کور / تازه خبرونه / د امريكا او روسيې سپوږمكۍ سره وجنګېدې

د امريكا او روسيې سپوږمكۍ سره وجنګېدې


د امريكا او روسيې مصنوعي سپوږمكۍ د مځكي په مدار كي سره جنګېدلي دي.
د امريكا فضايي اداره ناسا وايي تر دې وړاندي دغسي ټكرونه په خلا كي څو ځله رامنځته سوي، خو دا لومړى ځل دئ چي دغسي يوه پېښه د مځكي په مدار كي رامنځته كېږي.
د دغو دواړو سپوږمكيو څخه د مخابروي چارو دپاره كار اخيستل كېدئ، چي د ناسا ادارې په وينا ښايي په مخابروي اسانتياوو كي ځيني لنډمهاله ستونزي رامنځته سي.
روسيې په ۱۹۵۷ او امريكا تر هغه يو كال وروسته فضا ته خپله لومړنۍ سپوږمكۍ لېږلې وه.