کور / اقتصادي / توره طلا، سپېڅلې ګټې او په وينو ولاړ اقتصاد/ دوهمه برخه

توره طلا، سپېڅلې ګټې او په وينو ولاړ اقتصاد/ دوهمه برخه

ليکنه: هميم جلالزی

دنفتو اقتصاد،ژيوپوليټيک مسايل او لوړ نرخونه

نړۍ اوس دمنځنيو پېړيو په پرتله هومره زيات بدلون موندلى دى چې دمنلو وړ نه دى ، اوس نړۍ دمنطق پر ځاى دزور او اټوم په مټ اداره کېږي او دتعقل مزې ورځ په ورځ له منځه تلونکي دي .

اوس دهيروشيما پېښه ځکه ډېره دهيښتيا وړ نه ده چې ټوله نړۍ ګام په ګام دهمدې ډول وسلو خوند وليد له افغانستانه تر عراقه او فلسطينه پورې په هر ځاى کې چې ددو ښکر په ښـکر ځواکونو تر منځ شخړه پېښېږي نو داټوم کارونه پکې اړينه ده او هغه هم په داسې ډول چې بې وسه ولسونه پکې قرباني کېږي .

دنړۍ  ټول اقتصاد اوس په نفتو پورې تړل شوى دى او درستې پرېکړې دهمدې لرليد له مخې کېږي .

عراق ته ننوتل دهېڅ منطق په مټ نه شو توجيه کولاى  هغه څه چې اوس په عراق کې تېرېږي دهېڅ يوه سياست خاکه ورسره اړخ نه لګوي .

عراق که ټول داټومي وسلو په زېرمو بدل شوى واى نو بيا به يې هم نړۍ ته هومره ګواښ نه واى پېښ کړى لکه اوس چې په دې هېواد کې دامريکا دلاسوهنې او ناوړه سياستونو له امله پېښ دى .

ددې هېواد اټومې وسلې تر امريکا پورې هېڅکله هم رسېداى نه شواى او که بيا رسېدلې هم واى هومره وژنې به يې نه واى کړې لکه اوس چې په عراق کې يې امريکا نيغه په نيغه تر سره کوي .

دنفتو دقربانيانو وينو اوس ددجلې دسيند رنګ بدل کړى  دى . څو ورځې وړاندې دبي بي سي انګريزي خبري سرويس يو رپوټ خپور کړى و چې اوس هره ورځ هغه بېړۍ چې په دجله سيند کې کبان نيسي دورځې په منځني ډول له لس څخه تر دولسو پورې داسې مړه جسدونه راباسي چې سرونه يې ورڅخه غوڅ شوي وي .

اوس په نړۍ کې دنفتو بيې له وينو سره پرتله کېږي  که څوک له عراق څخه صادريدونکو نفتو ته حساب وکړي نو دهرو لس بوشکو تيلو او ديوه سړي دوينې بيه سره برابره ده .

او دا هغه ګټه ده چې تر شايې کېداى شي ډېرې خطرناکې پايلې پټې وي  او دنړۍ لپاره هم بالقوه ګواښ په کې نغښتى ښکاري .

اوس دنړۍ دنفتو او ګاز بازارونه ديوه منطيقي او عقلاني تفکر په مټ نه خوځي بلکه دهرې معاملې تر شا يوه وېره او ډار پروت وي يانې که موږ ووايو چې دنفتو دبيو لوړوالي امريکا په سيمه کې لاسوهنې او وژنو ته اړ کړې ده هم زياتى به مونه وي کړى  .

  په سيمه کې دوژنو او نفتو ته دځان رسولو په لار کې دبازارونو دلوړو بيو تر څنګ يو بل شى هم شته چې امريکايې هڅولې ده چې دخلکو دوينو په بهولو سره دتيلو بوشکې تر لاسه کړي .

نامتوځمکپېژندونکى ليکوال او کارپوه کينګ هوبرت ليکي چې دالاسکا دنفتي زېرمو په ګډون که دامريکا داستخراج وړ ټولې نفتي زېرمې را ويستل شي نو يواځې اته کاله يانې تر ٢٠١٣کلونو پورې دامريکا اړتيا پوره کولاى شي .  همدا اوس ټول ژيوپوليټيک مسايل په منځني ختيځ پسې تړل شوي دي  او ددې کار لامل دادى چې دنړۍ دنفتو له څلورو ارو سرچينو څخه درې هغه په منځني ختيځ کې دي چې ايران ، عراق او سعودي عربستان  هېوادونه دي .

