کور / نثر / زه نېكمرغه يم

زه نېكمرغه يم

زه دومره نېكمرغه يم چې په شپو شپو د ستورو په للو للو ويدېږم .

كه كومه شپه ستوري د ورېځو څادرهم واغوندي او ويده شي ، نو بيا هم زه ځان نيكمرغه احساسوم ،ان كه ستورې راته للو للو هم ونه وايي.

ته څه فكر كوې ، چې ژمى څه شۍ دى ؟ پسرلى څه شى دى ؟ ژمي ومنله چې پسرلى راغى ، خو ته د ژمي تېرېدل او د پسرلي راتګ نه منې؟

تېردې د يادونو په سيند كې لاهو كړه.

لاسونه پرانيزه او په ورغوو كې دې وګوره چې د نېكمرغۍ څومره نښې په كې وينې.

له ژونده لاس مه اخله .  

ته يي كه وغواړې او ګه يې نه غواړې د ژوند پېټي ته بايد اوږه وركړې . 

خوښه دې ده چې نن دې څنګه وي؟

سمه ده;  هررنګه يې چې غواړې همغسې يي پيل كړه .

خو يوازې دومره چې هره ګړۍ يې  په مينه وپسوله.

 

كړكى پرانيزه او وګوره چې  بهر هوا څومره ښكلې ده؟

هلته وګوره، هلته… اسمان درته ښايم.

د بوډۍ ټال كې اته رنګه وينې؟

حيرانيږه مه، كه ته وغواړې دا هم اته رنګه كېداى شي، خو په تا پورې اړه لري.

ته يې غوښتلى شي، بې زړه كېږه مه، له همدا اوسه يي پيل وكړه ،هېڅكله هم ناوخته نه دى.

د لمر وړانګې يوځل دروبوله،

ډاډه اوسه كه يوځل يي ته دروبولې ، نو بل ځل به هغه تا وروبولي

له بارانه مه تېښته ، پرېږده چې د باران اوبه دې ستوماني يوسي .

زه خو باران ته لمدېږم او لمر مې وچوي، ستا په اړه نه پوهېږم.

ته هم راشه او لكه زما باران ته ودرېږه ، هرڅه چې په دې تنګ زړه كې لرې ، په چېغو چېغو يې راوباسه. چې زړه دې تش شي .

 ماريا صديقي

د ژوند شيبې

ايا كله داسې هم شوي، چې زړه دې د يو چا لپاره درزېږي. دومره چې غواړې له خيالونو يې راوباسي او په غېږ كې يې ونيسې،

 كله چې د خوښۍ ور وتړل شي، نو بله لاره پرانيستل شي. خو كله كله موږ تړليو دروازو ته دومره تمېږو، چې پرانيستې لارې مو نه ترسترګو كېږي.

په ظواهرو پسې مه ځه، كېداى شي تېردې باسي.

دنيا مه غوره  كوه ځكه په اسانۍ دې پرېښوداى شي.

د هغه چا هيله وكړه چې په څېره دې مسكا را وړي.

ځكه يوه مسكا دې تياره شپه رڼولاى شي.

هغه څوك ولټوه چې زړه دې خندوي.

هغه خوب ووينه چې غواړې يې ،

هلته ولاړ شه چې زړه دې غواړي ،

هغسې واووسه چې زړه دې غواړي ،

ځكه يوځل ژوند كوې .

د هغو ټولو كارونو لپاره چې غواړي يې يوازې يو فرصت لرې. نو هڅه وكړه دومره خوښي ترلاسه كړې چې ژوندې دې پرې خوږ شي .

دومره تجربه ترلاسه كړه پياوړې دې كړي .

دومره اندېښنه كړه چې له انساني بريده دې ونه باسي.

ډېرى خوښ كسان له ښو څيزونو بې برخې دي .

دوى يوازې هغه څه لري چې په مخه يې ورځي.

روښاته راتلونكى ( ګاندې )  تل د تېرو يادونو په هېرولو جوړېږي.

ترهغې چې  تېرې تېروتنې او ربړې له ياده  ونه باسې ، نو پرمختګ نه شې كولى .

كله چې دې نړۍ ته راغلې نو ژړل دې،

او هغو ې چې تر تا وړاندې راغلي وو، خندل يي.

نو داسې ژوند وكړه چې په تلو دې هم هغوى وژاړي.

كلونه مه شمېره _ _ يادونه يې وشمېره …

عمر هغه سا نه ده چې موږ يې اخلو،

بلكې هغه ده چې وبآسو يې.