تلويزيون بي بي سي فارسي کابل

د لراوبر اداره | فبروري 20th, 2009


په کابل کې د بي بي سي له خوا د يو فارسي تلويزيون اړتيا څه ده؟
بي بي سي ولې اورېدونکي له لاسه ورکړې دي؟
له کوم وخت نه يې خپل اورېدونکي بايللي دي ؟
د بي بي سي ناسمه نشراتي پاليسي د چا له خوانه جوړېږي؟
د بي بي سي تعليمي پروژې په کوم لوري روانې دي؟

دغه پورته پوښتنې بايد د بي بي سي له مسئولينو نه وشي، چې د بي بي سي د بايللي حيثيت پر سر ولاړې پوښتنې دي .

رښتيا هم په کابل کې د بي بي سي لخوا د يو فارسي تلويزيون اړتيا څه ده؟ آيا په کابل کې پاړسي تلويزيو نونه کم دي؟ آيا فارسي ژبي د پښتنو په پرتله زيات دي؟  آيا ددې د اثبات لپاره او ددې خبرې د کره کولو لپاره دا کار کېږي چې افغانستان يو فارسي ژبى هېواد ګرځېدلى دى؟ ځکه چې (د کرزي د ادارې خو يو خواشينونکى پيغام هم همدا دى) او بي بي سي هم په افغانستان کې د افغان دولت سره په ګډه د کار ژمنه کړې ده، چې دغه اداره به  د اطلاعات و کلتور سره په ګډه د افغان ناکام دولت سره همکاري کوي .

زما په فکر دا يوه ښکاره خبره ده چې بي بي سي يوه تجارتي پاليسي نه لري، چې په سوداګريزو خبرتياوو دغه فارسي تلويزيون وچلوي، او نه هم داسې مطالب وړاندې کولى شي، چې د هغې لپاره له مرستندويه موسسو نه سپانسرې پيدا کړي، البته سپانسرې ددې په بدل کې چې دغه خپرونې رښتيا هم خلک اوري او ګټه ترې اخلي؛ خو سپانسر بس يواځې د بي بي سي د نوم لپاره چې دوى دغه مطالب خپروي !!!!!!!!!!! سپانسر د نوم له اورېدو وروسته پدې فکر کې نه وي چې آيا رښتيا هم دغه خپرونې اورېدونکي لري او که نه، لکه لنډ مثال يې مونږ د بي بي سي د تعليمي پروژو ورکولاى شو چې اورېدونکي يې له نيشت سره برابر دي خو سپانسر کېږي ښه پوره، يواځې او يواځې ددې لپاره سپانسر کېږي چې بي بي سي ده نو . يانې دا ښاغلي لګيا دي او يواځې د بي بي سي نوم څټي .

داسې هم نده چې د ښو خپرونو او ښو پروګرامونو په مټ دغه تلويزيون ډېر ليدونکي پيدا کړي، د نورو تلوزيونونو په څېر په کيفيت کې سيالي وکړي او له همدې لارې ځان وچلوي، خو ښکاره خبره ده چې دغه تلويزيون به يواځې د بي بي سي په نوم او نشان چلېږي، چې ددغې تلويزيون جوړوونکو همدغه خبره په پام کې نيولې ده او د نور څه غم ورسره نشته .

د افغانستان لپاره د بي بي سي د راډيو خپرونې په لومړي سر کې له پښتو ژبې پيل شوې وې، چې کاميابې وې او بي بي سي په افغانستان کې نوم پيدا کړ، خو تلويزيوني خپرونې بيا فارسي پيل کوي .

داسې برېښي چې په راډيويي خپرونو کې د فارسي د تلې دروندوالي راډيويي خپرونې په افغانستان کې زيانمنې کړې؛ نو دغه تلويزيون به هم چندان ليدونکي ونه لري . کنه خو هماغه پخوانۍ بي بي سي د فارسي په نامه، فارسي خپرونې کافي وې، دا چې بي بي سي د افغانستان لپاره بېلې فارسي خپرونې راوباسي، نو د تاجکستان لپاره هم بايد يوه شبکه جوړه کړي، خو هلته يې دا مزې کله شته، دا خو بس يو افغانستان لنګه غوا ده. 