دنفتو دبيو په اړه داسې اټکلونه کېږي چې همداسې لوړ به پسې پاتې شي  همدا اوس ديو شمېرهغو هېوادونو چې داوپک غړي نه دي لکه دمکزيک او نورو له لوري دنفتو کم صادرات له دې امله چې وايي نفتي زېرمې يې مخ په کمېدلو دي دنفتو په بيو بيخي زياته اغېزه کړې ده .

دانرژي دنړيوالۍ ادارې(IEA)  له لوري دخپرو  شويو شمېرو له مخې دهغو هېوادونو چې داوپک غړي نه دي نفتي توليدات هره ورځ ٢٠٠بوشکې مخ په کم والي روان دي .

دنفتو دصادراتو دکچې دټيټېدولو يو لامل دا هم کېداى شي چې دمکزيک او روسيې غوندې هېوادونو کې دپانګې اچونې لپاره سياسي  او اقتصادي  شرايط برابر نه دي  او له همدې امله په داسې هېوادونو کې نوي نفتي زيرمې نه موندل کېداى شي او نه ورته  پراختيا ورکول کېږي .

ددغو هېوادونو له لوري دنفتو دهغې کچې نه صادرول چې تمه يې کېږي دمنځني ختيځ دنفتو توليدوونکي هېوادونو باندې فشار ته لاره اواره کړې ده په ځانګړي ډول ويل کېږي دغه فشار تر ټولو زيات په سعودي عربستان باندې دى .

په سعودي عربستان باندې دفشار پته له هغه ګزارش څخه هم لګېږي چې دخپلو نفتي زېرمو په اړه يې خپور کړى و ، په دې راپور باندې ددرواغو شک کېږي او ويل کېږي چې سعودي چاوراکو دنفتو اړتيا ته په پام سره دخپلو زېرمو په اړه درواغ ويلي دي او همدې کار دنفتو په بازار کې نا انډولي رامنځ ته کړې ده .

که موږ د٢٠٠٥کال داوړي په موسم کې هغو بيو ته حساب وکړو چې دنفتو په بازار کې وې نو اوس څو ځله لوړې شوې دي او که يې سره يوځاى کړو نو د٢٠٠٥کال دبيو پر سر ٦٥ډالره ور زيات شوي دي او هغه اندېښنې درښتيا کېدولوپه درشل کې دي چې ويل کېږي کېداى شي دغه بيه ٧٥ډالره لوړه شي .

دنفتوپه ډګر کې يواځې دبيو دلوړ والي اندېښې نه دي بلکه دلويو ځواکونو تر منځ له نفتو سره په ډېرو ټړليو مسايلو باندې دشخړو سيورى پروت دى .

دچيني UNOOC شرکت له لوري د امريکايي نفتي شرکت UNOCAL  دپلورلو مسلې بيا دامريکا او چين تر منځ يو لړ ستونزې را برسېره کړې دي . دغه راز دبحري نفتي زېرمو او دروسيې دنفتو زېرمو ته دلاسرسي  پر سر دچين او جاپان تر منځ هم شخړه پرځاى پاتې ده .

دنفتو پر سر دلويو ځواکونو تر منځ نه يواځې په منځني ختيځ کې سيالۍ روانې دي بلکې لمن يې اوس افريقا ته هم رسېدلې ده .

دهمدغو سياليو په ترڅ کې دونزويلا ولسمشر هوګوچاويز دې ته اړ شو چې دامريکا دسياست پر خلاف پرېکړه وکړي او کيوبا له خپلو نفتو څخه برخمنه کړي .

دامريکا پر ضد دچاويز بل ګام دلاتينې امريکا له هېوادونو سره چين ته داړيکو لپاره دسمې زمينې برابرول و چې چين وکولاى شي له دې هېوادونو سره دسوداګرۍ اړيکې په ځانګړي ډول دنفتو په بازارونو کې پياوړې کړي .

له امريکاسره دهوګو چاويز مخالفت نوموړي ته ګټه هم ورسوله ، نوموړي دنفتو دلوړو بيو په مټ وکولاى شول چې په هېواد دننه کې دخپل حکومت پايې ټينګې کړي  او په لاتينه امريکا کې له خپلو هم توکمو وګړو سره مرستې وکړي .

