کور / تازه خبرونه / کندهار:په لسګونو جريبه مځکه له کوکنارو پاکه سوه

کندهار:په لسګونو جريبه مځکه له کوکنارو پاکه سوه

د كندهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په دامان ولسوالۍ كې پينځه ويشت جريبه د كوكنارو كښت  له منځه يووړ.


پوليس او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د رياست مسولين پر دې ټينګار كوي چې د كندهار ولايت په ټولو سيمو كې به په ورته توګه د ټولو نشه يي توكو كښتونه له منځه وړي او عاملينو ته به يي د قانون سره سم سزاوركول كېږي.


د ياونې وړ ده چې د تېرې اونۍ راپدېخوا په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې چارواکو له لورې يو پراخ کمپاين پر لاره اچول شوی، چې په ترڅ کی يې په لس ګونو جريبه کرونده له نشه يي توکو څخه پاکه شوې