له پاكستان څخه وتونكي ترهګر نړيوالو ته ګواښ دى
خان زمان کاکړ
ټولي نړۍ د پاكستان له خوا كېدونكې ترهګري احساس كړېده
د هند ولسمشري مېرمن پرتيبهاپاټل د دغه هيواد ولسي او د مشرانو د جرګې غړيو ته په وروستۍ وينا كې ويلي دي چې په پاكستان كې روزل سوي او له هغه ځاي څخه وتونكي ترهګر د ټولي نړۍ خلكو ته يو ستر ګواښ دى
نوموړې زياته كړې چې پاكستان ته په كار ده چې په هيواد كې دننه د ترهګرو پر ضد عمليات وكړي .د هغې په وينا دا ځكه چې اوس ټولي نړۍ د پاكستان له خوا كېدونكې ترهګري احساس كړېده
مېرمن پاټل زياته كړې چې په ممبۍ كې د سويو بريدونو مخه د هند په اقتصادي توكه د كمزوري كولو هڅه وه .د هغې په وينا تېر كال د هند دپاره يو ستونزمن كال و ځكه چې د ترهګرۍ له يو شمېر دردونكيو پېښو سره مخامخ سوى و