کور / ترخې خبري / دكورنيوچارو وزارت دپام وړ

دكورنيوچارو وزارت دپام وړ

له هرڅه وړاندې كورنيو چاروزارت ته دښاغلي ” حنيف اتمر” په راتلو سره په هیواد کې، د وسله والو غلاوو، جنايي پېښو، اودې ته ورته نورو ناامنيو له منځه وړلو ته يو څه هيلې ژوندۍ شوې.

دطالبانو دامارت له نسكوريدو څخه را په دې خوا، ديوې لنډې مودې لپاره په كورنيو چارو وزارت كې دپام وړ كارونه وشول، دمنځ مهالۍ ادارې په چوكاټ كې،د(كورنيو چارو وزارت )په مشر تابه كې دكار وړ شخص ټاكل شوى وو،سره له دې چې دپوليسو ظرفيت په ټولو برخو كې په سلو كې پينځه نوي تيټ وو، خو نا امني دومره نه وه.

كله چې  دكورنيو چارو وزارت په مشرتابه كې بدلون راغۍ ، دپوليسو په كار كې هم ژور بدلون رامنځته شو،نور هغه وخت وو چې وسله والې غلاګانې،سړي تښتونې، دخلكو وژنه،او دې ته ورته د نورو ستونزو لمن دكابل،او يوشمېر نورو ولاياتو مخ پټ كړ.

كه څه هم دغه موضوع ټولو هېواد والو ته څرګنده  ده، خو دځينو برخو يادونې ته په دې ليكنه كې اړتيا شته،له هرڅه نه وړاندې خلكوته امنيت په هر ډول چې وي لا زمه ده ،اوبايد راوستل شي،دافغانستان خلك په تېرو او كلونو كې په بيلا بيلو برخو كې د دولتي چارواكو وړتاوې ،او دهغوي كاري لاسته راوړنې وارزولې.

او په همدې موده كې ، ډېرو كسانو چې د دولت په لوړو پوړېو كې يې خيټې اچولې وې،پرته له دې چې دهغوي وړتيا ته كتنه شوي واى هغوي ته لوړ موقفونه يوازې دشناخت له مخې وركړل شوي وو،چې له نيكه مرغه دوخت په تېرېدوسره دهغوي له ناكاره مخونوڅخه دناكامۍ پردې پورته شوې.

ياد شوې ستونزه ،او دغه ناوړه دود ،له هرې دولتي ادارې نه په پورته كچه، په كورنيو چارو وزارت كې خپلې جرړې غزولې وې،چې په ياد وشوي وزارت كې له كار ي تشكيلاتو نه كورني تشكيلاتوته ډېره وده وركړل شوې وه، اوپه كورني تشكيلاتو پورې تړلي پوليس په هغه موده كې يوازې دخپلو ګتو لپاره كار كاوه،دملت غم په اصل كې هغوي ته ارزښت نه درلود.

هغه څه چې د دې خاورې اوسېدونكوته درد، اورنځ وركړ،هغه په دولتي ادارو كې دقو مي اړيكو پربنسټ ټاكنې،اودغير مسلكي كسانو راوستل وو،چې كارپو هانو هم د دولت دنه پرمختګ اصلي لامل په هم دغه كړنو كې تړلى بولي.

دمنځ مهالې ادارې په كاري دوره كې ،دګوتو په شمار هېواد پال پوليس دكورنيو چار وزارت په محدودو څانګو كې وګمارل شول،او دګوتو په شمېر ټاكل شوي پوليس له ځان نه دوړتيا په ښودلو سره، دسوله دوستو خلكو په زړونوكې ځاي پيداكړ.

دغه لړۍ دكورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې دښاغلي “حنيف اتمر” له راتلو څخه دمخه حاكميت درلود،هغه پوليس چې په دغه موده كې په دندو ګمارل شوي وو، په ډېرې مېړانې سره يې خپلې دندې ترسره كولې،او دغو كسانو دخلكو له ملاتړ څخه هم برخمن شوي وو،دخلكو دغوښتنې وړ پوليسو له ډېرو ستونزو سره لاس اوګرېوان وو .