د راپورونو له مخې په ٢٠٠٢کال کې  دوينزويلا بهرنۍ مالي زېرمې له اته مليارده څخه لږ زياتې وي خو دغه شمېره په ٢٠٠٥کال کې تر شل ميلياره هم زياته شوه او دا دچاوېز دهغه امريکايي ضد سياست پايله  بلل کېږي چې خپلې نفتي زېرمې يې تر اوسه پورې دامريکا له لاسرسي څخه خوندي ساتلې دي .

د واشينګټن دنړېوالې مالي موسسې  دڅېړونو له مخې دفارس دخليج هېوادونو په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦کلونو کې د٣٦٠مليارده ډالرو بهرنۍ پانګه چې پورنه او ددوى ثابته پانګه دواړه پکې شامل دي توکي پلورلي دي چې دا په وروسيتو پنځو کلونو کې ددې هېوادونو  له لوري دتوکو دپلورلو دبيې په پرتله په سلو کې پنځوس لوړ  دى .

ددغو پيسو زياته برخه به په امريکايي او لږه په منځني ختيځ کې لګېږي .

عربستان په اوس مهال کې دنفتو دصادرولو په برخه تر ټولو هېوادونو مخکې بلل کېږي او دمعلوماتو له مخې د ٢٠٠٥کال تر پايه يې له دې لارې څخه ١٧٠ملياره ډالره سوداګريزې معاملې کړې وې .

چې عين کال کې له ورته سوداګرۍ څخه  دروسيي لاسته راوړې پيسې ١٣٠ميليارده ډالره ته رسېدلې

چې په دې توګه ايران د٤٩ميليارده ډالرو په ترلاسه کولو سره څلورم مقام ګټلى دى .

تېرکال دنومبر په مياشت کې د((چټم هاوس)) دمطالعاتو مرکز دايران ، عراق اوسعودي عربستان دنفتي دزېرمو او صنعت په برخه کې دبهرنۍ پانګې اچونې په وړاندې  په دې هېوادونو کې دشته ستونز دلاملونو او داواري دلارو چارو په اړه په لندن کې يو دوه ورځنى کنفرانس جوړ کړ .

په دې کنفرانس کې دبريتانيا دنفتو او انرژۍ پر وزير سربېره دنفتو او ګاز يو زيات شمېر کارپوهانو  او دبېلابېلو نفتي شرکتونو او دعلمي مرکزونو او پوهنتونو استازو برخه اخيستې وه.

په دې کنفرانس کې دنړۍ دهېوادونو له لوري دنفتو او ګاز په بې ساري مصرف او دمنځني ختيځ دنفتو په زېرمو چې دټولې نړۍ په کچه په سلو کې ٦٥ نفت له همدې سيمو څخه تر لاسه کېداى شي بحثونه وشول .

دبريتانيا دنفتو او انرژي وزير مالکم ويکس په څو ځله دې خبرې ته اشارې سره ټينګار  وکړ چې بايد دنفتو دمصرفوونکو او توليدوونکو هېوادونو ترمنځ همکاري رامنځ ته شي .

ويکس دخپلو خبرو په دوام  کې دمنځني ختيځ دنفتو او ګاز  زېرمو يادونه وکړه  او ويې ويل چې دغه زېرمې تر راتلونکو سلو کلونوپورې کولاى شي کار ورکړي  دا په داسې حال کې ده چې دمنځني ختيځ له زېرمو پرته دافريقا دشمال زېرمې په غالب ګومان تر راتلونکو دېرشو کلونو پورې پاى ته ورسي .

نوموړي دخپلو خبرو په پاى کې وويل چې نړۍ بايد دنفتو او  ګاز  دتوليد او مصرف پر سر له سره سړه جګړه راتازه نه کړي .

په دې کنفرانس کې په منځني ختيځ کې دنفتو او ګاز د سوداګرۍ په برخه دپانګې اچونې ، په دې سيمه کې دڅومليتي نفتي شرکتونو په ونډې اخيستنې  او ورادوونکو هېوادونو دګټو پر سر خبرې وشوې .

چين دتورې طلا دسوداګرۍ مخکښ

داسې وړاندوينې کېږي چې چين به څو کاله وروسته دنړۍ تر ټولو ستر اقتصادي هېواد وي .

ددې کار لپار چين اړ دى چې له بهر څخه دخپل ځان دتکړه کولو لپاره داسې څه تر لاسه کړي چې ددې هېواد همدا پيل شوي خوځښت ته نوې سا ور وبښي .

