کور / تازه خبرونه / د پنجاب شخړه اوږدېږي

د پنجاب شخړه اوږدېږي


په پنجاب ايالت كي د نواز شريف او شهباز شريف تر نااهله ګرځېدو وروسته حالات ورځ په ورځ خرابېږي.
د پاكستان ستري محكمې درې ورځي دمخه د مسلم ليګ نون مشران نواز شريف او شهباز شريف له پارلماني مبارزې څخه منفق كړل، چي له مخي به يې هغوى په پارلماني انتخاباتو كي ګډون نسي كولاى.
شهباز شريف چي د پنجاب په ايالت كي د وزيراعلى په توګه دنده ترسره كوله، له واكه ليري سو او صلاحيت يې والي سلمان تاثير ته وسپارل سو.
نوازشريف پر خپل كشر ورور شهباز شريف ږغ كړى، چي د محكمې پرېكړه ونه مني او د وزيراعلى په توګه خپلي دندي ته دوام وركړي.
نوازشريف وايي تر هغو چي د پخواني قاضي القضات چوهدري افتخار حسين او نورو ليري كړل سوو قاضيانو برخليك نه وي ټاكل سوى، د ستري محكمې پرېكړه نه مني.
د نواز شريف پلويانو په پنجاب او بلوچستان ايالتونو كي لاريونونه په لاره اچولي او د ستري محكمې له پرېكړي سره مخالفت كوي.
نوازشريف پر ستره محكمه تور لګوي چي دغه پرېكړه يې د ولسمشر زرداري په امر ترسره كړې ده، خو ولسمشر زداري وايي ستره محكمه خپلواكه ده.