په ډېرو برخو كې دنا امنېو په رامنځته كولو،وسله والو غلاګانو، دمخدره توكو په قاچاق، او يوشمېرنورو برخو كې دهغو پوليسو لاسونه ګډېدل كوم چې دقومي اړيكو پر بنسټ دكورنيو چارو وزارت په لوړو پوستونو كې ګمارل شوي وو،او دهغو كسانو له منځه وړل او قانون ته يې سپارل دهر افغان دزړه خاصه غوښته ده .

هغه صادق او ريښتيني پوليس چې  دخپلو هم مسلكانو دغه ډول كړنې يې ليدل دهېواد پالنې له مخې ،دقانو له حكمو نوسره سم به يې دنيولو لپاره ګامونه پورته كول،او هغوي به يې له اسنادو سره  نيول ، جالبه خبره خو داده چې دپوليسو جامې خپل موقف تر دې حده له لاسه وركړى وو چې هم خپله پوليس،او مجرمينوبه ورنه په ګډه، دخلكو په لوټولو،وژنو،اونورو نا قانونيو ګټه پورته كوله.

دكورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې ډېر داسې كسان شته چې هغوي يوه ورځ هم دمسلكي پوليسو زدكړه نه ده ترلاسه كړې، او يوازې دشناخت، اوياهم دپيسو په بدل كې ياد شوي وزارت ته يې لارې موندلي دي،شاو خواشپږكاله دغه ستونزه افغان ولس ته رنځ وركړ، دا ټولې هغه ستوزې دي چې په نيغه توګه دافغانستان دپرمختګ لارې ته خنډونه را زېږول.

كه څه هم دغه ټكى نور اړخونه لكه،دلوړ پوړوچارواكو له خوا دفساد ككړو پوليسو ساتنه ،په  عدلي او قضايي څانګو كې دفساد شتون هم ورسره په ملګرتيا يادولاي شوچې ديوه ناسالم او غير مسلكي پوليسو په رامنځته كولو كې يوله بل سره لاس وركوي،چې دښاغلي” حنيف اتمر” په راتلوسره له دغه ناورين څخه تر يو حده مخنيوي شوى دى ،خو بسنه نه كوي.

دپوليسو په ليكو كې ديو شمېر منفورو كسانو موجوديت هغه لويه ستونزه ده چې دكورنيوچارو وزارت ټولې كړنې  اولاسته راونړې له هېڅ سره وتاړه، او دغو منفورو كسانو دپوليسو له موقف،او جامو څخه په لوړه كچه ناسمه ګټه پورته كړه،داسې هم نه دي چې ټول پوليس په دې ناوړه لاره درومي، مخصوصه ډله دامنيت او هوساينې  دلمنځه  وړلو لپاره دنورو په زيان كې خپلې ګټې لټوي.
 


په همدې حال كې هغه پوليس چارواكي چې لاس يې دخلكو په وينو ،او حق نه دي ككړ،دهغوي ژوند هم دهمدي ډاله مارانو له خوا ترګواښ لاندې دي، داځكه چې دوي دقانون له لار ښونې سره سم  عمل كوي ، نوځكه هره شيبه د هغوي له خوا ګواښول كېدل،خو بيا هم  پرهغوي داسې يو تندر دهمدغه هېواد پال پوليس له خوا را چاپېر كېده چې خلاصون يې ستوزمن كاروو،سره له دې چې دپام وړ امتياز،او معاش هم نه وركول كېدل.

تر ډېره وخته دغه كيسه دهېواد پال،پوليس او ډاله مارو پوليسوترمنځ روانه وه، دبېلګې په توګه دكابل دامنيې قوماندانۍ پوليس يادولاي شو، سره له دې چې دهغوي په مشرتابه كې هم كاري اومسلكي پوليس ته د دندې مجال نه وركول كېده،او زرتر زره به ېې له دندې نه په وركو،او ناپېژاندو نومونو شړل، خوبيايې هم خپله دنده نه هېروله.

