کور / اقتصادي / توره طلا، سپېڅلې ګټې او په وينو ولاړ اقتصاد/ لومړۍ برخه

توره طلا، سپېڅلې ګټې او په وينو ولاړ اقتصاد/ لومړۍ برخه

ليکنه: هميم جلالزى ، کابل

په ١٩٦٥کال کې دامريکا نامتو ځمکپوه کينګ هوبرټ وړاندوينه وکړه چې په ١٩٧٠کال کې به دامريکا دنفتو توليد دخپل اوج ټکي ته ورسېږي .

نوموړي دا مهال دشل په نوم په يوه نفتي شرکت کې کار کاوه . دده له وړاندوينې سره سم ددې شرکت مشران په اندېښنه کې شول او هڅه يې وکړه چې ښاغلى هوبرټ دې ته اړ باسي چې له خپلې وړاندوينې څخه بېرته واوړي مګر هوبرټ په حقه و او هماغسې وشول .

دامريکا دنفتو دتوليد کچه په ١٩٧٠کال کې دخپل اوج ټکي ته ورسېدله او له هغه مهاله تر اوسه پورې مخ پر ځوړ روانه ده ان دا چې دالاسکا دخليج ١٣ميليارده بوشکو لرونکو زېرمو هم ددغه ټيټوالي مخه ونه نيولاى شواى .

همدې چارې او اندېښنې  امريکا په منځني ختيځ کې خپل حضور لرلو ته اړيستې ده او دا کار يې ورته روا کړى دى چې داټوم او وسلو پر ضد دتورې طلا زېرمو ته ځان ورسوي دهوبرټ دمحاسبې له مخې دامريکا داستخراج وړ ټولې نفتي زېرمې ١٧٠ميليارده بوشکې کېږي چې د امريکا داوسنۍ اړتيا نيمايې برخه هم نه شي برابرولى .

په لومړي سر کې يو شمېر کارپوهان دهوبرټ له شننې سره مخالف و او ويل يې دنوې ټکنالوژۍ په برکت شونې ده چې دامريکا دشته نفتي زېرمو کچه لوړه شي.

که څه هم عصري ټکنالوژۍ هره ورځ خپل دودې او پرمختيا پړاونه وهي خو دامريکا نفتي زېرمې له هغې کچې چې هوبرټ يې وړاندوينه کړې وه لوړې او زياتې نه شوې ، ان که دالاسکا زېرمې په پام کې ونيول شي نو دامريکا دنفتو تاريخ کټ مټ لکه هوبرټ چې يې وړاندوينه کړې وه  هماغسې روان دى  او دامريکا دننه نفتي زېرمې د ډېرو دقيقو محاسبو پر بنسټ ايله اته کاله نور دامريکا اړتيا پوره کړي .

دهوبرټ دمحاسبې له مخې کارپوهانو د ټولې نړۍ نفتي زېرمې محاسبه کړې دي  او داسې پايله يې رايستلې ده چې دنفتو توليد به ديويشتمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې خپل اوج ته ورسېږي .

يو شمېر نور وايې چې دنفتو دتوليد داوج دغه ټکى د٢٠٠٥ او ٢٠٠٦په اوږدو کې پاى ته رسېدونکى دى .

دکلفورنيا دټکنالوژۍ په موسسه کې فزيک پوه ډيويډګواسټاين چې تېر کال يې د (( نفتو پاى )) په نوم يو دنفتو په اړه يو څېړنيزکتاب خپور شوى دى وايې چې دنفتو دتوليد داوج کلونه تر ٢٠١٠پورې پاى ته رسي .

درابرټ هرش په نوم دانرژي يو بل کار پوه وايې  چې دنفتو دتوليد دپاى ته رسېدلو لپاره ددقيق کال ټاکل اړين نه دي .

نوموړي دامريکا دنفتو دوزارت لپاره يو څېړنه کړې ده چې په ترڅ کې يې ويلي دي چې يو لسيزه په کار ده چې دامريکا اقتصاد دنفتو دتوليد له ستونزې سره ځان سم کړي .

په لومړۍ نړيواله جګړه کې  په ١٩١٨کال کې چې کله فرنګيانو باکو ترکانو ته وسپاره نو المان ته بله لاره نه وه پاتې له دې پرته چې دتسليمي سر يې ټيټ کړ.

