کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د “پوليټکل ساينس” د کتاب کره کتنه

د “پوليټکل ساينس” د کتاب کره کتنه

څو ورځي پخوا، ‌د سهار پر ټيک اتو بجو باندي ظهير صاحب د چايو دگيلاس او يو کتاب سره دفتر ته راغلى. د کتاب عنوان “پوليټکل ساينس ته يوه کتنه” دى، او په متحده ايالاتوکي د سياسي علومو څلورو ليکوالانو د امريکايي محصلينو لپاره يو تدريسي کتاب برابر کړى دى.  “پوليټکل ساينس ته يوه کتنه” په ١٩٤ مخونو کي، په ډېر ښه صحافت، ښاېسته فانټ، او تر ټولو مهمه په خورا سليسي او پخې پښتو باندي  د “علامه رشاد خپروندويه ټولنه-کندهار” په همت د ٢٠٠٨ په ډسمبرکي چاپ سوى دى. 


د کتاب اصلي ټکى دا دى چي سياست مهم دى. خلک بايد د سياست په مکانيزم باندي ځانونه پوه کړي، ځکه د يو با شعوره ، وېښ ، او سياسي ولس څخه سياسي ټگان ليري ښوري او يا يې چندان گوزاره نه کېږي. د کتاب هدف د سياسي علومو سره د محصلينو او خلکو اشنا کول دي.  خلکو ته دا ښودل دي چي ملي او بين المللي سياسي جرياناتو او حوادثو ته توجه کول يو نېک او ضروري کار دى.  هر انسان د يوه سياسي نظام او سيسټم لاندي ژوند کوي.  په هر ځاى کي حاکم او رعيت سته. په هر ملک کي سياسي حاکميت او قدرت د يوې خاصي ډلي يا ډلو په لاس کي دى.  ټولي انساني ټولني به د ابد لپاره د سياسي قدرت له سوال سره مخامخي وي. هغه ولسونه چي د خپل ژوندانه سياسي عمليه په منطقي او ازاده توگه منظموي، هغه ولسونه ارام او باثباته سياسي ژوند لري، او برعکس. 


د پوليټکل ساينس مولفين ليکي:  ټروريزم اوجنگ يو ځل بيا امريکايان سياست ته متوجه کړه.  امريکايان په عمومي توگه سياستوال نه خوښوي.  واشنگټن لټ، بېکاره، او فاسد گڼي.  خو د متحده ايالاتو د کانګرس قريب ٩٣ فيصده غړي بار بار انتخابېږي. امريکايان خپل محلي استازى او سناتوران ښه او پاک بولي، خو کانگرس په مجموع کي شډل، سکتوري، او فاسد گڼي.  امريکايان په کانگرس کي د احزابو تر مينځ له شخړو څخه ستړي او بېزاره دي.  خو نن سبا له يوې خوا دوو مهمو جنگونو او بلخوا خرابو اقتصادي شرايطو امريکايي ځوانان او خلک بېرته سياسي چارو ته راکش کړي دي.  اوس، د زياترو مشکلاتو کلي په واشنگټن او حکومت کي لټول کېږي.  امريکايی محافظه کارانو پوره درې لسيزي د “کم حکومت” او “حکومت احمق” دى، تبليغ کاوه، خو دم گړى  د اکثرو امريکايانو د اميد سترګي واشنګټن ته دی.   ستر بانکونه او کمپنۍ له حکومت څخه پرله پسې بېل اوټ، بسپني، او چاندې اخلي.  


کتاب پر ديرلسو فصلونو باندي وېشل سوى دى، او په هر فصل کي د سياست د علم اساسي مفاهيم او اصول بيان سوي دي.  سياست، دولت، حکومت، ولس، مشروعيت، طبقات، هويت، او په سلهاوو نور سياسي مفاهيم او اصطلاحات تشريح او بيان سوي دي. کتاب په داسي وخت کي ليکل سوى دى چي د جهان د څو قطبي کېدو نښي او نښانې له څو کلونو راهيسي ورځ په ورځ راڅرگندېږي.  چين، هند، اروپا، روسيه، جاپان، او جنوب شرقي اسيا د  اقتصادي رقابت، تيکنالوژيکي کشفياتو، او په علمي مرکزونو باندي بدل سوي دي.  هلته په توليد، تجارت، او توزيع کي نوي نوي ابتکارونه کېږي.  د جهان پانگه هلته ور روانه ده.  دا ټول هغه چلنچونه دي چي امريکا ورسره مخامخه ده.  امريکا نور په يوازي سر د ټولي دنيا بېسارى  سياسي او  اقتصادي طاقت ندى.  شاوخوا نور لوى او واړه رقيبان را پيدا سوي دي.


