کور / z_buitenland_news -- 5 / سهيلي کوريا: پوځې ډلې يې له افغانستان څخه وتلي

سهيلي کوريا: پوځې ډلې يې له افغانستان څخه وتلي

سوېلي کوريا له نږدې شپږکلن ځنډ وروسته خپل سرتېري له افغانستان څخه وويستل.


د سوېلي کورياخبري رسنۍ يونهاپ د سوېلي کوريا د لوی درستيز “بارک خونګ” له قوله ليکي: د سوېلي کورياد “داسان” او “دونګويې” په نامه پوځې ډلې يې له افغانستان څخه وتلې دي.


د سرچېنې په وينا له افغانستان څخه د سوېلي د سرتېرو مراسم تېره ورځ د سيونګنام په هوايي اډه کې د سوېلي کوريا مرکز سيول ته نږدې ترسره شول، چې شاوخوا 800 سرتېرو پکې برخه اخيستې وه.


سوېلي کوريا خپل شاوخوا دوه سوه سرتېري په 2002 زېږدېز کال کې د امريکا په غوښتنه افغانستان ته د ترهګرۍ پروړاندې دمبارزې لپاره استولي وو.