چين پخپل هېواد کې دننه دنفتو زېرمې نه لري ځکه نو اړ دى چې د٢١مې پېړې همدا تر ټولو ګران بيه توکى يانې توره طلا يا دخزر له بحېرې اويا هم له منځني ختيځ او ايران څخه تر لا سه کړي .

خو منځنى ختيځ دلوېديځ په واک کې دى او دې کار نا شوني کړې ده چې چين دې په کې په لږ وخت کې خپلو موخو ته ورسېږي ځکه نو چين اړ دى چې له نړيوالو نيوکو او نورو تورو څخه په پټو سترګو ايران ته لاس وروغځوي او دتورې طلا پر سر ورسره دسوداګرۍ اړيکې پراخې کړي .

چين اوس تازه تازه له يوې نړيوالې ګوښه ګۍ څخه را ډګر ته شوى او را وتلى دى  او هڅه کوي چې له ټولو هېوادونوسره خپلو اړيکو ته پراختيا ورکړي نو له همدې امله ده چې دهېوادونو دريځ ته ډېر پام نه کوي هغه که ايران، ليبيا او يا شمالي کوريا وي چې له امريکا سره ښکر په ښکر دي او که اسراييل وي چې دامريکا ستراتيژيک ملګري دي .

په بهرني سياست کې دچين مخ په زياتېدولو ونډه په تېرو پنځلسو کلونو کې ددې هېواد په سله کې له لس اقتصادي پرمختګ څخه سرچينه اخلي . همدغه چټکه اقتصادي وده ددې لامل شوه چې په تېر کال کې دچين دخامو نفتو مصرف په ورځ کې اوه ميليونه بشکو ته ورسوي چې دغه مصرف دامريکا دمتحده ايالتونو دورځني مصرف يو پر درېيمه برخه جوړي چې په ورځ کې  ٢٠،٨ميليونه بوشکې کېږي .

خو دامريکا او چين په مصرف کې دومره توپير دى چې دامريکا همدغه ياد شوى مصرف ثابت او پر ځاى ولاړ دى ، مګر وړاندوينه شوې ده چې دچين مصرف به هر کال په ورځ کې يو ميليون بوشکې زياتېږي چې په دې حساب دانرژي نړيوالې ټولنې وړاندوينه کړې ده چې په ٢٠٣٠کال کې به چين او امريکا په دې برخه کې سره برابر وي .

خو موږ که دچين  مصرف او اړتيا ته حساب وکړو نو له دې اړخه به چين څو کاله وروسته  تر ټولو زياته اړتيا لري که څه هم دغه اړتيا او مصرف دواړه نيغ په نيغ ددې هېواد له اقتصادي ودې او پرمختګ سره اړخ لګوي .

دانرژي دنړيوالې ټولنې IEA له وړاندوينو څخه داهم جوتېږي چې په ٢٠١٥کال کې به دچين په سله کې پنځه شپېته داړتيا وړ انرژي له بهره برابرېږي او چمتو کېږي  چې د٢٠٣٠کال په را رسېدلو سره به دغه اندازه په سلو کې اتيا ته لوړه شي .

همدا لامل دى چې دچين چارواکې هڅه کوي دځان لپاره دخامو نفتو ډاډمنې زېرمې تر لاسه کړي  .

تر اوسه پورې دچين په سلو کې  يو شپېته خام نفت له منځني ختيځ څخه برابرېږي .

دچين دپراخيتا او ملي اصلاحاتو کمېټې په خپل يوه ګذارش کې اعلان کړى دى چې په ٢٠١٠کال کې به نفت په سلو کې له ٥١،٤ څخه  ٥٢،٦ ترمنځ دچين داړتيا وړ انرژي ځانته ځانګړې کوي ، دغه شمېرې ښيي چې دچين دخامو نفتو دمصرف کچه د٢٠٠٠کال په پرتله په سلو کې ٢٩ لوړه شوې ده .

دغه راز په چين کې دطبيعي ګاز او دهغه دمصرف کچه هم په توندۍ سره مخ پر لوړ روانه ده .

دچين او ايران تر منځ هايدروکاربوني اړيکې

که څه هم چېن ډېرې چيغې وهي چې ديوې مثبتې موازنې له تيورۍ څخه کار اخلي خو داسې ښکاري چې ايران دچين لپاره دانرژي دبرابرو په مسله کې دثفل په مهم او ارزښتمن ټکي بدل شوى دى .

