دوکانونو لاره بنده کړې ده ، والی صاحب دې اول پرځان قانون عملی کړی او بیا دی نورو ته وایی همدا اوس تاسی محترم چارواکی کولای سی چې زابل ته راسی او وګوري چې دلبرجان څو کوڅې بندې کړې دي او د خپل امنیت او ویرې په خاطر یې خلکو ته څومره مشکلات جوړ کړي دی حتی چې د یو مسجد د ورتګ لاره یې لا هم تړلې ده.

بل یې دا چې کله د زابل دا څو غریب او بېچاره دکاندارانو د زابل له ظالمو چارواکو مایوسه او کابل ته راغلو نو ښاغلي دلبرجان ارمان د کلات د برق امر ته حکم کړی چې پر ښار دی برق قطع کړی ځکه چې خلک زما په شکایت تللی دی او اوس تاسی کولای سی زابل ته ولاړی سی او له بې طرفه خلکو پوښتنه وکړي چې له څو ورځو راهیسی ورباندی برق قطع سوی دی .، شکر چې هوا د والی صاحب په لاس کې نده

نو اې ! زه تاسو ته وایم ړانده یاست که کاڼه او که مو مغز کار نکوی؟ محترم ولسمشر صاحب او ټولو غټ قدرت والا خلکو ! د خداي په خاطر یا زابل ته پام وکړي او یا زابل طالبانو ته حواله کړي چې سر مو سره خلاص سی داسی نه چې یو ظالم او جابر مو راباندی مسلط کړی او که هغه هر څه راباندی کول تاسی به څه نه ورته وایاست.

نو له تاسی په کلکه غوښتنه کوم چې د زابل د خلکو د حقوقو خوړونکی والی دلبرجان ارمان ژر تر ژره له وظیفې لرې کړی او محکمه یې کړي او د زابل لپاره یو داسی څوک راولیږی چې لږ زړه سوی او مسلمانی ولری.

خدای دی وکی چې خوابدی سوی نه یاست موږ دغرونو خلک یو او خبرې تر ژبه لاندی نه کوو او دا څه چې مو لیکلې دا مو د زړه له زوره لیکلی، نور نو تاسی او خدای او د قیامت ورځ چې هر څه کوي خو موږ پدې دنیا او هغه دنیا خپل حق غواړو.


gulabkochi@yahoo.com