ولي د زابلیانو ږغ نه اوریدل کیږي ؟؟؟
درنو لوستونکو هیله ده چې راته خواشینی نسی ځکه دا دریمه لیکنه ده چې زه ستاسی ماغزه په درخورم خو بیا هم لکه چې هیچا کتلې نه وی ځکه پر موږ خوارانو خو د ظلم او زور څپه نه دا چې کراره سوی نده بلکه لا تیزه سویده، د زابل والی دلبرجان ارمان دی خدای لری پر زابلیانو یې رڼا ورځ توره شپه کړیده خو په کابل کې ناست ښاغلی په نس ماړه حکومتی لوړ رتبه خلک ولاکه دا وایی چې زابلیان هم د خدای بنده ګان دی او که هسی اوبو راوړی دی او چې هر څه ورباندی زده کیږی پروا نلری.
د زابل والی د خپلو شخصی مخالفتونو په نتیجه کې په کلات کې زر دوکانه ونړول او د زرو کورنیو له خولې یې یوه هغه حلاله ګوله چې دوی به لدې لارې پیداکوله واخیسته خو هیچا دا ونه ویل چې دلبرجانه ولې؟ په کوم قانون؟ په کوم جراات او په کومه مشوره؟
دلبرجان له ښاروال سره په ګډه پدې لړ کې دوه مسجدونه هم شهیدان کړل هغه سپیڅلي ځایونه چې مسلمانان یې په دفاع کې ځانونه قربانوی او دهغه په ساتنه له هرڅه تیریدو ته تیار دی خو نه د حج او اوقافو ریاست او نه د علماوو شورا پدې اړه خپل غوږ وګروی او داسی یې وګڼله لکه والی صاحب چې جهاد کړی وی او یو مندر یا کلیسا یې نړولې وی که هر څو د کلات بیچاره خلکو غوښتنه وکړه چې مسجد دی نه ورانیږی خو وسله والو پولیسو په وهلو او ټکولو هغوی له سیمی وشړل.
والی صاحب پخپله د خپل کور او ځان د ساتنې لپاره په حساب اته کوڅې تړلې دی پداسی حال کې چې په نورو ولایتونو کې د خلکو د هوساینې لپاره نوی سړکونه جوړیږی خو په زابل کې والی صاحب نه د خلکو هوساینې ته ګوری او نه هم قانون او اصول سته چې څوک یې وریاد کړی او دا ښاغلی د قانون ساتونکی یې عملی کړی.
د زابل خوار غریب او بیچاره خلک دا پوره یوه میاشت کیږی چې د والی له ظلم څخه کابل ته راتښتیدلی دی او په دی شنه یخ کی په پردیو چټلو او خیرنو مسفرخانو کې پراته دی تر څو یو څوک پیدا کړی او دوی له ظلم او ستم څخه خلاص او یا هم لږ تر لږه دلاسا کړی خو ….
په وارو واور مو د پارلمان ، ارګ، داخله وزارت ، لویی څارنوالی او نورو ځایونو مخ ته خپل د بیوزلۍ ږغ پورته کی خو چا وانه وریدی او باید اوریدلی یی نه وای ځکه د مظلوم اواز نو څوک اوری او څوک دی چې ددی ظلم په زمانه کې ظالم ته ووایی چې ولې؟
موږ له کرزی صاحب او نور حکومت څخه نوره د انصاف هیله نه کوو دا نه غواړو چې د زابل والی دی د خپلو اعمالو په جزا ورسیږی بلکه ورته وایو چی خپل والی مو حمایت کړی او نور واک هم ورکړی تر څو زموږ په وینو او غوښو لا نوری مزې او چړچې هم وکړی، تاسی ورته څه مه وایاست پریږدی چې د زابل والی صاحب د کلات خلکو ته سزا ورکړی او دولتی برق ورباندی قطع کړی ، زابلیان خو ګناهکاره دی ځکه ولی د والی صاحب شکایت کوی هغه هم پداسی حال کې چې ټول لوړ پوړی د مظلوم په زورولو خوشاله کیږی او له دغو دردونکو نارو او چیغو څخه یو ډول خوند اخلي.
د هغو خلکو چې پر لوړو چوکیو یې کار کړی دی له خولی چی چوکۍ او قدرت ډيره بده نشه لری نو کیدای سی دا به د همدی نشی او بې هوشۍ حالت وی چې د خوارو زابلیانو ږغ په پوره یوه میاشت کې تر چا پوری ونه رسید له پنځه سوه تنو څخه ډیر خوار غریب زابلیان په کابل کی پدې خټو او واورو کی پراته دی تر څو غور یی وسی خو له بده بخته چی تراوسه خو هیچا ان مطبوعات هم زموږ ږغ وانه وریدی صاحبان خو لا پرځای پریږده.
زابل هغه ولایت دی چې یو لوی تاریخ لری او زابلیان هغه خلک دی چی تل یې د وطن لپاره هر رنګه قربانی ورکړی ده زابلیان هغه خلک دی چی غریب دی خو پدی مطمین و اوسی چې همتناکه خلک دی د نورو پښتنو په څیر میلمه پاله دی او خپل حق په هیڅ حال کی هم بل چاته نه ورپریږدی نو اوس هم مطمین اوسی چې موږ په هیڅ حالت کی هم تر خپلو حقوقو نه یو تیر او په هر رنګه چی کیږی موږ به خپل حقوق له دلبرجان او د هغه له انډیوالانو اخلو لمړی خو دادی د خپل حکومت او قانون د درناوی په خاطر کابل ته راغلی یو او غواړو په سمه او روا ډول مو حقوق راکړل سی او نا حقه ونه ځوریږو موږ حوصله کړیده او حوصله به کوو خو له یاده ونه باسی بیا هم درته وایم چی دا مه هیروی چې موږ له تر خپلو حقوقو همداسی مفت په مفت تیریږو او بیا به هم د زابل د ظالم والی دلبرجان تر لاس لاندی ژوند تیرو او چی هغه هر ډول میچنې راباندی چلوی موږ به ګونګیان پاته یو.
که مو دلته ږغ وانه وریدل سی او حقوق مو رانکړل سی نو بیا خو (ملک خدا تنګ نیست پای فقیر لنګ نیست) نوری ډیری لاری هم سته که نور نه وی نو پاکستان خو دری ساعته مزل دی هلته به ور بار سو خدای روزی رسان دی دا ملک دی دلبرجان او دهغه یارانو ته خدای بختور کی.
په اخر کې بیا هم د حکومت مشرانو او دواک لرونکو خلکو ته وایم چې نور د زابل خلک ستاسی څخه د رحم هیله نلرو مرسته نه درڅخه غواړو او خیرات نه درڅخه غواړو بلکه خپل حقوق درڅخه غواړو او دا وایو چې د خپل رالیږل سوی دلبرجان څخه مو خلاص کړی او یو سم سړی راولیږی، که تاسی نه غواړی چې دا راسره ومنی نو بیا به ګیله نه وی بلکه د مهاجرت ، جهاد او راتلونکو پیښو مسوولیت به دلبرجان او دې نورو صاحبانو په غاړه وی نه د خوارو زابلیانو.