نن
یو چا وېل په کابل کې یوه کوڅه ده کله چې سړی ورشي نو ډېر څه پکې زده کولای شي، کوڅه پخوانۍ ده خو ډېر څیزونه پکې شته چې سړی یې زده کړي. زه حیران وم چې دا به نو څرنګه کوڅه وي دا څو ورځې وړاندې ورغلم.
له ورایه مې چې د کوڅې خولې ته کتل، کوڅه بیروبار مالومېده، ګڼه ګوڼه پکې له نورو سیمو زیاته وه، خلک هم ډېر ور روان وو او ته وا له هغه بل سر څخه یې بېرته وځي بېرته پدې نه راتلل، ما هم شاوخوا نه کتل نېغ په کوڅه ور روان وم او دکانونه، خلک او هر څه مې دقیق له نظره تېرول، دکانونه ډېر زاړه نه وو، پخواني هم نه مالومېدل، په لومړي سر کې قالینې او پخواني شیان خرڅېدل، لږ ښکته نور څیزونه پلورل کېدل او ورپسې د پښانو دکانونه او ټک و ټوک وو، ډېرې مې سترګې وغړولې چې نوی څیز ومومم خو نوی څیز په نظر رانغی، ټول خلک په دکانونو کې اخته وو او ټولو خپل خپل کارونه مخ ته بېول.
یو دکان ته ودرېدم، دکاندار راته وکتل نور په خپل کار بوخت شو، ماته یې هم کار مزه رانکړه ترې روان شوم، ښکته خلک هم ټول په خپلو خپلو کارونو بوخت وو، چرت یوړم چې له دې کوڅې نه خلک څه زده کوي، هېڅ څیز پکې له نورو ځایونو توپیر نه لري، هماغه راز لکه په نور ښار کې شاوخوا ټک ټوک وو او ټول خلک بوخت وو.
په لاره کې مې په یوه سوالګره سترګې ونښتې، په ډېرې عاجزۍ یې لاس د تېرېدونکو خلکو خوا ته اوږد کړی وو.
– خیر دی اولادونه مې وږي دي… د خدای لپاره…
دوه ځوانان یې له خوا تېرېدل په لوړ غږ یې خندل او له څنګه تېرېدونکي خلک یې په اوږه وهل، واړه ماشوم هم د سګرېټو بسته په غاړه کې اچولې وه او د خپلو سګرېټو غورې یې کولې…
ښکته جنګ وو، د یو کس په سر وینې راتلې هغه د چا خبره چغ و پغ یې پورته شوی وو. نه پوهېدم چې د دوی به په څه سره جنګ شوی وو خو زما د ملګري هغه خبره رایاده شوه چې کله به څوک غوسه شو ویل به یې :
ژوند آسانه وبوله او اسانه یې کړه
له ځانه سره مې وویل: ښايي دغه ځوانانو ژوند ځانته ندی آسانه کړی.
په ټوله کوڅه کې وګرځېدم نور ستړی شوم هر دکاندار مې ولېد، له هر دکاندار سره مې سترګې وجنګولې، ټولو خلکو ته مې وکتل، ترې تېرېدم، په ریښتیا چې چا ست نه تېراوه، ټولو ریښتیا ریښتیا کار کاوه.
د کوڅې آخر ته ورسېدم د کوڅې په خوله کې ودرېدم شاته مې راوکتل، د خلکو په هغه خبره خندا راغله چې ویل یې په دې کوڅه کې سړی څه زده کوي، ما خو څه زده نه کړل، له کوڅې لا راوتی نه وم چې په هغو کارګرو مې سترګې ونښتې چې انتظار ناست وو او د یو چا انتظار یې کاوه تر څو ورشي او له ځانه سره یې چېرته کار ته بوځي.
د کوڅې په خوله کې ولاړ وم، خلک تېرېدل، چا راته کتل چانه راکتل، چا به د شونډې لاندې څه وویل، ما به داسې فکر کاوه چې ګنې وايي:
ددې کوڅې کیسه چاته مه کوه…
د کوڅې هغه سر ته مې وروکتل چې پرې راغلی وم، یو ځل مې زړه غوښتل چې وروګرځم له هماغې لارې ووځم خو بیا مې له ځانه سره وویل چې راځه دا برخه هم باید وګورم خو دې ته لا فکر وړی وم چې خلکو ویل: هلته سړی ډېر څه زده کولی شي…
خو ریښتیا یو څه مې ترې زده کړل:
ټول خلک چې هلته ګرځېدل په نن کې مصروف وو، ټولو د نن لپاره کار کاوه او ټول په نن کې کار کاوه… ښايي دا مې نوی څیز لیدلی وو…
کابل – 07/12/1387