کور / کتاب / (پوليټکل ساينس ته يوه کتنه) کتاب چاپ سو

(پوليټکل ساينس ته يوه کتنه) کتاب چاپ سو

پوليټکل ساينس ته يوه کتنه د مايکل راسکين، رابرت کورډ، جېمز ميډيورس او والټر جونز ګډ اثر دئ، چي له انګرېزۍ څخه د پښتو ژبي مبتکر او تکړه ليکوال او مترجم ښاغلي ډاکټر محمدصديق ظهير په پښتو ژبه ژباړلى دئ او په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په ١٩٤ مخونو کي په ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوئ دئ .


دغه کتاب په ديارلسو فصلونو کي د سياست د علم او تيورۍ په باب ډېر معلوماتي او تيوريک مبحثونه لري، دغه راز د حقوقي سسټمونو او د حکومتونو د تشکيل او وېش په باب هم علمي ابحاث لري، چي لوستنه يې د معلوماتو پر خزانه اضافه راولي .

د پښتو علمي ترجمو په لړ کي دا کتاب له هغو آثارو څخه ګڼل کېږي، چي په علمي او اکاډيميک لحاظ پوره وزن لري، چي له بده مرغه پښتو ژبي ته د دغسي علمي آثارو ترجمه ډېره لږ سوې او کېږي .

پر دغه کتاب ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک او خپله مترجم (ډاکتر ظهير) هم سريزي کښلي دي .
ښاغلى ډاکتر صديق ظهير د امريکا په متحده اضلاعو کي د پردېسۍ ژوند کوي، چي د استاد هوتک په قول يې، په افغانستان کي د ديموکراسۍ تر لسيزي وړاندي او وروسته په پښتو ژبه قلم چلاوه او ډېري علمي، ادبي او سياسي ليکني يې په طلوع افغان او کندهار مجله کښي د څلوېښتمي لسيزي په ګڼو کښي خپرې سوي دي .

دغه کتاب په کندهار، کابل او کوټه کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېدلائ سي : 


کندهار :

علامه رشاد خپرندويه ټولنه
تليفون : ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱
m_rohyal2006@hotmail.com 


ارګ بازار

ټول کتاب پلورونکي

کوټه :

صحاف نشراتي مؤسسه – کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۸۱۲٦٦۴۲۳٦

مکتبه قاسميه – کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۳۲۱۸۱۱۳۰۳۸


کابل :

علامه حبيبي کتاب پلورنځی
جمهوريت روغتون ته مخامخ، د مصطفی هوټل څنګ ته
تليفون : ۰۷۹۹۷۰۵۱۵۱ – ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷


شرکت کتاب شاه محمد
صدارت څلور لاري
تليفون : ۰۷۰۰۲۹۴۲۷۷ – ۰۷۸٦۰۰۱۵٦۹


بهزاد کتاب فروشي
د کوچه ګلها څنګ ته، نوی ښار
تليفون : ۰۷۹۹۳۲۹۰۹۳ – ۰۷۷۷۳۲۹۰۹۳