کور / رسنۍ / د ښوونځۍ مجلې پنځمه ګڼه تازه له چاپه راووته

د ښوونځۍ مجلې پنځمه ګڼه تازه له چاپه راووته

ښوونځۍ په كندهار كي د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي د لومړي كال پنځمه ګڼه يې د ښكلو او رنګه پوښتيو په لرلو سره تازه له چاپه راوتلې ده .


د ښوونځى دا ګڼه دوه اويا 72 مخونه لري چي تر پنځه دېرش سرليكونو لاندي بېلابېل علمي ، معلوماتي ، ښوونيز او روزنيز مطالب په كښي خپاره سوي دي .

د ښوونځى مجلې موسس او مشر عبيدالله تسل او مسوول مدير يې احمد جاويد تنوير دى .

ښوونځى د سوېل لوېديځي حوزې په كچه لومړنۍ مجله ده چي د زده كوونكو لپاره ځانګړې سوې ده او د هغوى ليكنو ، ستونزو  او غوښتنو ته يې په خپله غېږ كي ځاى وركړى .

د يادوني وړ ده چي د لوى كندهار د زدكوونكو ټولنه لومړنۍ خپلواكه ټولنه ده چي په سوېل لوېديځه حوزه كي د زدكوونكو لپاره فعاليت كوي . 

يادونه : هيله لرو چي په هيواد كي دننه او له هيواد څخه دباندي افغانان ښوونځى په خپلو ښايستو ليكنو ، ژباړو ، ساليمو نيوكو او وړانديزونو سره ونازوي .

د ټولو بااحساسه افغانانو د معنوي او مادي مرستو په هيله

د ښوونځى د تر لاسه كولو پته : افغان كتاب او قرطاسيه پلورنځى _ ارګ بازار _ كندهار

اړيكي : 0700304111-0772211337

showanzai_afg@yahoo.com برېښناليك :

ويبپاڼه :

 Larawbar.com/showanzai