کور / خبرتیا او پيغامونه / دخواشينۍ پيغام:دافغانستان دپوهي اوفرهنگ دبڼ يوبل…

دخواشينۍ پيغام:دافغانستان دپوهي اوفرهنگ دبڼ يوبل…

دافغانستان  دپوهي  اوفرهنگ دبڼ يوبل گل مړاوی شو



دخواشينی پيغام


سويډن  –  دمالمو ښار


د۲۰۰۷ م کال ددسمبر ۱۵






په زياته خواشنۍ سره موخبر تر لاسه کړ چي له هيوادنه ليري مسافری يوې غيرتی اوپياوړی ميرمني  معصومه عصمتي وردګ دفرانسي په هيوادکې دورپېښې  داوږدې ناروغی له امله دپاني دنياڅخه دابد لپاره سترگی پټي کړې . انا الله وانا اليه  راجعون


اغلې معصومه عصمتي وردګ  چې په يوه روڼ انده کورنۍکښي دنياته راغلې وه دټولنيزو علوموپه برخه کې ئي  دماستری  تر کچي عالي تحصيلات  سرته ورسول  . دايوه له  هغو پياوړو ښځينه څيرو څخه وه کوم چې په هيواد کښې ئي دمعارف دپراختيا لپاره نه هېږېدونکی خدمتونه ترسره کړې دي . هغه دخپل علمي صلاحيت او سياسي درايت پر بنياد دښونکی له مقام څخه دپوهني دوزارت ترمقام پوري  ورسېده .  خداي بخښلی معصومې  عصمتی وردګ دخپل ماموريت زياته دوره دپوهنی اوعالي تحصيلاتو دوزارتونو په اړوند تعليمی اوتحصيلي مؤسسو کښي کې تېره کړېده اوډير لږ ئي په نورودولتي ادارواوټولنيزو سازمانوکښې کارکړئ دی . 


دالومړنۍ ښځه وه چې په ۱۳۴۴ لمريز کال  د کندهارولايت د معروف ولسوالۍ دغيرتی خلکوله خوا ولسي جرگې ته داستازې په توگه وټاکل شوه .


اغلې معصومه عصمتي وردګ په هيواد کښي دنسوانود جنبش  د پياوړتيااوښځودحقه اوروا حقوقوددفاع په لارکښي ټاکلی رول اومقام درلود. هغه  پدي ورستيو کښي دڅه مودې لپاره دښځودسرتاسري شورا دمشر تابه  دغړی په توگه  موثرکارونه ترسره کړې دي .


دايوه وتلې اوپېژندل شوې سياسي اوعلمی څيره وه ،هغه نه يوازي دهيوادپه ښځو کې ستر محبوبيت درلود بلکه غوڅ اکثريت نارينه وو هغه ته ددرناوی په سترگه کتل . مرحومه عصمتي وردګ  ددولتي اوټولنيزو کارو په بغل کې ډيري علمی اوڅېړنيزي ليکلني کړي اودابې ليکنوپه بهري کې هم تر ډيرو شاته نه ده پاته شوې .پدي لار کې هغې  پر خپل وخت ادبي جايزي اوستاين ليکونه ترلاسه کړي دي .


دمهاجرت اوله هيوادنه ليري  ستونزمن  ژوند په دوران کښي  معصومې عصمتي وردګ يوه لهظه  ځان له خپل پلارنی ټاټوبی گران افغانستان څخه ليرې نه دئ احساس کړی  ، هغې تل مدام، حتا کله چې دناروغی پر کټ هم پرته وه دهيواد دروښانه راتلونکی په هکله فکر کاوه . په ډير افسوس بايد ووايم چي ماڅو ځله ددې پياوړی اوغيرتی افغاني ميرمني سره دتليفون په مټ خبري کړی او هغې ته مي بلنه ورکړېده چې  دمالمو ښارته تشريف راوړی ،مگر متاسفانه هر ځل دغې غيرتي ښځې  دنامراده صحت نه سرټکاوه او ويل به ئې هر لحظه چې ستا اواز اورم  غواړم بېله الوتکی دروالوزم  اودسويډن دمالمو افغانان له نږدې ووينم ، زه ددوي دفرهنگی او وطنی هڅو ستاينه کوم  . اغلي معصومې عصمتي وردګ  دمالمو له افغانانو سره ځکه خاصه مينه درلوده چې ماهر ځل  په مالمو کښې دهرې غونډ ی  دجوړېدوپه هکله له هغې پوهيالۍ اوفرهنگپالی سره خبري اومشوره کول اوهغې ته مې دغونډی په هکله مکمل معلومات ورکاوه . ماته معلوميده چې دا ښاغلې په هر هغه کار چې دافغانانو او افغانستان په گټه وي څومره خوښېده اوڅومره ئي زه هڅولم .


کاشکی دازمونږ سره يوڅه وخت نوره هم پاته شوي واي اومونږ ددي له پوهې اوفضيلت نه دهيواد په گټه استفاده کړي واي  .


زه ددې مړينه نه يوازي دهغئ درنې کورنۍ او اړوندانوته  بلکه دټول هيواد لپاره يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايع بولم .


په مالموکښي دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز دټولوغړو اومشرتابه جرگې په استازيتوب  دخداي بخښلی معصومې عصمتی وردګ کورنۍ  ټولوغړو ،دوستانواومينه والوته د لويه خداي  له دربانه د جميل صبر اوزغم اوهغې مرحومې ته دجنتونوغوښتنه کوم .


موږ پدي ټينگ باور لرو دافغانستان پارلمان ،دعلومواکاډمی اوپوهنې وزارت به ديوې گډي پرېکړي له مخی ددغه فرهنگي ،ادبي اوسياسي شخصيت  دملي اوعلمی چوپړ د ياد دابدی کېدولپاره وړگام پورته کړی .  دافغان ولس په زړونو کښي به ددې مېړنۍ اوپوهيالې ياد دتل لپاره ديوې  نه هيريدونکې وياړنې خاطري  په توگه پاته وي . اروادې ښاداوفردوس جنت دې په نصيب  کړی .


په سويډن کې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه په استازيتوب


حبيب الله غمخور