ايران تر ٢٠٠٥کال پورې درېيم هغه هېواد بلل کېده چې دچين لپاره دانرژي په برابرولو کې يې ونډه درلوده او دشمېرو له مخې يې يواځې په سلو کې ١٤ داړتيا وړ نفتي توکې دې هېواد ته صادرول ، مګر له يو شېمر تړونونو وروسته ايران دچين لپاره دنفتو په تر ټولو ستر صادرونکي هېواد بدل شوى دى او همدا لامل دى چې دايران داټومي وسلو په مسله کې دچين دريځ هغسې نه دى لکه امريکا او نوره اروپا چې پرې ټينګار کوي .

که څه هم چې دايران دبيولوژيکي پروګرامونو مسله اوس دامينت دشورا له خوا دسختو بنديزونو دلګولو تر کچې رسېدلې ده خو دچين غبرګون لا بيا هم هغسې سوړ دى او يواځې دومره وايې چې دامسله بايد دخبرو له لارې اواره شي .

چين نه غواړي چې خپله وده دايران تر اټومي وسلو قرباني کړي ځکه ددې هېواد ګړندۍ وده دچين لپاره تر ټولو هغو مسايلو دارزښت وړ ده چې نوره نړۍ په ځانګړي ډول لوېديځ او امريکا ورسره مخ دي او هر څه دسيالۍ له بريده تر سره کوي .

دايران دنفتو پخواني وزير بېژن نامدار زنګنه درې  کاله وړاندې په يوه غونډه کې خبريالانو ته وويل چې :

 ((جاپان زموږ دنفتو تر ټولو ستر واردوونکى او اخسيتونکى دى ، مګر موږ دې ته خوښ او مايله يو چې دخپلو نفتو دصادرلو لومړيتوب چين ته ورکړو. ))

 اوس په واقعيت کې که دچين او ايران هايدروکاربوني اړيکي څېړو نو ويلى شو چې چين اوس دايران دنفتو دپېرودولو او واردولو په برخه کې دجاپان ځاى ناستى شوى دى .

په دې اړه دايران او چين دواړو ګټې له پامه نه شي غورځول کېداى چين ته  په جاپان ترجيح ورکول کېداى شي ډېر لاملونه ولري خو يو لامل يې دجاپان او امريکا تر منځ غوړېدلې او پراخې اړيکې دي چې په يو ډول نه يو ډول ايران ورڅخه دګواښ احساس کوي ځکه يې نو وار له مخې لا دا هڅه وکړه چې په جاپان باندې دنفتو پلورو په برخه کې خپله تکيه چين ته ور واړوي ځکه تر اوسه که عملاپه سياسي ډګر کې دامريکا او چين تر منځ سيالۍ نشته خو په اقتصادي ډګر کې ورڅخه سترګې نه شي پټېداى .

دچين لپاره هم دايران منزوي توب او له هغوى سره تړونونه دنورو په ګټه دي او په بالقوه ډول لرې نه ده چې چين به يواځنى هېواد وي چې ايران به ورسره اقتصادي اړيکې ساتلى شي او دا کار دجاپان په پرتله له چين سره ايران ته ځواک ورکولى شي .

له چين سره داقتصادي راکړې ورکړې اړتيا ايران ته له دې ټکې هم راټوکېدلې ده چې دمعلوماتو له مخې جاپان اوس په دې فکر کې دى چې له ايران څخه دتيلو په واردولو کې کمښت راولي .

همدا خبره هغه مهال دايران دنفتو دملي شرکت دنړيوالو چارو مسول حجت الله غنيمي هم کړې وه چې دوى باوري دي چې جاپان غواړي له ايران  څخه دتيلو په واردولو کې کمښت راولي ، ده ويلي و چې دوى همدغه ټکى احساس کړى دى چې اوس غواړي له جاپان سره خپل کار يوې خواته  کړي او له چين سره اقتصادي اړيکې پراخې کړي  او په دې توګه نفتو ته دچين له اړتيا څخه ګټه واخلي .

دنفتو او ګاز دنړيوالو باوري مرکزو دمعلوماتو له مخې دايران نفتي زېرمې ١٢٥،٨ميليارده بوشکو ته رسېږي چې دټولې نړۍ دنفتي زېرمو په سلو کې لسمه برخه جوړوي .

