کور / تازه خبرونه / احمدي نژاد: له امريكا سره خبرو ته تيار يو

احمدي نژاد: له امريكا سره خبرو ته تيار يو


د اېران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد وايي حكومت يې له امريكا سره بې قيد او شرط خبرو ته تيار دئ.
نوموړي د اېران د اسلامي انقلاب د دېرشمي كليزي په مناسبت اېراني ولس ته په وينا كي وويل، كه د امريكا د نوي ولسمشر باراك اوباما هغه وړانديز ته يې غېږه پرانيستې چي وايي له اېران سره خبرو ته تيار دئ.
ښاغلي نژاد وويل تمه لري چي د امريكا له خوا د خبرو وړانديز غولوونكى نه وي او كه امريكايان له اېران سره په رښتيا خبرو ته كښېني، حكومت يې تيار دئ چي له امريكا سره د ټروريزم ضد جنګ كي څنګ پر څنګ وجنګېږي.
د منځني ختيځ د چارو څېړونكي وايي د ښاغلي نژاد دغه خبره د امريكا او ناټو هغه وړانديز ته زرغون څراغ دئ، چي وايي افغانستان ته دي د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتي لاري پر سر له اېران سره خبري وسي.
امريكا او ناټو ځواكونه د پاكستان په قبايلي سيمو كي د طالب جنګياليو د پرله پسې حملو په خاطر له كوټي او پېښور څخه افغانستان د پوځي اكمالاتو په برخه كي له ستونزي سره مخ دي، چي له دې وروسته به يې د روسيې او وروسته ښايي د اېران له لاري افغانستان ته راوړي.