کور / تازه خبرونه / افغان دولت وايي چي څلور طالبان مو وژلي دي

افغان دولت وايي چي څلور طالبان مو وژلي دي

دپکتياولايت دزرمت په ولسوالۍ کې دپوليسو په يورينجر موټر پسي دسړک دغاړې ماين چاودنه شوي  چې له امله يي يو پوليس مړ اودوه نورټپيان شويدي.



دپکتياولايت داطلاعاتواوکلتورريس  دين محمددروش وايي چي دپيښې وروسته په سيمه کې افغان اوايساف ځواکونه  د يادو کسانو په موندلوپسې پلټنې پيل کړي چي د دققو مالوماتو له مخې د ايساف ځواکونولخوا د وسله والو طالبانو په يوه ډلګی باندي هوايي بريد وشو چي په ترڅ کې يي څلور کسان  ووژل شول.
درويش زياتوي چي دنوموړيو کسانو مړي اوس هم په سيمه کې  شته چي زرترزره  به يي ژورناليستانو ته جسدونه  ورښکاره کړي .



همداشان په دغه ولسوالۍ کې نامالومو وسله والوکسانو يوټنکرموټر چې په  پکتيا ولايت کې يي ميشت ايساف  ځواکونو ته  تيل ليږدول په راکيټ ويشتلي چي په مکمله توګه  سوزولي دي
خو تراوسه طالبانو پدي اړه رسنيو ته څه ندي ويلي .





د پکتيا امنيتي چارواکي وايي: د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې تر يوې نښتې وروسته پر وسلوالو طالبانو بمبارۍ شوې چې څلور تنه پکې ووژل شول.


د 203 تندر قول اردو وياند ډګروال محمدګل وويل: نښته پرون ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د مستي او ملاکلا تر منځ پيل شوه.


د ده په وينا پوليس د ګزمې پر مهال وو چې يو رنجر موټر يې په ريموټ کنټرول ماين والوت چې پکې يو پوليس مړ او دوه نور ټپيان شول.


نوموړی وويل: تر چاودنې سمدستي وروسته طالبانو بريد وکړ چې د تېلو وړونکی يو موټر پکې وسوځېد.


هغه زياته کړه چې وروسته ملي اردو او ايتلافي ځواکونه هم د پوليسو مرستې ته راورسېدل او نښتې لا دوام وموند.


محمدګل زياته کړه چې د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې د ايتلافي ځواکونو الوتکو د بريد کوونکو سيمه بمبار کړه چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال طالبان ووژل شول (لراوبر)