ريچارډ هولبروك كابل ته رسېږي

34 | فبروري 12th, 2009



د امريكا د ولسمشر باراك اوباما ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك له اسلام آباد څخه كابل ته خوځېدلئ.
نوموړى په داسي حال كي كابل ته رسېږي، چي تېره ورځ د درو بېلابېلو چاودنو شاهد وو.
په كابل كي د پوليسو چارواكي وايي دوى د ښاغلي هولبروك راتګ ته ټينګ امنيتي انتظامات نيولي دي.
ريچارډ هولبروك افغانستان او پاكستان ته د ولسمشر باراك اوباما له خوا ځانګړى استازى مقرر سوى، چي پرون يې له اسلام آباد او نن يې له كابل څخه لومړۍ ليدنه كېږي.
نوموړي له وړاندي لا د افغانستان د لانجې په باب ويلي چي د افغانستان او پاكستان موجوده شرايطو ته په پام سره يې دا د سياسي او ډيپلوماتيك ژوند تر ټولو غټه ستونزه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024