کور / کتاب / د ارواپوهني په اړه بل ګټورکتاب چاپ شو

د ارواپوهني په اړه بل ګټورکتاب چاپ شو

ارواپوهنه، د هغه پوهنيز کتاب نوم دى چې ٤٤ بېلابېل سرليکونه او ٢٠٢ مخونه لري. ډاکټر فيض محمد ځلاند ليکلى او په دې وروستيو کې د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ د سالنګ کتاب خپروونکي له خوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ښه صحافت سره چاپ شوئ دئ .


د کتاب نړيواله شمېره : isbn = 978-9936-406-04-9 


په کتاب کې د ارواپوهنې له نظره د شخصيت جوړونې د پروسې تر څنګ د اعصابو پر ساتنه، پالنه او روحي فشارونو هم زيات بحث شوى دى. پر کتاب ډاکټر خوشال روهي يادښت کښلى او د ښاغلي ځلاند دغه زيار يې ستايلى دى.

د ارواپوهنې په اړه په دې وروستيو کې ځينې ژباړې چاپ شوې په دې برخه کې ليکلي اثار ډېر لږ تر سترګو کېدل. 


د کتاب مينه وال دغه وروستى اثر په لاندې پتو ترلاسه کولاى شي. 
 

کابل: شاه محمد کتاب پلورنځی، صدارت څلور لاره مصطفی هوټل ته څېرمه

صميم کتاب پلورنځی پښتونستان هوټل يوسفي مارکېټ.

کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ارګ بازار.

ننګرهار: مومند کتاب پلورنځی پښونستان واټ جلال اباد.