زما سپارښت د افغانستان او پاکستان ټولو پښتني پوهنتونونو ته دا دی چي  “پوليټکل ساينس” د سياسي علومو په ټولو لمړيو صنفونو کي د لوست حتمي کتاب کړي ځکه کتاب محصلين د سياست د اکثرو ضروري مفاهيمو سره تر يو حده پوري اشنا کوي. پوليټکل ساينس ما ته د خپلي محصلۍ د دورۍ د لمړي کلونو  کتابونه را په ياد کړل. مگر پدې اختلاف چي زما د محصلۍ په دوره کي امريکا نوې د يو قطبي جهان په سر کي يوازې او مغروره ولاړه وه. د کلنټن د دورې بېساري اقتصادي او تيکنالوژيکي پرمختگ امريکا د ځينو امريکايي ليکوالانو په قول د” امپراتورۍ په غرور” مبتلا کړې وه.  


د کتاب يو بل ځانګړ ی خصوصيت ژبه او ترجمه ده.  محمد صديق ظهير  د نا اشنا، جعلي، او زمختو کلماتو تر کارولو د انگريزي ژبي منل سوي او بين المللي سياسي اصطلاحات استعمال کړي دي.  ځکه په پښتو ژبه کي د عصري سياسي اصطلاحاتو کمى له روايه څرگند دى.  پښتانه بايد د نورو ژبو له لغاتو څخه ډار ونه لري، بلکي پر ځان اعتماد او ويسا پيدا کړي. يوه ژوندۍ ژبه وده کوي، نوي لغات خلقوي، پردي کلمې خپلوي،او  زوږ او حرکت لري. په مقابل کي، يوه مړه ژبه کراره او سنگينه پر خپل ځاى ولاړه وي او تل څټ ته گوري.    بلخوا، پخپله ژبه کي د خارجي لغاتو او کلماتو کارول يو هنري او ادبي کمال او ابتکار  دى.  نن ورځ، که چيری يو ولس او يا  ژبه غواړي چي ژوندي پاتي سي بايد د گلوبلايزېشن د جريان سره د فرهنگونو، هنرو، لغاتو، مفاهيمو، او بالاخره د ژوندانه په ټولو برخو کي نړيوالتوب ومني.  د نورو ټولنو او ژبو سره فرهنگي راکړه ورکړه د يوه فرهنگ، تاريخ، ولس، او ژبي پاېښت او پرمختګ تامينوي. په مقابل کي، شاتګ او ډار ذلت او خواري ده.  دکيشپ په شان پخپل ځان ننوتل، او يا ځان پخپله کلا بند کول، د ژونديو او فعالو خلکو کار ندى.  ټول جهان،  پرگنې، او اقتصادي چاري د گلوبلاېزېشن په تک سپين او نامريي تار باندي تړلي دي. که تاسوغواړﺉ او که نه غواړﺉ ټول د نړيوالتوب په طلسم کي راگېر ياست. لنډه دا چي  هېڅوک له دې خرڅ او تړاو څخه خلاصون نلري. 


د سياسي علومو لغات، اصطلاحات، مفاهيم، او عبارات په پښتو ترجمه کول اسانه او ساده خبره نده.  د سياسي علومو په ارتباط په پښتو ژبه کي خورا کم اثار ژباړل او يا ليکل سوي دي. د سيمي په مهمو ژبو کي ښايي يوازي پښتو وی چي د نورو  ژبو په پرتله ډېره کمه ترجمه پکې سوې ده.  د ژبي همدې کمي  پښتانه دېته اړ ايستلي دي چي يا په نورو ژبو څه ولولي او يا بېخي مطالعه و نه کي. لنډه دا چي د ليکوال او مترجم تر ټولو مهمه دنده دا ده چي خپل خلک يې ولولى او په خبرو  او مطلب يې پوه سي.  هغه ليکوالان چي لوستونکي نلري ، هغوی يا پاگل وي، يا د ځان سره پرتي وايي، او يا له ډېره يوازيتوبه غمجن او غمدرون وي. 


