کور / تازه خبرونه / دهلمند ولايت داطلاعاتو او کلتور نوي ريس په کار پيل وکړ

دهلمند ولايت داطلاعاتو او کلتور نوي ريس په کار پيل وکړ


دغه نوى ريس علي شاه مظلوم يار نوميږي وايي چي په دې اوسني حالاتوکي دولايت دمقام او مرکزي دولت مرستي ته اړتيا لري.
دهلمند ولايت داطلاعاتو او کلتور دپخواني ريس جانګل خان په ځاي ديکشنبې په ورځ د مارچ پر لومړۍ ددې ولايت يو قومي مشر ،شاعر او ليکوال علي شاه مظلوم يار په کار پيل وکړ،
ښآغلي علي شاه مظلوم يار دهلمند ولايت داطلاعات اوکلتور درياست چوکۍ په داسي وخت کي اشغالوي چي ددې ولايت هره  برخه تريوه کلتوري بريد لاندي ده
دلته کالداري چليږي ،دلارښووني لوحې په انګليسي ليکل سوي او زيات واټونه لادپيژندګولوي لپاره ثابت نومونه نه لري
په هلمند کي ليکوال او شاعر احمد شاه پاڅون دعلي شاه مظلوم ياره راتګ نيک پال بولي خو ټنګار کوي چي اوسني شرايط به ښاغلى مظلوم يار ته ستري بختياوي نصيب کړي ،
))په دي ولايت کي زياتو کارونو ته اړتيا ليدل کيږي  ،ترټول لوى کار چي بايديي مظلوم يار وکړي ،دفرهنګپالو او ليکوالانو ترمنځ هم اهنګي راوستل دي،چي سخته اړتيا ورته سته))
دهلمند ولايت دخلګو اوسني ستري بختياوي په دي ولايت کي دوه ازاد کيبلونه ،يوه دولتي راډيو
او درې نوري ازادي راډيو ګاني دي چي دهلمند داطلاعاتو او کلتور دنوي ريس له پاره يي ملاتړ خو را اړين دى
څيړونکي دمظلوم يار له پاره ديوشمير کارونو دکولو په خاطر دهلمند اوسنۍ ميډيا ستره وسيله بولي
مظلوم ياره پخوا تر دي خلکو د يو قومي مشر ، ليکوال او شاعر پيژندى  او ډيرخلګ يي په دي خاطر دنوي دندي په اوسني چوکي کي بريالى بولي چي قومونه او سپين ږيري به ترډيره ورسره مرسته وکړي
په هملند کي يو تن سيمه ايز خبريال زين الله ستانکزى دمظلوم يار له پاره ستړي ننګوني ددې ولايت دڅلويښتو سترو تاريخي کلا وو ساتنه بولي چي دهغوي له جملي يوه مشهوره  د بست کلا ده چي اوس مهال يوازي وروستي سلګي وهي او په هيڅ عرصه کي يي غمخوار نه دى پيداکړي  )) مظلوم يار دقوم سړى دى او کيداي سي ،دقوم په واسطه دهلمند دتاريخي کلا و ساتنه وکړي،او تر ټو لو زيا ت زړه مي په بست کلا سوزي ،زه دمظلوم يار صاحب نه غوښتنه کوم چي ددې کلا په ساتنه کي خپلي وروستى هڅي وکړي ((په هلمند کي دچاپيزو رسنيو رول خورا کم ليدل کيږي چي ادب پال يي لامل نه امکانات بولي اوس مهال په هلمند کي د ١٥ ورځنۍ ازادي  بست جريدې ترڅنګ بګړۍ،دروغتيا پلوشې او داور مجلي هغه چاپيزي رسنۍ دي چي دچاپ د وسايلو دنه موجوديت له امله ځيني لاهور او ځيني په ګاونډي ولايت کندهار کي چاپيږئ،
که څه هم په دي ولايت کي يوه دولتي مطبوعه کار کوي خو يوازي يودولتي اخبار دهلمند په نامه چاپوي چي هغه اخبار هم دمنځپانګي له مخي تر زياتو نيوکو لاندي دي.داطلاعاتو او کلتورو نوي ريس مظلوم يار وايي راتلونکي کارونه به يي زيات پرمخ تللي وي ،دى ژمنه کوي ډيري داسي زميني چي پخوا تر دي نه وي برابري اوس به يي په برابرولو کي سخت کار کوي،خو دى وايي په دي برخه کي ددولت مرستي ته سخته اړتيا لري((زه دهلمند دخلګو مرستي ته سخته اړتيا لرم،دولايت مقام هم که چيري زما سره مرسته وکړي زه کيداي سي بريالى واوسم،دجانګل خان  دکارونو قدر کوم،او کيداي سي هغه ډيوه بله وساتم چي جانګل بله کړي وه ((دهلمند خلګ دمظلوم يار راتګ ته په داسي حال کي هرکلى کوي چي ترڅنګ يي ادب پال تري ديوالي ديوه سترمرکز او سمبول غوښتنه کوي،دجريدو خاوند ان چي اوس مهال دزياتو ستونزو سره مخ دي دمظلوم يار نه غوښتنه کو ي چي په دي ولايت کي ديوې داسي چاپ خاني دراوړولوپه اړه کار وکړي چي نور بيا دچاپي رسنيو کسان دې ته اړنسي ترڅوخپل مواد په پاکستان او ګاونډيو ولاياتو کي چاپ کړي .