له دغو ډلو څخه يو هېواد پال او مسلكي پوليس” عليشا پكتيا وال “دي ، چې په ستو نزمنو شرايطو كې به يې دنده ترسره كوله،لازمه ده چې ” عليشا پكتياوال”،اود هغه په شان نورو هېواد پالو پوليسوته دوياړلي او باتور نوم او لقب وركړل شي، سره له دې چې “پكتياوال ” له خپلې دندې نه لرې شوى  دى،خو تل پاتې كار نامې يې لكه هېنداره دهر افغان په سترګوكې ځاي لري.


“عليشا پكتياوال “او دهغه پاشان  نورو زړورو پوليسو ته هرشيبه اړتياده،چې خپل ملت ته خدمت وكړي،” عليشا پكتياوال” له نن څخه شا وخوا اته كاله وړاندې د يو مسلكي او افغان پوليس  په توګه خپله  دنده له كورنيو چارو وزارت څخه پيل كړ،او تريوې مودې وروسته په كورنيو چارو وزارت كې دانترپول دپوليسو دمشرپه توګه په دنده وګمارل شو، ” عليشا پكتياوال “په همدې موده كې دكورنيو چار وزارت په يو شمېر نورو پوستونو كې هم دنده ترسره كړې ده.

په همدې موده كې” عليشا پكتياوال ” دكورنيو چارو دوزارت دغوښتنې له مخې دكابل دامنيې قوماندانۍ دجنايي څانګې دمدير په توګه وټاكل شو،” عليشا پكتياوال ” په دې موده كې كابل ميشتو خلكو ته ډېر خدمت وكړ،د يوې منځ مهالې مودې له تېرې دوسره سم، دكابل دامنيې قوماندانۍ جنايي مديريت دتحقيقاتو رياست ته اوچت شو،نور هغه وخت وو چې د” عليشا پكتياوال “كاري مسوليت يو په سلو كې زيات شو.

په همدې دوران كې دوسله والو غلاګانو ،سړي ټښتونې، اونورو جرمونو لړۍ كه څه هم روانه  وه خوكچه يې په لوړه توګه خپله ټغره په كابل كې هواره كړه، په هغه وخت كې دكابل دامنيې قوماندانۍ دجانيي څانګې مشر ښاغلي ” عليشا پكتياوال “هم خپل فعاليت ته زور وركړ، په لنډ موده كې پو لوړ  شمير مجرمين، وسله وال غله، وسله وال مخالفين، پاكستاني وګړي، ځانمرګي بريد كونكي، او داسې نور د قانو دښمنان دښاغلي” عليشا پكتياوال ” له خوا ونيول شول  او دقانون منګولو ته وسپارل شول.

اوسنۍ څرګندونې ټول ملت په تېره بيا دافغانستان رسنيو ته معلومه ده،دمجرمينو پر وړاندې د” عليشا پكتياوال “،او ورسره د نورو ملګرو مبارزې يې ډيرې لاسته راوړنې درلودې، هغه وسله وال غله چې دخلكو پر ناموس، پت عزت،او افغانيت باندې تېرى كاوه د ده له خوا ونيول شول چې اوس هم دبند شپې او ورځې سباكوي.

دوسله والو غلو،سياسي مجرمينو،او نور الغا ګرو نيونه او رسنيو ته يې ورښكاره كول،د” عليشا پكتياوال “له لويو كار نامو څخه وو،په ډېرو برخو كې مجرمين خپله پوليس به وو چې د ده له خوانيول كېدل،او په آزاده توګه به په اړه يې خلكوته درسنيو له لارې معلومات وركاوه،او دايې څرګندوله چې پوليس له غلو سره لاس لري،همدا وو چې ” عليشا پكتياوال ” دخلكود خوښې وړ پوليس شو،په هره سيمه كې چې ديوې پېښې درامنځته كېدو امكان وو، دي له هرې امنيتي ادارې نه وړاندې ور رسېده.

