کور / تازه خبرونه / د امريكا ځانګړى استازى افغانستان ته راورسېد

د امريكا ځانګړى استازى افغانستان ته راورسېد


د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك كابل ته رسېدلى دئ.
نوموړى نن په داسي حال كي كابل ته ورسېد، چي پرون دغه ښار د درو بېلابېلو چاودنو شاهد وو.
په كابل كي د امريكا د سفارت وياند مارك سټرو كابل ته د ريچارډ هولبروك رسېدلي تائېدوي او وايي ماپښين يې د بېلابېلو افغان چارواكو سره ليده كاته وكړل.
ښاغلى بروك د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى ټاكل سوى، چي دا يې دې هيواد ته لومړى سفر دئ. نوموړي پرون د پاكستان له پلازمېني اسلام آباد او پښتونخوا ايالت له مركز پېښور څخه هم ليدنه وكړه.