دغه راز ايران ٩٤٠تريليونه فوټه مکعب طبعي ګاز په واک کې لري چې دټولې نړۍ په سلو کې ١٦برخې جوړوي  چې دغه اندازه دحرارتي ارزښت له نظره د١٥٥ميليارده بوشکو نفتومعادل دى.  ديادونې وړ ده چې چيني شرکتونو له ٩٠ يمې زېږديزې لسيزې را پديخوا دخزر په بحرې کې نفتي مراکزو ته مخه کړې ده چې په دې ترڅ کې يې دايران په شمالي څنډو کې دخزر دبحرې سهيل ته دنکا په نوم نلليکه هم وغځوله . چين او ايران په دې وروستيو کې د٢٠٠ميليارده په ارزښت يو تړون لاسليک کړى دى .

تر دې وړاندې تهران  دچين دنفتو شرکتونو له ډلې ((ساينوپک)) چې دچين دنفتو او کېمياوي توکو شرکت يې هم يوه برخه ده غوښتنه کړه وه چې راشي او په ايران کې دانرژي دسرچينو دښه والي او پرمختګ لپاره يو بشپړ پلان  او پروګرام جوړ کړي .

په عين حال کې دوو هېوادونو چين ته د نفت او دطبيعي اوبلن ګاز LNG  دزيرمو دلېږدلوپه موخه د دوو بېړيو دجوړولوګډه طرحه  لاسليک کړې ده ، چې داسې ښکاري دبحر  له لارې به دايران نفت او ګاز دې هېواد ته لېږدوي .
له بلې خوا چين له ايران سره د٢،٨ميليارده ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړى دى چې له مخې به يې چين دشازنداراک دنفتو دصافولو او فلټر کولو کمپنيو ته پراختيا ورکړي .

 د٢٠٠٦کال په ډسمبر مياشت کې هم دچين دنفتو دبهرنۍ پانګې اچونې ملي شرکت د٦ميليارده ډالرو په لګښت دايران په شمال کې دنفتو دفلټر او صافولو دزېرمو دپراختيا لپاره له ايران سره يو تړون  لاسليک کړى و چې ددې تړون له مخې په پام کې ده چې دچين لورى په ايران کې دطبعي ګاز داوبلن کولو لپاره يوه کارخانه جوړه کړي .   دمعلوماتو له مخې دغه تړون به داتو کلونو په ترڅ کې پلى کېږي  او ددې تړون پر بنسټ به چينايي شرکت اړ وي  چې دتوليدېدونکي ګاز په سلو کې ٥٠ برخې وپېري .

 له دې ور ها خوا چين له ايران څخه دخزر بحرې ته هم دنفتو دلېږدولو په ٣٨٦کيلو متره اوږده نلليکې په جوړولو کې ګډون لري .

  له بلې خوا دمنځنۍ اسيا دانرژي بازارونو ته دچين لاسرسى او هغوى ته ننوتل ددې هېواد لپاره زيات ارزښت لري . چين له  دې سيمو څخه دنفتو او ګاز دواردلو لپاره دامريکا په پرتله څو ځله  لېواله دى  او دهر کال په تېرېدو سره حالت نور هم ژور کېږي  او اړتيا هم زياتېږي .دفارس دخليج له حوزې څخه په وارداتو باندې دچين تکيه  په زياتېدونکې توګه يوې حساسې مرحلې ته نږدې کېږي  او دامريکا له متحده ايالتونو سره دمخامخ کېدلو پر مهال دچين بحري ځواکونه دا وس نه لري چې خپلې بحري نښلوونکې ليکې وساتي .

دامريکا جګړيز اوبټلونه بې له دې چې دچين له هغو سره نيغ په نيغه ټکر وکړي کولاى شي چې چين په ډېره بده بحري کلابندۍ کې راګېر کړي  مګر دچين لپاره له دې بالقوه ګواښ څخه دوتلو يوه لاره شته:

چين کولاى شي چې دځمکې پر مخ دګاز او نفتو  نلليکې وغځوي  چې دامريکا دجګړيزو اوبټلونو دنفوذ له سيمې څخه وتلي او په خوندي ډول دمنځنۍ اسيا دهېوادونو او ان ايران  چې تراوسه پورې چين ته دنفتو تر ټولو ستر صاردونکى هېواد بلل کېږي  نفت خپلې خاورې ته ورسوي .

دنامتو څېړونکي او دسيمې دچاروکارپوه الکساندر خرامچيخين په وينا دغه کار کولاى شي چې په جدي ډول جيوپوليټيک حالت ته بدلون ورکړي  او په پرتليز ډول چين ته دوارېدونکو نفتو او ګاز امنيت وساتي .