دممبۍ د بريدونود دسيسې څه برخه په پاكستان كې تياره سوې وه

خان زمان کاکړ | فبروري 12th, 2009



د دغې پېښي ترسره كوونكي ذكي الرحمان لكهوي روزلي و او پېسې ورته په اټاليا كې وركړل سوې وې

د پاكستان دكورنيو چارو د وزارت مرستيال رحمان ملك ويلي دي چې د هند دممبۍ په ښار كې د تر سره سويو  بريدونود دسيسې څه برخه په پاكستان كې تياره سوې وه

 هغه دا خبري په اسلام اباد كې و يوې غوندي ته د وينا پر مهال كړي دي .هغه ويلي چې پاكستان په خپله د ترهګرۍ سره مخامخ دى او غواړي چې دترهګرۍ په پېښو كې ښكېل همه كسان ولټوي او د قانون منګولو ته يې وسپاري

هغه زياته كړې چې د هند دممبۍ په ښار كې چې كوم څه تر سره سو د هغو د دسيسې څه برخه په پاكستان كې سرته رسول سوې وه .د هغه په وينا د دغې پېښي ترسره كوونكي  ذكي الرحمان لكهوي روزلي و او هغوي ته وركړل سوې پېسې له اسلام اباد څخه د يوې كمپنۍ په واسطه اټاليا ته لېږل سوې او هلته دوي تر لاسه كړې وې

هغه ويلي چې د اجمل قصاب په شمول مو د نهو كسانو پر ضد پرچه ثبت كړې او پلټنه دوام لري .هغه په دې اړه د حماد په نامه د يو كس سره د دو نورو د نيولو خبره هم كړې ده

Copyright Larawbar 2007-2024