هغه مهال لورډکرزن چې وروسته بيا دبريتانيا دباندنيو چارو وزير شو په يوه ليکنه کې وليکل : ((دنفتو پر څپو سپاره دايتلاف ځواکونه بريالي شول .))

دا خبره  ډېره ژوره ده که يې څوک تاريخي شاليد ته وګوري نو په دې نړيواله جګړه کې دالمان دماتې يو لامل هم دتيلو او نفتو دزېرمو خلاصېدل و چې دنامتو څېړونکي او دسيمې دچاروکارپوه الکساندر خرامچيخين  په وينا لومړۍ نړيواله جګړه چې دنويو صنعتي وسايلو په مټ لومړۍ پر مخ بيونکې جګړه وه  او په دې حياتي ماده يانې نقتو پسې زياته تړلې وه په داسې ډول چې نفتي زېرمو کولاى شول چې دجګړې او جګړمارانو برخليلک وټاکي .

دده په وينا ددې جګړې په اخر کې په لوېديځ کې المان جګړه بايللې وه  ځکه ددې هېواد دجګړې ماشين نور په خپله خېټه کې دسون توکي نه درلودل چې دهغه څرخونو ته دخوځښت متره او ځواک ورکړي  او دا که يوه کال وړاندې ته وګورو نو المان به موښه تر پام راشي .

دوهمه نړيواله جګړه هم دنفتو او تيلو په مټ تر سره کېدله او تر ټولو مهم ځاى دخزر بحيره وه چې دنفتو بډايې زېرمې يې درلودې .

هغه مهال چې آډولف هيټلر د((اوبيز عمليات )) په نوم تر ټولو مشهور عمليات د١٩٤٢کال په لومړيو کې پيل کړل  او قفقاز ته يې خپل ځواکونه واستول تر ټولو ستر موخه يې دباکو نفت او ددې عملياتو اصلې انګېزه يې دې نفتو ته رسېدل و.

هيټلرځکه دا هڅه کوله چې دى پوهېده دښو جګړيزو پښتيو او فقرو دنشتوالي پر مهال نه شي کولاى چې دروسيې ملا ماته کړي او دداسې پښتيو اوفقرو په موندلو کې هيټلر تورې طلا ته سخته زياته اړتيا درلوده خو دا دهيټلر دپلان کمروزتيا نه وه چې دقفقاز په غرونو کې يې دسره پوځ دسرتېرو کتارونه نه يواځې مات نه کړاى شول بلکې دروس په خاوره کې يې دهر ډول پرمختګ مخه هم ونيول شوه او دطنز په ژبه سړى ويلاى شي چې دهيټلر دجګړې ماشين پترول تمام کړل .

نن هم همدا نفت او توره طلا ده چې دنړۍ دهغه بل سر لوى ځواکونه دې ته هڅوي چې  دنړۍ له يوه سره بل سر ته راشي او په منځني ختيځ کې دنفتو لويې زېرمې چې په هر نوم وي دځان کړي  چې دعراق ښکېلاک يې تر ټولو ښه بېلګه ده .

منځنى ختيځ دتورې طلا لويه زېرمه

دڅېړنو له مخې منځنى ختيځ دټولې نړۍ په پرتله دنفتو بډايه زېرمې لري چې دشمېرنو له مخې  دغه زېرمې دټولې نړۍ په سله کې پنځه اويا نفت برابروي . له همدې امله ده چې دنړۍ ټول هغه هېوادونه چې په ځان کې يو څه سيکه ويني هڅه کوي څو پر دغو بډايو زېرمو کې برخه ولري .

دغه زېرمې  له قفقازه پيل کېږي او دخليج زيات هېوادونه پکې راځي چې سعودي عربستان، عراق ، کويټ او ايران  تر نورو مخکې دي

عراق چې په نړۍ کې تر سعودي عربستان وروسته دنفتو سترې زېرمې لري له ډېر پخوا راهسي په هغه لړليک کې و چې امريکا يې دنفتي زيرمو پر سر دخپل ژوند داوږدولو په تکل کې وه .

دامريکا ديو شمېر اوږدمهاله ستراتيژيو له مخې په سيمه کې ددوى د ګټو په سر کې دخليج نفت و چې لومړى سعودي عربستان او دويم وار دعراق وچې بايد نفت يې که دسولې او که دجګړې له لارې وي لکه عراق دامريکا ګوتو ته ورشي  .