كابل ميشتي خلكو د” عليشا پكتياوال ” پر كړو ډېر خوښ وو، څو وارې دعملياتو پر مهال په ده باندې بريدونه وشول،ان تردې چې ټپي هم شو،څو تنه ساتونكي يې له منځه لاړل،څوځله پرده وسله والو بريدونه  وشول،خو دي له شوو بريدونو څخه  به روغ پاتې كې دو،” عليشا پكتياوال “په همدې موده كې په هماغه كچه چې ځان ته يې دوستان وموندل ،په هماغه شمېر دښمنان يې هم پېداكړل، په دې معنى چې د هر يو نامتو وسله وال غل له نيولو به وروسته ده ته له بيلا بېلو څانګوڅخه دهغه دخوشي كېدو امر وركول كيده، چې له نيكه مرغه نه يوازې دغه ګواښونه ده ته ډار نه رامنځته كوو بلكې هغه او نورو ملګرو ته يې غيرت،او زړه ورتيا ور كوله.

كه څه هم دښاغلي ” عليشا پكتياوال ” له كارناموڅخه دكورنيو چارومحترم وزير ته پوره معلومات شته ،خو لازمه ده چې يوځل بيا دغه ټكي ته ګوته ونيسو چې د” عليشا پكتياوال “دراتلونكي په اړه كه په ډاګه و ويل شي دهغه دبرخ ليك په اړه يوشمېر اندېشنې راولاړې شوي دي، په دې معنى چې هغه اوس يو عادي وګړى دۍ،او هره شيبه يې ژوند ته ګواښونې له امكان څخه لرې نه دي،يوازې ” عليشا پكتياوال “په دې لړۍ كې نه راځي بلكې نور لوړ رتبه پوليس چار واكي هم يادوو چې او س هغوي هم په كور ناست دي.

دغه اندېښنې وروسته له هغې مخ په زياتېدو شوې چې،دكورنيو چارو محترم وزير دكابل دامنيې قوماندانۍ دپو ليسو ټول چارواكي له خپلو دندو څخه ګوښه كړل،او دهغوي پرځاي يې نوي كسان وټاكل، كه څه هم دكورنيو چارو دوزارت ورستى اقدام دقانو له مخې ترسره شوي خو ترخوايې دګوښه شوي پوليس چارواكو ژوند هم دپام لرنې وړ خبره ده .

افغانستان هغه هيواد نه دۍ چې يو دولتي چارواكي له خپلې دندې څخه تر لرې كېدو وروسته په كې په امن ژوند وكړي، نه يوازې داچې دهر يو دولتي چارواكي پر ګوښه كېدو ستونزې نه هواريږي، مګر څو چنده زياتيږي، په لومړي مرحله كې دهغه دعادي ژوند كولو لپاره داسې يوه اداره نشته چې دهريو دولتي چار واكي دژوند لپاره لازمې كړنې او امنيتي تدابير ترلاس لاندې ونيسي، بل داچې غچ اخيستنې، قومي شخړې، كاري رقابتونه، تل ديوه عالي رتبه دولتي مقام له ګوښه كېدو وروسته دهغه دوژ ل كېدو لپا ره عملي كېږي.

له بده مرغه چې په افغا نستان كې تراوسه داسې نه دي شوي چې دولت دخپلو لوړ رتبه چار واكو لپاره تر ګوښه كېدو وروسته هم كوم خاص او ارزښت من پلان چې په ترڅ كې يې ديوه چارواكي لپاره دعادي او له ګواښ نه لرې ژوند زمينه برابره شوي واى، درلودلي واى، دګوتو په شمار هغه كسانوته د دولت له خوا دغه امتياز وركړ شوي چې هغه خپله ټوپك سالار،اويادا چې دويوه ګوند غړيتوب لري.

په تېره مياشت كې كله چې دكورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ښاغلي منير منګل، دښاغلي ايوب سالنګي،عليشا احمدزي،اوعليشا پكتياوال دندې نور كسانوته سپاره، دخپلو خبرو پرمهال ګوښه شوي چارواكوته وعده وكړه چې دوي به هم په لنډوخت كې په دندو وګمارل شي، او دښاغلي منګل له وعدې سره جوخت دكورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوي خبر پانه كې هم دغه و عده رسنيو ته وركړل شوه،په خبر پاڼه كې راغلي وو چې ډېر زر به ګوښه شوي پوليس چاروكيوته دندې وركول كيږي، مګر لنډ وخت مياشتې ته او چته شوه  د ،او داسې بريښي چې دغه موضو دكورنيو چارو له محترم وزير څخه دپاتې كېدو په حال كې دۍ.

