کور / تازه خبرونه / همدرد: افغاني بانك-نوټونه زموږ وېجاړ اقتصاد ته وده ورکوي

همدرد: افغاني بانك-نوټونه زموږ وېجاړ اقتصاد ته وده ورکوي

نن شنبه د سلواغي نولسمه سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد ،  يو ځانګړي كميسيون موظف كړ تر څو په معاملو كي  د بهرنيو پيسو كارونكو او په ځانګړي توكه د  (كلدارو)  كارونكو ته د قانون له مخي سزا وركړل شي  .

دا  شپږ كسيز كميسيون چي د ولايت مقام ، امنيه قومنداني ، ملي امنيت ، ښاروالي ، څارنوالي او د افغانستان بانك سيمه ايزي څانګي  څخه جول شوي ، تر څو د ګرديز ښار هټۍ وال او معاملي وڅاري .

پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد وويل : دا كميسيون دنده لري چي متخلفين د قانون منګلو ته وسپاري ، 

همدرد د ګرديز سيمه ايز تلويزيون له لاري د ګرديز ښاريانو ته په يوه ځانګړي وينا كي وويل : افغاني بانكنوټونه زمونږ پيسي دي او ددي پيسو په كارولو خپل هويت د ساتلو تر څنګ تاسو كولاي شئ چي خپل ويجار اقتصاد ته وده وركړئ .

دا په داسي حال كي ده چي تر دي مهاله په جنوب ختيځو ولاياتو كي د افغانۍ پر ځاي پاكستانئ كلداري په وړو او سترو معاملو كي كارول كيږي.