کور / تازه خبرونه / د ايتلافي ځواکونو غلا سوي توکي ترلاسه سول

د ايتلافي ځواکونو غلا سوي توکي ترلاسه سول

په کندهار کې د امنيتي پوليسو له خوا د ايتلافي ځواكونو د اكمالاتي كاروانونو غلا شوي توكي كشف او تر لاسه شول.


د كندهار ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغا ثاقب په مشري تېره ورځ ناوخته د لنډې كلابندۍ په پايله كې د لويې ويالي له سيمي څخه د ايتلافي ځواكونو هغه لوژستيكي او خوراكي توکي چې په يوه او بل ډول د ايتلافي ځواكونو له كاروانونو څخه غلا شوي وو، كشف او ونيول شو.


ويل کېږي چې نوموړي پلټونكي عمليات په درېيو كورونو كې ترسره شوي.


د كندهار د پوليسو مشر په وينا له نوموړو كورونو څخه د يادو شوو موادو تر څنګ يوه عراده موټر هم پوليسو ته په لاس ورغلی دی .