کور / کیسه / بلبله

بلبله

هغه له رنګه ډيره توره وه. هغه د چا خبره بلكل د تور سكاره غوندې وه.خو خداى زده ولې ما ورسره ډيره مينه كوله.هر سهار به مې چې د هغې ديدن ونكړ او يا به مې د هغې آواز وا نه وريده كړۍ ورځ به داسې وم لكه كوم څه چې رانه ورك وي. كور او كلى ئې هم نه وؤ راته معلوم خداى خبر چې چرته به اوسيده .خو هر سهار او ټيټ ماذديګر به د ګودر تر څنګ د ګڼو ونو مينځ ته راتله.او په خپل خوږ اواز به ئې خوږه، خوږه سندره ويله .زه هم د دې په اواز دومره مئين شوى وم چې كله به هم هغې سندره شروع كړه نو ما به لكه مار چې د پاړوګر بيم ته ځان رسوي د ګودر لوري ته ځان رساوه. ما څو ځله دا هڅه هم كړي وه چې هغې ته نيزدې ورشم او په خپله سينه پورې يې جوخته ونيسم او ښكل ئې كړم.
خو هر ځلې به چې ما غوښتل هغې ته نيزدې ورشم نو هغه به رانه د ګودر تر څنګ د چينارونو،لاچيو،توتانواو د سنځلو په ګڼو ونو كې پټـيده او يا به ئې په نامعلوم لوري پښې سپكې كړې. همداسې وخت تيرده هغې به هر سهار او ماذديګر د ګڼو ونو مينځ كې سندره ويله او زه به د ګودر په يوه پيڅكه كې غلى ورته ناست وم.او د هغې د سندرې په اوريدو به مې زړه ته داسې ټكور وركاوه لكه يوه مړغيچن ګل ته چې اوبه وركړې.
يو ماذيګر چې اسمان تورو وريځو پوښلى وؤ نرى، نرى شمال هم لګيده زه د ګودر لوري ته راغلم. يو څو شيبې لا نه وې تيرې چې هغه هم راغله او په سندرو ويلو يې پيل وكړ .نن يې تر تياره ماښامه سندره وؤيله.هغې لا سندره ويله چې اسمان خپله وضع بدله كړه.وريځو كڼهار شروع كړ نرى شمال اوس په سيلۍ بدل شوى وؤ يو نيم څاڅكى هم رالويده. ما د ګودر غاړه پريښوده او د كور په لور راهي شوم .خو له هغې خبر نه شوم چې لاړه كه هم هلته پاتې شوه .
كور ته لا نه وم رسيدلى چې څاڅكي په شړكنده باران بدل شول او په باران كې ږلۍ هم وه .ما قدمونه ګړندي كړل ان په منډه مې ځان كور ته ورساوه .باران او ږلى هم داسې پسې زور اخيسته .هر چا دا دعا كوله چې خدايه خير،خدايه خير،ما هم دا دعاكوله خو د دې تر څنګ به مې هغه هم سترګو ته ودرريده او په زړه كې به مې ويل هغه به چيرې وي،څنګه به وي،له ږلى نه به يې ځان پټ كړى وي او كنه په همدې فكرونو كې دوه ساعته تير شول اوس نو ږلۍ ودريړلي وه.خو باران تر نيمه يې شپې پورې وواريده .
شپه تيره شوه سهار شو ما په بيړه د ګودر لور ته ځان ورساوه تر څو د هغې احوال معلوم كړم .ږلۍ د ونو نه پاڼي داسې توئ كړي وې لكه چا چې قصداً تورړلي وي .لمونځ مې هلته د ګودر په غاړه ادا كړ.او د هغې د سندرې په انتظار كښيناستم خو نوره مې لكه چې هغې د سندرې په اوريدو كې قسمت نه وؤ شوى.تياره ورو، ورو په وركيدو وه لمر خپله زرينه لمن په وطن پاشلي وه. زه د هغو ګڼو ونو مينځ ته لاړم د كوم ځايه به چې هغې سندره ويله .د سختې ږلۍ له امله نه يواځي دا چې د ونو پاڼي تويې وې بلكه تر څنګ يې وړې ،وړې مرغۍ هم مړې پراتې وېز زه د ونو منځ ته ورسيدم او هلته مې وليدل چې د چينار د ونې لاندې توره بلبله هم ساړه خوله پراته وه،

____ پاى ____