کور / تازه خبرونه / په ننــګرهار کي دمجاهيدينو دپخوانۍ شورا جوړيدل

په ننــګرهار کي دمجاهيدينو دپخوانۍ شورا جوړيدل

دشنبي په ورځ  دننگرهار ولايت په جلال اباد ښار کې لسگونو پخوانېو جهادي قومندانانو ديوې غونډې په ترځ کې دمجاهيدينود پخواني شورا د دبياجوړولو اعلام وکړ.



  په هغه غونډه کې چې په همدي اړه په جلال ا باد کې جوړه شوي وه  دولسي جرگي غړي او پخواني جهادي قومندان حضرت علي دمشر او سيد عبدالغفار پاچا يي دوياند په توگه وټاکل شول .
 په ننگرهار کې دمجاهيدېنو تر دې شورايله يوه ورځ وړاندي په کندز کي  هم داکرام الدين معصومي په مشري يوه بله شورا تر همدغه نامه لاندي جوړه شوه .  



 دننگرهار دمجاهدينودشورا غړى وايې چې دوي ځکه شوراجوړه کړه چې  په دي وروستيو کي د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته شوي وو ددوي په وينا دوي غواړي په دي کار سره ددولت او خلکو ترمنځ رابطه تيڼگه کړي .



  ديادوني وړده چي په دي وروستيو کي په ځانگړي ډول دبشر دحقونو دنړيوالي ورځي دنمانځني تر غونډه وروسته چي پکي ولسمشر کرزى د پخوانيو مجاهيدينوڅخه سروټکاوه دا څوم ځل دي چي پخوانې جهاي مشران ددولت په وړاندي پر داډول عمل لاس پوري کوي.