اوس مهال دخليج په ټولو هېوادونو کې دشيخيزم دناروا  او عياشيو په مټ ولاړو کړنلارو له امله دامريکايې ستراتېژۍ دپلې کولو لپاره  تر ټولو ښه مهال برابر شوى دى ، امريکا اوس په سيمه کې دخپلو ګټو دخوندي کولو لپاره په سلګونه لارې جوړې کړي دي .

له يو شمېر هېوادونو څخه دپورونو په بدل او له يو شمېر نورو هېوادونو څخه يې دنورو پروګرامونو له مخې دنفتو او اوبلن ګاز چې زيات يې په قطر کې دى امريکاته لېږدول کېږي او دا هغه څه دي چې امريکايې له ډېر پخوا راهسي په سوچ کې وه .

دعراق نفتو ته درسېدلو لپاره څولسيزې وړاندې امريکايي کارپوهانو په داسې يوه طرحه کار کاوه چې له مخې يې وکولاى شي دتورې طلا دغه بډايه زېرمې پخپل واک راولي .

په ١٩٩١ او ١٩٩١کال کې دکويټ دازادۍ پر مهال دامريکا لپاره دنفتو دکمښت له اندېشنې سره دعراق ښکېلاک هم يو نه بېلېدونکى خيال و په دې پلمه چې دکويټ مرسته يې وکړه او عراقي پوځيان يې ورڅخه وشړل نفتي  زېرمو ته ډېر په اسانه ځانونه ورسول .

له دې ورسته په عراق لګېدلي بنديزونه هم ددې يو لامل شول چې امريکايانو ته دپام وړګټه په ډېره اسانه سره په لاس ورکړي.

په دې سربېره نه يواځې امريکا له دې نفتو څخه ګټه پورته کړه بلکې دتيلو په بدل کې په عراق کې دخوراک پروګرام چې دملګرو ملتونو يو پروګرام و، له مخې يې ډېرو خلکو دبينن سيوان په ډول عرافي نفت په تور بازار کې په ازاد مټ پلورل او دعراق دوږيو انسانانو د رګونو په وينوباندې دتورې طلا په بازارونو کې  په ميليونه ډالره ګټه کوله .

دسيوان دوسيه له هغو زرګونو دوسيو څخه يوه وه چې دعراق دنفتو له تورې سوداګرۍ سره يې تړاو درلود .

امريکا تر ٢٠٠٣کاله پورې  دعراق نفت په بيلا بېلو لارو باندې تر لاسه کول خو په ٢٠٠٣کال يانې هغه مهال چې په عراق کې دخداى بښلي صدام حسين واک پاى ته ورسول شو او دامريکا دوسلو په زور پکې تش په نوم يو داسې دولت رامنځ ته شو چې نه دچا دسر دساتنې تضمين په وس کې و او نه هم دمال  امريکا دننه په عراق کې ددې وس پيدا کړ چې نفت په ازاد مټ پرته له دې چې دچا له لوري دڅارلو او ياحساب او کتاب اندېښنه دې ورسره وي خپلو بازارنو او زېرمو ته وړل پيل کړل او دا پروسه اوس هم روانه ده .

په زړه پورې خبره داده چې که رښتياهم امريکا دنفتو په لټه کې سيمې ته نه واى راغلې لومړى به يې دهغو ناسمو ادعاو سپيناوى کړى واى چې ويل يې دصدام په واک کې دپراخې بربادۍ وسلې دي خو دا چې نه شوې پيدا په دې اړه باندې بايد امريکا له سره غور کړى واى او خپله تګلاره يې بدله کړې واى .

دويمه خبره داده چې که رښتيا هم امريکا په عراق کې له دوى چې ويل ددې هېواد دخلکو دهوساينې لپاره مداخله کړې واى او يا لکه دوى چې وايې په دې هېواد کې يې ديو داسې نظام دړنګولو لپاره مداخله کړې ده چې نه يواځې امريکا ته ګواښ و بلکې دعراق ولس هم ورڅخه تر پوزې پورې رسېدلى و نو بيا به هغه مهال امريکا ددې هېواد دخلکو دامنيت او دژوند دهوساينې او پرمختګ لپاره هم يو ګام پورته کړى و.

او په دې صورت کې به بيا ددوى په لاس باندې دبې ګنا وژل شويو عراقيانو دمړو شمېره اته لکه ته نه رسېده.

