کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکاپه پاکستان کي د القاعده په فعاليت خواشينې ده

امريکاپه پاکستان کي د القاعده په فعاليت خواشينې ده

امريكا ويلي چې په پاكستان كې د القاعده د غړو هلې ځلې د خواشينۍ وړ دي.


دا خبره د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس تېره ورځ په واشنګټن كې د يوې فوځي كميټې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د القاعده پټ ځايونه په افغانستان كې نه بلكې په پاكستان كې موجود دي چې موږ يې سخته غندنه كوو.


بايد دپاكستان حكومت د دوى د مخنيوي لپاره نور جدي ګامونه پورته کړي او امريكا غواړي د ترهګرۍ پر خلاف له پاكستان سره ګډه مبارزه روانه وساتي.


امريكايي وزير زياته كړه چې امريكا په پاكستان كې په ازاده توګه عمليات هم كولاى شي خو له پاكستان سره مشوره د امريكا پر ګټه ده .