لازمه ده چې د كورنيو چارو محترم وزارت دې، دخپلو مسلكي همكارانو دژوندي پاتې كېدوپه اړه اوچت ګامونه پورته كړي،په افغانستان كې شرايط بله بڼه لري،هره شيبه دوژنې،او بريدونو امكان شته،او دغه چار واكي چې اوس له خپلو دندو لرې شوي دي، شيبه په شيبه تر ګواښ لاندې دي، په كورونو كې دهغوي ناسته لاسته راوړنه يا ګټه نه لري،بلكې امنيتي چار واكوته دهغوي ساتنه  ستو نزه جوړوي.

نو ګټوره لاره يې داده چې هغوي په مناسبو څانګوكې په دنده وګمارل شي،اوكه چېرته خداي مكړې مونږ خپل يو مسلكي پوليس چې په كور ناست وي او له لاسه يې وركړو،زما په خيال چې دځواب وركولو لپاره به يې وس او توان ونه لرو،دكورنيو چار وزارت دبريالي تو ب په هيله.

تبصره نسته

  1. Ter tolo mohim da da chi shumalee band prenashodal see chi pa bal pashtun wazara pa kabal ki hamle wakrree!!!

  2. غفار صاحب ستاسو ليكنه ډيره پر ځاى ده . كه چيرې اتمر صاحب ددې وياړلو شخصيتونو له كړنو څخه بې خبره وي نو كولاى شي چې د كابل ښار له اوسيدونكو څخه وپوښتي چې چا د امنيت په ټينګښت كې كار كړى . د عليشا ه پكتياوال په اړه به د كابل ښار په ۱۰۰ كې ۹۵ مثبت نظر ولري.
    په درناوي

  3. Na pogegam che pa di watan ki sa sa na kegi khidmatgar sok kar tah na pregdi ao AYASH khalko tah tarfih warkawi
    Der Khapa shom che ao mi lostal

  4. پوپل صيب ،
    آيا اتمر صيب چې پخوا د كليو د پراختيا او د پوهنې وزارتونه ورپه غاړه ول، په نظامي برخه تخصص يا لږ څه تجربه لري؟

  5. ټولو درانو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې!
    اتمر صاحب خو داسې يو شخصيت دى چى هر وزارت پر مخ بوځي نو ښه کار ورته کوي که هغه د کليو پراختيا وزارت ، د پوهنې وزارت او د کورنيو چارو وزارت وي. له کوم را هيسې چى اتمر صاحب د کورنيو چارو وزارت ته راغلى دى نو د معمولي پوليس عسکر اخلاقو باندې هم مثبته اغېزه کړې ده.
    له ټولو درنو ليکونکو نه يوه هيله لرم چى کله يو مضمون ليکى نو کوښښ وکړى چى خپل مطلب لنډ او خلص وليکى. که چېرې مضمون مو ډېر اوږد وى نو ځوګ يې پوره نه لولي.
    د پښتو د بريا په هيلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

  6. د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت په انګړ كي يو ډله ییز قبر موندل شوی دی .

    باوري سرچینې وايي چې دا ډله ییزقبرچې په لسګونو جسدونه پکې ښخ کړای شوي دې ته په پام سره چې د اكثرو جامې روغې دي داسي ښکاري چې دا كسان به په ۹۰ ميلادي لسيزه کې وژل شوي وي.

    په دې موده کې دکورنیوچارو وزارت دشورای نظاراوچمعیت اسلامي په کنټرول کې وو.

    خو د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري وويل چې پدغه قبرکې تراوسه پورې يوازې دڅوتنومړي موندل شوي اودوی د دې لپاره په دې قبرکط کیندنې ځنډولي چې مړي په اصولي ډول راوایستل شي.هغه په دې باب چې داکسان څه وخت وژل شوي ، له څه ویلوډډه وکړه او ویې ویل چې دا پرېکړه باید دعدلي طب مقامات وکړي .

    په تيرو څو كلونوکې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې ډله ییزقبرونه موندل شوي چې ترټولولوی دکابل په شمال کې د چمتلې دښتې ډله ییزقبروو.