پاکستاني پوليس کويټي ته تلونکي مساپر ځوروي

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2007


 د چمن او سپين بولدک تر منځ ( ډيورنډ کرښه )  پاکستاني امنيتي ساتونکو کې د پاکستان نږدې ١٠٠ تنه افغانان ونيول .  


پاکستاني چارواکې ادعا کوي، چې نيول شوي افغانان په ناقانونه توګه تر ډيورنډ لاين دې خواته را اوښتي  وو او ډېرى يې د هزاره، ازبک او تاجک قوم پورې اړوند دي .


د دسهيلي پښتونخوا د چمن د پوليسو مشر کرم خان وويل  چې دغه کسان چې شمېره يې ٩٤  تنو ته رسېږي په ناقانونه توګه د ډيورنډ لاين دې خواته را اوښتي وو .


هغه زياته کړه: (دغه افغانان د پاکستان د پوليسو لخوا تر نيول کېدو وروسته، زندان ته لېږل شوي او هلته تر پلټنو لاندې دي)


د کرم خان په وينا، له نيول شوو کسانو څخه به ناغه اخيستل کيږي او د يوې مودې له بند وروسته به افغان دولت ته سپارل کيږي .


د نيول شوو افغانانو له ډلې څخه يو تن وويل  چې دوى وروسته له هغه ونيول شول کله چې يې  پوليسو ته بډې ورنه کړې.


هغه زياته کړه: (کله چې له ‌ډيورنډ لاين څخه را  اوښتل، نو پوليسو راڅخه د نفر پر سر پينځه سوه کلدارې غوښتې، چې کله مو ورنه کړې، نو ويې نيولو او زندان ته يې راولېږلو))


د دغه کس په وينا، که څوک پاکستاني پوليسو ته پيسې ورنه کړي، نو بندي کوي يې او وايي چې دوى له قانون څخه سرغړونه کړې ده .


دغه راز د عصمت الله په نامه يوه بل نيول شوي افغان، وويل چې پوليسو ټول نيول شوي کسان د زندان په يوه تنګ او ساړه ميدان کې اچولي دي.


بلخوا په کوټه کې د افغانستان جنرال قونسل اسدالله پښتون د پاکستاني پوليسو لخوا د دغو افغانانو نيول په کلکه وغندل . 


هغه زياته کړه: (موږ همدا نن د چمن له پوليسو څخه غوښتنه کوو، چې دغه افغانان ژر تر ژره افغان دولت ته وسپاري).


پاکستاني  پوليس وخت ناوخته افغان کډوال په بېلابېلو پلمو نيسي او دغه نيونې خو  هغه وخت زور اخلي چې هلته کومه ناوړه امنيتي پېښه وشي.


ياد شوي افغانان هم هغه وخت نيول شوي کله چې په کوټه کې پرله پسې دوه ځانمرګي بريدونه وشول او له ٢٠ ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله

Copyright Larawbar 2007-2024