اوس به راشو دې پوښتنې ته چې بي بي سي ولې اورېدونکي له لاسه ورکړي دي.؟

که يوڅوک ووايي د بي بي سي اورېدونکي ځکه کم شوي چې په افغانستان کې پخوا د مطبوعاتو کمښت و او اوس مطبوعات پرېمانه دي .  دا خبره به هم تر يوه حده سمه وي خو پوښتنه دا هم ده چې څنګه يوه نوې رسنۍ دومره مينه وال پيدا کولاى شي چې هيچ مخينه نه لري او بي بي سي چې ښه مخينه لري خپل مينه وال له لاسه ورکوي؟

په نوره دنيا کې چې بي بي سي کوم کډوال او مهاجر افغانان اورېدونکي لرل هغه يې هم له لاسه ورکړي دي، چې په دې سطحه يواځې د آزادۍ راډيو نوې راپيدا شوه، او اوس چې څومره آزادۍ راډيو او امريکا غږ آشنا راډيو اورېدونکي لري همدومره بي بي سي خپل اورېدونکي له لاسه ورکړي دي.

زما په فکر په افغانستان کې بي بي سي خپل حيثيت د پښتو ژبې له امله پيدا کړى و او د همدې ژبې د سپکاوي له امله يې خپل حيثيت وبايله او اورېدونکي يې له لاسه ورکړل .

د ( څلورلاري ) هم نه بلکه د ( چوک ) او ( چار راهي ) په سر ددې متپړسو لانجې؛ د بي بي سي په سايټ کې ( دانشګاه ) او ( دانشکده) ؛د بي بي سي هغه پروګرامونه چې د خلکو په زړونو کې يې ځاى درلود ختمېدل، لکه پيلوځى، جوړ تازه او …

او همدارنګه د هغو پروګرامونو جايزه نه اخستل کوم چې اورېدونکي نه لري . د بي بي سي د اورېدونکو د لاسه ورکولو لامل بللاى شو .

او دا چې له کوم وخت نه يې اورېدونکي بايللي دي؟

له هغه وخته چې بي بي سي د متعصبو ستميانو په منګولو کې ګېره شوې ده اورېدونکي يې هم له لاسه ورکړي دي، له هغه وخته چې بي بي سي خپل کامياب پړاوونه په وروستنيو ناکامو هغو بدل کړل، لنډه دا له کله نه چې بي بي سي کابل ته تللې ده او په نا اهلو لاسونو کې پرېوتې ده .

د بي بي سي ناسمه نشرياتي پاليسي د هغو کسانو لخوا جوړېږي چې په افغانستان کې د بي بي سي د مشرۍ وړتيا نه لري، خو مشران دي، چې د افغانانو لپاره د خپرونو په روح او روان نه پوهېږي خو مشران دي، او دا ځکه مشران دي چې په څو ټکي انګليسي پوهېږي.

ښکاره بېلګې يې، د بي بي سي له تعليمي پروژو نه ورکولاى شو، د بي بي سي د تعليمي پروژو رييس يو پاکستانى دى چې احسان کمال نومېږي، دا ښاغلى نه د هنر سره اشنا دى، نه د ډرامې او کيسې سره آشنا دى، نه د ادارې سره آشنا دى، نه د پښتو او دري سره آشنا دى، خو بس چې يوڅه له انګليسي سره اشنا دى نو له انګرېز سره هم اشنا دى او له بي بي سي سره هم .

حال دا چې په دغه پروژو کې بايد داسې يوڅوک ريس واى چې له دې هرڅه سره يې غاړه وړلاى شواى .

که د نورو هم درته ووايم خندا به درشي .

د تعليمي پروژو د نوي کور نوي ژوند ډرامه، چې پخوا يې ډېر اورېدونکي لرل اوس يې اورېدونکي د نيشت برابر دي، خو سپانسرې د پخوا په پرتله اوس زياتې لري. د ماشومانو پروګرامونه زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکى چې په لومړي سر کې يې څومره مينه وال لرل اوس يې مزه نشته.