په عراق کې دامريکايانو له لوري دخلکو دوژلو له پېښو سره سړي ته ددې هېواد ديوه پخواني لوړي پوړي چارواکي خبرې وريادېږي .

دکويټ له جګړې وروسته دامريکا دهغه مهال ددفاع وزير چې وروسته د ريچارد نيکسن دواک پر مهال  دتورسازمان يا CIA مشر او له هغه وروسته د جمی کارټر په دولت کې دانرژۍ وزير و ، په ١٩٩٢کال کې دانرژي دنړيوالې شورا دپنځلسمې کنګرې په غونډه کې چې دهسپانيا په پلازمېنه مادريد کې جوړه شوې وه په خپله وينا کې وويل : ((دلومړي بش  ددولت ديو شمېر لوړ پوړيو چارواکو په اند هغه درس چې دامريکا خلکو دخليج له جګړې څخه واخيست هغه دادى چې دمنځني ختيځ په خلکو کې لغتې وهل او تر پښو لاندې کول دهغې قربانۍ په پرتله ډېر اسانه دي چې امريکايان يې دوارداتي نفتو دمحدودلو په وړاندې ورکوي . ))

دانرژي دنړيوالې ټولنې او دامريکا دمتحده ايالتونو دانرژۍ دوزارت لاسته راوړنې ښيي  چې دنفتو نړيوال مصرف به دراتلونکو پنځه ويشتو کلونو په اوږدو کې په سلو کې پنځوس لوړ شي او دانرژي دنړيوال اژانس داټکل له مخې به دغه مصرف د ٢٠٠٥کال په ورځ کې   له ٨٣،٢ميليونه بوشکو څخه به په ٢٠٣٠کال کې ١١٥،٤ميليونه بوشکو ته لوړ شي .

چې دغه شمېره به دامريکا دنفتو دوزارت داټکل له مخې ١٣١ميليونه بوشکو ته لوړه شي .

دا دامريکا دتوليدي  ډلې شورون پکزاکو له هغې خبرتيا سره هم اړخ لګوي چې وايې يو سلو پنځه ويشت کاله تېر شول چې نړۍ لومړى زر تريليونه  بوشکې نفت مصرف کړل  خو يواځې دريشو کلونو ته اړتيا ده چې دويم ترېليون هم مصرف کړي  چې دا دهغو ټولو زېرمو له حجم سره برابر دى چې تر اوسه پورې دهغوى شتون په زبات رسېدلى دى .

که څه هم١٩٨٠ لسيزه کې  نفتو په بازار کې  ګډوډۍ هغه مهال رامنځ ته شوه چې هر هېواد دنفتو په بازار کې پرته له دې چې اړتيا، دنويو زيرمو کشف او يا بيو ته پاملرنه وشي دخپلو زيرمو له کچې څخه دلوړو توليداتو څخه خبرې پيل کړې .

له ١٩٨٥تر ١٩٨٦ کال پورې عربي متحده اماراتو دخپلو زېرمو رسمې براورد له ٣٣،٩ څخه ٩٧،٢ بيليونه بشکو ته لوړ کړ.

سعودي عربستان هم ١٩٨٧او ١٩٨٨کلونو تر منځ په خپلو زېرمو کې په سلو کې پنځو س لوړ والى راوست او له ١٦٩،٦څخه يې ٢٥٤،٩ ميليارده بشکو ته  ورساوه ، او په عين وخت کې عراق دخپلو زېرمو دوه برابره اټکل وکړ او له ٣٢ميلياره بوشکو څخه يې په ١٩٨١ کال  کې ٦٥ميليارده بوشکو ته لوړ کړ چې (دغه شمېره له ٢٠٠١کاله وروسته ١١٥ميليارده بوشکو ته ورسېده ) .

په دې توګه د١٩٨٣ او ١٩٨٨کلونو تر منځ داوپک دغړو هېوادونو دزېرمو ټوليزه شمېره په سلو کې ٦٢لوړه شوه  او له ٤٧٠ مليارده څخه ٧٦١،٤مليارده بوشکو ته لوړه شوه .

په دې ډول دغو  هېوادونو دخپلو زېرمو شمېره د٢٠٠٥کال دجنوري په لومړيو کې تر ٨٩٦،٦ پورې هم لوړه کړه .

(( دنفتو اقتصاد،ژيوپوليټيک مسايل او لوړ نرخونه)) په دوهمه برخه کي يې ولولئ