محمد صديق ظهير يو منور، دقيق، او ژور سړى دى.  له همدې ترجمې څخه يې له ورايه ښکاري چي په ژباړه او ليکوالۍ کي پوره او پخه سابقه لري.  د کندهار د ١٩٦٠ او ١٩٧٠ ښاري او صنفي گرداوونو او سياسي حلقو فعال او وتلى غړى وو.  په ټکنډه ځوانۍ کي د سياسي جرياناتو، تمايلاتو، او د خپل وخت د ايديولوژگانو سره اشنا او پېژندل سوى ځوان وو.  هغه په طلوع افغان کي د کار او خدمت زړه سابقه او دوسيه لري.   د کندهار سياسي  گرداوونو عنعنو او ناستو لاړو د ظهير صاحب په شان يو نسل کندهاري ځوانان ورزل چي نن ورځ د کندهار د روشني فکري جرياناتو څرک پکي لگول کېږي.  په همدې پښت کي، د  ښاغلو معصوم هوتک، عبدالباري جهاني، نسيم سليمي،عبدلرزاق پالوال، ظاهر افق، ډاکټر فاروق اعظم، تاج ايوبي، نصير پښتون او داسي نورو په سلهاوو ورک او تيک او پرک منورين او ليکوالان شامل دي.  


معصوم هوتک پر  پوليټکل ساينس  باندي پخپله سرېزه کي ليکي: ظهير صاحب لمړى ځوان وو چي د کندهار په طلاع افغان کي يې د لمړی ځل لپاره غازي امان الله خان د استقلال د اعلان مشر وباله. دا کار په هغه وخت کي يو ډول سياسي ماجراجويي وه، ځکه حکومت نه  غوښتل چی امان الله غازي د خپلواکۍ ګټونکی او اتل ياد سی.   زه به دلته په همدې اړه  د جهاني صاحب يو نقل قول وکړم.  هغه په يوه خصوصي بانډار کی را ته وويل: “موږ فکر کاوه چي په ظهير صاحب پسې به ضرور پوليس راځي او توقيف ته به بې بيايي.”  


مگر ظهير صاحب ورو ورو د خپل وخت او عصر د نورو ځوانانو په شان عالي تحصيلاتو ته  مخه کړه او کيسه يې تر جاپان پوري ورسېدله.  هلته يې د بند او نهرونو د جوړولو په اړه ډاکټري ترلاسه کړه او په ضمن کي يې د جاپان د تاريخ، فرهنگ، او اقتصادي انکشاف په اړه مطالعات کړيدي. دغه راز، په انگريزي ژبه کي هم د مطالعې، څېړونو، او ترجمو پوري لاسرسى لري.  د ښاغلي صالح محمد صالح په قول: تر بدي ليکني ښه ترجمه ډېره ډېره ښه ده.  او د ظهير صاحب په قول: افغانانو لپاره  د مستقلو او تخليقی ليکنو فرصت لا برابر ندی ، نو بنا افغانان مجبوره دي  چي يو پښت ژباړي وکي.  موږ مجبوره چي د نورو خلکو تجربې او علمي پانگي په پښتو کوو. موږ اول گام ندى اخيستى.  پښتانه مجبوره دي چي ددې تريخ واقعيت و منلو ته غاړه کښېږدي. زه د ظهير صاحب او صالح صاحب سره سل په سل کي  موافق يم.     


په خارج کي، د ټولو پښتنو ليکوالانو،منورينو، او متعهدفعالينو څخه هيله ده چي د خپل فکر او خيال په خوښه په مختلفو مختلفو ساحو کي پښتو ژبي ته د جهان د ټولو ژونديو او غني ژبو څخه کتابونه په روانه او سليسه ژبه ترجمه کي.  راځئ چي د پښتو په رنسانس کي ترجمې ته تر بل هر څه لمړيتوب او اهميت ورکوو. راځئ چي لدې لاري پښتو بډايه او سياله کړو.  راځئ چي په گډه د يوه رنسانس په راوستلو کي برخه واخلو.  راځئ چي پدې نېک او ملي کار کي فعاله ونډه واخلو.  که چيري پښتانه غواړي چي خپلي ژبي ته په رشتيا خدمت وکي، لمړى بايد د نورو خلکو کړي علمونه په پښتو کړي.  والسلام.