او د بي بي سي تعليمي پروژې په کوم لورې روانې دي، Goal او مقصد يې څه دى او څه پکې روان دي  ؟

که د بي بي سي سپانسرې او د بي بي سي د تعليمي پروژو لږښت د همدغې تعلمي مقصد لپاره په يوه بله بڼه وشي ګټۀ به يې لا زياته وي، ځکه چې له دومره اوږد سفر روسته څوک هم يو ه ژوندۍ بېلګه ددې تعليمي پروژو د تعليمي هدف د برياليتوب نشي وړاندې کولاى .

پدې روستيو کې بي بي سي په خپلو اتو تنو پروډيوسرانو تور ولګاوه چې، درواغ مرکې يې راوړي دي، او په زور يې ترې استعفاوې واخيستې . چې ګزارش يې په سلام وطندار راډيو کې هم خپور شو .

ددې خبرې مطلب دادى چې بي بي سي دا دومره کلونه په درواغو چلېدلې ده خو حقيقت دا دى چې دغه تعليمي پروژې د ډرامې او ليکوالۍ سره تړلي دي، چې ليکوالان او پروډيوسران پکې د خپل قلم او فکر په مټ يو تعليمي ډرامه ليکي نو که ډرامه رښتيا کېدلاى شي، دا خو بيا مستند فلم شو؛ ښاغلى شېراز الدين وايي چې زمونږ پروډيو سرانو درواغ مرکې راوړي دي يانې چاسره چې يې مرکه کړې ده ورته ويلي يې دي چې داسې راته ووايه، زه د ښاغلي شېراز الدين نه پوښتنه کوم دا ښاغلى ددې پروژو ډايرکټر دى، چې ښاغليه د ماشومانو لپاره او د هغو خلکو لپاره چې سواد نه لري هغه خپله په پوهه کې تقريباً ماشوم وي، چې دغسې ونه کړې نو دا خو څه د پوهنتون استادان او پروفيسوران نه دي چې ته ترې پوښتنه وکړې هغه به کټ مټ داسې ځواب درته ووايي لکه څنګه چې په سکرپټ کې ليکل شوى دى، دا تعليمي پروژې دي او د بې تعليمه خلکو لپاره دي، که مونږ د يو بزګر سره مرکه کول وغواړو، يا د يو ماشوم سره مرکه کول وغواړو حتمي خبره ده چې موضوع به ورته پوره روښانوو  حتا ورته به وايو هم چې داسې ووايه.  او د تعليمي موخې لپاره دا کار په دغې تعليمي پروګرامونو کې جواز هم لري، ښاغلي شېراز الدين ويل مونږ بايد له ټول ملت نه د راډيو له لارې رسمي بښنه وغواړو چې زمونږ پروډيو سرانو جعلي مرکې د بي بي سي له راډيو نه خپرې کړې دي، خو کله چې يې له اتو پروډيو سرانو په زوره استعفاوې واخيستې نو بيا يې د بښنې درک څه چې ونه لګېده، د انټرنيوز لخوا يې د هغه راپور د خپرېدا مخه هم ونيوله چې ددغې پروډيوسرانو سره په مرکو جوړ شوى و او پخپله شيراز الدين او شفيق حکيمي يې پکې څنډلي ول . شيراز الدين د نۍ شبکې ته د ښاغلي ( توحيدي ) ته ټلفون وکړ او ددې ګزارش د نه خپراوي په اړه يې ورسره خبرې وکړې؛ زه نه پوهېږم چې توحيدي د کومو ژورنالستيکو اصولو پر بنسټ ورسره ومنله  . خو بس خداى دى دواړو ته سزا ورکړي .

دغو پروډيو سرانو ته بايد لا غټه سزا ورکړل شوې واى ځکه چې په تعليمي پروژه ې يې خولې تويې کړې وې.

اوس دې نو يا شيراز الدين له ملت نه بښنه و غواړي او يا دې له دغې پروډيو سرانو نه بښنه وغواړي او هسې د بوسو لاندې دې اوبه نه تېروي.

او د بي بي سي له مشرانو هم غوښتنه کوم چې ددغو پروډيو سرانو د ګوښه کولو په علت ځان خبر کړي .

د بي بي سي د ښو خپرونو په هيله


د بي بي سي په اړه مطالب  
 



Copyright Larawbar 2007-2024